Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د جمهوري غوښتونکو ګوند په خپلمنځي ټاکنو کې نیکې هیلي، د امریکا په پلازمېنه کې ټرمپ ته ماتې ورکړه

د جمهوري غوښتونکو ګوند په خپلمنځي ټاکنو کې نیکې هیلي، د امریکا په پلازمېنه کې ټرمپ ته ماتې ورکړه

author avatar
4 Mar 2024 - 17:12
د جمهوري غوښتونکو ګوند په خپلمنځي ټاکنو کې نیکې هیلي، د امریکا په پلازمېنه کې ټرمپ ته ماتې ورکړه
author avatar
4 Mar 2024 - 17:12

کابل (پژواک، ۱۴ کب ۱۴۰۲): نیکې هيلي د جمهوري غوښتونکو ګوند په ټاکنو کې د امریکا په پلازمېنې واشنګټن ډي سي کې د ۶۳ سلنې رایو په ګټلو سره په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ ته ماتې ورکړه.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، نیکې هیلي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند په لومړنیو ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ یوازېنۍ پاتې سیاله ده، توانېدلې چې د امریکا پلازمېنې واشنګټن ډي‌سي کې د ګوند رایې وګټي او په لومړي ځل ډونالډ ټرمپ ته ماته ورکړي.

په راپور کې راغلي، تېره ورځ د امریکا په پلازمېنه کې جمهوري غوښتونکو د خپل ګوند په ټاکنو کې ګډون وکړ او په پایله کې نیکې هیلي د ډونالډ ټرمپ د ۳۳ سلنې پر وړاندې ۶۳ سلنه رایو په ګټلو سره وکولای شول، څو د دې ښار او سیمې ټول ۱۹ ټاکنیزې استازولۍ خپلې کړي.

د پلازمېنې رایو په ګټلو سره په ملګرو ملتونو کې د امریکا پخوانۍ سفیره نیکې هیلي اوس ۴۳ ټاکنیزې نمایندګۍ لري چې د ټرمپ له خوا د ګټل شوو ۲۴۷ ټاکنیزو استازولیو په نسبت لږ دي.

دغه راز هیلي د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند په تاریخ کې لومړنۍ ښځه شوه چې په پلازمېنه کې د ګوند لومړنۍ سیالۍ یې وګټلې.

سرچینې زیاته کړې: «ډونالډ ټرمپ تر اوسه ټولې ایالتي ټاکنې ګټلې دي او تمه کېږي چې سبا سه شنبې، د مارچ پنځمه به په ډېری ایالتونو کې ټاکنې ترسره شي او له همدې امله د "سترې سه شنبې" نوم ورکړل شوی، اټکل کېږي چې مېرمن هیلي ته بیا ماتې ورکړي او مطلقې بریا ته به د هغه نژدې کېدل رسمي کړي.»

همدارنګه له دې مخکې نیکي هیلي په نیواډا ایالت کې د جمهوري غوښتونکو په لومړنیو ټاکنو کې له سختې ماتې سره مخ شوې وه، سره له دې چې د رایو ورکولو په وخت کې ډونالډ ټرمپ موجود هم نه و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.