د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د وحشي ژوو د نړۍوالې ورځې په تړاو ویلي چې د ښکار مخنیوي په اړه یې د اسلامي امارت د مشرتابه حکم پلی کړی او د ۳۸۳ مرغانو او ۱۴ وحشي ژوو د قاچاق مخه یې نیولې ده.
د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولين وايي چې د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد زندانونو تعليمي بڼه خپله کړې ده.
«د شاتو مچیو پالنه او د افتونو او ناروغیو کنټرول» ښوونیز پروګرام په داسې حال کې په بدخشان کې د مچیو ساتنې صنعت د ودې په موخه جوړ شوی چې د مسوولینو په وینا، سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو په تولید کې د تېر کال په نسبت پنځوس سلنه زیاتوالی راغلی دی.
په افغانستان کې د جاپان سفير ننګرهار ته د سفر پر مهال د دغه ولايت له چارواکو سره ليدلي او د کرنې او نورو برخو کې يې د خپلو مرستو د دوام ډاډ ورکړی دی.
افغانستان د ایرلنډ پر وړاندې د یوازېنۍ ټېسټلوبې بچه وګټله او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کار عملي پیل، هرات ته د دغه هېواد وارداتي برېښنا زیاتوالي، لاجوردو لاري او د رېل پټلۍ پر پراختیا او په دغه برخه کې د ترکمنستان د پانګونې په تړاو خبرې کړې دي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په بهرامچه ولسوالۍ کې یې د یو لړ کشفي عملیاتو په ترڅ کې پنځه د نشهیي توکو د پروسس کارخونې له منځه وړې او په تړاو یې شپږ کسان نیولي دي.
د کابل امنیه قوماندانۍ وایي، د ورور له ۲۵ کلن زندان څخه ژغورل شوې مېرمن نېکبخته د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په افغانستان کې د خوراکي مرستو او پروګرامونو پلې کولو لپاره په بېړني ډول ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د جوزجان ځایي مسوولینو تېرو دوو کلونو کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۲ ښوونځيو لپاره د نوو ودانیو جوړېدو خبر ورکړی خو وایي، لا هم د دغه ولایت ۱۲۰ ښوونځي ودانۍ نه لري.
د کابل ښاروالۍ له لوري د کابل ښار دوولسمې ناحیې اړوند د دیارلسم ګذر پارک سیمه کې د ۷،۵ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د فاریاب ځايي مسوولین وايي، په میمنه ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور له پرمختیايي بودجې د څه باندې ۲۳ میلیون افغاینو په لګښت د اوبو د یوه کانال او یوه سوداګریز مارکېټ جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.