د روسیې بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوحې ناسته ناکامه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان په اړه هر ډول نوښت د کابل او سیمې هېوادونو له ملاتړ پرته پر ناکامۍ محکومه ده.
په کابل کې د مورنۍ ژبې نړۍوالې ورځې په نمانځل کېدو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي چې دلته ټولې ژبې د هېواد ښکلا ده او باید د هغو د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار وشي.
د بادغیس امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز قلعهنو ښار مربوطاتو کې یو وسلهوال غل له امنیتي کسانو سره نښته کې وژل شوی دی.
د خوست په ملکي روغتون کې د افغانستان د توبرکلوز ملي پروګرام د کنټرول ریاست له لوري د مقاوم توبرکلوز درملنې څانګه پرانیستل شوه.
د غزني ټولګټو ریاست وايي، د دغه ولایت د مالستان، اجرستان او ناهور ولسوالیو لارې چې دوه اونۍ مخکې د واورې اورېدو او ښویېدو له امله تړل شوې، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې.
حکومتي مسوولینو نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د غزني ولایت په مرکز کې د څلورو صنعتي پارکونو لپاره ځمکه ځانګړې کړه.
د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين وايي چې له پاکستانه د راستنو شوو کورنیو ۱۵۰۰ ماشومانو ته – چې نجونې هم په کې شاملې دي – د دغه ولایت په ښوونځیو کې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز او څلورو ولسوالیو کې د تېر یوه کال پر مهال د خصوصي سکټور له لوري د غوښې چرګانو ۱۰۰ فارمونه جوړ شوي دي.
د افغانستان بانک وايي چې هرات کې یې د ۴۹۳ میلیون او ۷۰ زره افغانیو زاړه او له کاره لوېدلي بانکنوټونه سوځولي دي.
ځینې کونډې په داسې حال کې د ژوند له ناخوالو او اقتصادي ستونزو سرټکوي چې د دیني عالمانو په وینا، د ټولنې ټول وګړي او حکومت د بېوزلو د لاسنیوي مسوولیت لري او حکومت بیا وایي چې له کوڼدو سره د مرستو لړۍ روانه ده.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د دوحې له ناستې غوښتي چې د افغانستان د رسنیو او خبریالانو اندېښنو ته لومړیتوب ورکړي او د افغانستان د ازادو ژورنالیستانو اتحادیې په دغه ډول ناستو کې د افغانستان رسنیو ته پر نه پاملرنې نیوکه کړې ده.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او خانشین ولسوالۍ کې یې د نشهیي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیولي دي.