ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ځینو بې‌سرپرسته کورنیو د ژوند ترخې کیسې

د ځینو بې‌سرپرسته کورنیو د ژوند ترخې کیسې

author avatar
21 Feb 2024 - 09:39
د ځینو بې‌سرپرسته کورنیو د ژوند ترخې کیسې
author avatar
21 Feb 2024 - 09:39

کابل (پژواک، ۲ کب ۱۴۰۲): ځینې کونډې په داسې حال کې د ژوند له ناخوالو او اقتصادي ستونزو سرټکوي چې د دیني عالمانو په وینا، د ټولنې ټول وګړي او حکومت د بې‌وزلو د لاسنیوي مسوولیت لري او حکومت بیا وایي چې له کوڼدو سره د مرستو لړۍ روانه ده.

د بادغیس ښار د پنځمې ناحیې اوسېدونکې ۳۹ کلنه ثمرجان یوه له هغو کونډو ده چې نږدې درې کاله مخکې یې د ماین په چاودنه کې خپل خاوند له لاسه ورکړی او د دوو لوڼو او یوه زوی پالنه ور په غاړه ده.

هغه وایي په کور کې خياطي کوي، د ګاونډیو کالي وینځي، ډوډۍ ورته پخوي او له همدې لارې یې د ژوند چارې روانې دي.

ثمرجان وویل: «کله مې چې خاوند ژوندی و، د ژوند چارې مو بدې نه وې، خاوند مې دهقان و، دهقاني به یې هم کوله او له خلکو سره به یې مزدوري هم کوله، خو د ۱۴۰۰ کال په پيل کې ولاړ عسکر شو، موږ ورته وویل چې مه ځه، اوس شرایط خراب دي، خو ویل یې چې څه وکړم بې‌کاري ده، دنده یې په اسلام‌قلعه کې شوه، پنځلس ورځې یې دنده وکړه، بیا په ماین چاودنه کې مړ شو.»

د دې په خبره، خاوند یې هیله درلوده چې یوه ورځ به د غریبۍ دا شپې سبا شي، روزګار به یې سم شي، اولادونه به یې زده‌کړې وکړي او خوښ ژوند به ولري، خو خپلو دغو هیلو ته ونه رسېد.

ثمرجان وایي: «کونډتوب سخت دی، خاوند مې چې ژوندی و، زه به په کور وم، خو اوس چې هغه نشته، مجبوره یم خیاطي وکړم، د خلکو په کورونو کې ډوډۍ پخه کړم، کالي یې ووینځم څو وکولای شم د خپل ژوند خرڅ پوره کړم، خو هرڅومره چې کار وکړم نه شم کولی د کور خرڅ پوره کړم، یو شی چې واخلم، بل څه کم وي، بل چې واخلم، بل څه کم وي، په همدې ډول مو د ژوند چارې روانې دي.»

هغه وایي چې په هېواد کې راغلي امنیت ته خوشحاله ده، خو حکومت باید د بې‌وزلو کسانو او کونډو مېرمنو لاسنیوی وکړي څو یې د ژوند ستونزې را کمې شي.

د شبرغان ښار اوسېدونکې بېګم سعادت یوه بله کونډه ده چې ۱۳ کاله مخکې یې خاوند د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی او د شپږو ماشومانو پالنه ور په غاړه ده.

بېګم وایي، خاوند یې د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې په یوه روغتون کې د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله، دې به کور کې خیاطي کوله او دواړو به په ګډه د کور د لګښتونو پیسې برابرولې.

بېګم د خپل خاوند د مړینې کېسې کوي او وایي: «خاوند مې دریارلس شپې کېدې چې تنخوا یې نه وه اخیستې، ماته به یې ویل چې دا ځل مې تنخوا واخیسته، تا او ماشومان مزارشریف ښار ته چکر ته بیایم، یوه شپه په کور کې خپله خونه کې وېده وم، په دې شپه برق هم ولاړ، خاوند به مې د شپې له خوا په روغتون کې و، شپه ډېره نارامه وه او را باندې اوږده شوه، دا مهال مې د لېوره ښځې چې بله خونه کې و را ته غږ وکړ او ویل یې حکیم (د بېګم مېړه) په روغتون کې ناروغ شوی، ما نا څاپه وویل چې هغه مړ شوی! زه دې نارامه او اوږدې شپې دې ته په تمه کړې وم چې یو بد خبر به اورم.»

د بېګم په خبره، مېړه یې په روغتون کې ناروغ او مړ شوی و او په سبا یې د هغه جنازه کور ته وروړه، هغه یې خاورو ته وسپاره او د تل لپاره یې ورسره مخه ښه وکړه.

بېګم وایي، نور د هغې د سخت او تریخ ژوند پړاو پیل شو.

نوموړې زیاته کړه: «ډېرې سختې مې تېرې کړې، یو ګاونډی مو و، کله چې زما له بې‌وزلۍ څخه خبر شو د ورځې به یې لس – لس ډوډۍ رالېږلې، درې وخته به مو په هغه ګوزاره نه کېده، خپلو ماشومانو ته به مې درې وخته ډوډۍ ورکوله، ما، مشر زوی او لور به مې ډېری وخت دوه وخته ډوډۍ خوړله، وروسته له هغې مې کلونه کلونه د خلکو په کورونو کې کار کاوه او کالي مې وینځل تر هغې چې زوی مې په یوه روغتون کې د صفا کار په توګه دنده پیدا کړه.»

هغه زیاتوي: «یوه ورځ یو څوک راته راغلل او راته یې وویل چې ته خبره یې زوی دې څه کوي؟ زه وارخطا شوم ما ویل نه، راته ووایه، زوی مې څه کوي؟ کوم بد عمل ته یې لاس اچولی؟ بیا یې راته وویل چې زوی دې په روغتون کې د کار پر مهال خپل وینه خرڅوي، ما ویل ښه، همداسې ده چې د زوی رنګ مې ورځ په ورځ ژیړېږي، بیګا چې کورته راغی، ورته مې وویل چې دا کار مه کوه، هغه راته وویل، مورې معاش مو د کور خرڅ لپاره نه بس کېږي او کله چې په روغتون کې یوه ناروغ ته وینه ضرورت شي نو خپل وینه ورکوم او پیسې ترې اخلم، زه رک او روغ یم ته راته اندېښنه مه کوه.»

د هغې په خبره، مشر زوی یې اوس هم کار کوي، خو له دې امله چې باید خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي له زده‌کړو پاتې شو.

خو بېګم زیاتوي: «خو نور اولادونه مې درس وایي او د خاوند هغه ارمان مې پوره شو چې اولادونه یې زده‌کړې وکړي.»

هغه وایي، د دې د ژوند دا کېسه د ټولو افغان کونډو د سخت ژوند یوه بېلګه ده او حکومت باید د کونډو ژوند ته ډېر پام وکړي او له هغوی سره د مرستو ترڅنګ ورته کاري فرصتونه برابر کړي څو د تل لپاره له احتیاج څخه وژغورل شي.

د کابل ښار دوه‌وېشتمې ناحیې اوسېدونکې فېروزه یوه بله کونډه ده چې د درېیو لوڼو او درېیو زامنو پالنه کوي او خاوند یې شاوخوا درې کاله مخکې ژوند بایللی.

فېروزه چې ۱۸ کلنۍ کې یې واده کړی او اوس ۳۷ کلنه ده، وایي، هغې او مېړه یې له سختو اقتصادي ستونزه سره په دې هېله ۱۶ کاله ژوند تېر کړ چې یوه ورځ به یې ژوند ښه شي خو مېړه یې دا ارمان ګور ته یووړ.

هغه وایي: «د ژوند ملګری به مې شپه او ورځ په کار پسې ورک و، ډېر خواري‌کښ و، په وروستیو کلونو کې یې ملي اردو کې دنده واخیسته او په فاریاب کې په جنګ کې مړ شو.»

فېروزه وایي، خاوند به یې په میاشتو میاشتو هم کورته نه ورته او تنخوا به یې د ملګرو په لاس او یا هم د حوالې له لارې کورته ورلېږله او تل به یې ویل چې که لږ یې هم روزګار ښه شي دنده پریږدي او نور له مسافرۍ ستړی دی.

فېروزې ته اوسمهال د درېیو زامنو او درېیو لوڼو پالنه ور په غاړه ده او ۱۷ کلن مشر زوی یې د ښوونځي په لسم ټولګي کې زده‌کړه او تر څنګ یې مزدوري کوي.

هغه هم له حکومته غواړي چې د کونډو لاسنیوی وکړي او بچیانو ته یې د کار او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي څو وکولای شي هم زده‌کړې وکړي او هم د خپلې کورنۍ لپاره نفقه پيدا کړي.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویاند مفتي فیصل خاموش پژواک خبري اژانس ته وویل چې تر اوسه په ټول هېواد کې نږدې ۶۱۵ زره یتیمان، معلولیت لرونکي کسان او کونډې له دغه وزارت سره ثبت دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، په یادو ثبت شوو کسانو کې د اسلامي امارت، د تېر حکومت او د عامو خلکو معلولین، کونډې او یتیمان شامل دي.

د فیصل د معلوماتو له مخې، په یادو کسانو کې ۹۰ زره کونډې دي.

ده وویل چې یاد وزارت ډېری معلولینو او یتیمانو ته په بېلابېلو برخو کې حرفوي زده‌کړې ورکړي او لا هم دغه لړۍ روانه ده.

فیصل زیاته کړه چې سږ کال دغه وزارت د نړۍوالو او خیریه موسسو په مرسته له ۱۳۰ زره کونډو، یتیمانو او معلولینو سره نغدي او د ژمنیو توکو مرستې کړې، دغه راز له کونډو سره د خیاطۍ ماشینونو مرستې شوې او لا دا لړۍ روانه ده.

هغه وایي دغه وزارت سږ کال له خپلې بودجې تر اوسه ۱۱ میلیارده افغانۍ د بانکونو له لارې کونډو، یتیمانو او معلولیت لرونکو کسانو ته وېشلې دي.

یو دیني عالم نورالله کوثر وایي: «ټولنه د یوې کورنۍ حیثیت لري چې هر وګړی په کې ځانګړی مسوولیت لري، اسلامي ټولنه مسوولانه ټولنه ده، د غربي ټولنې په شان نه ده چې په کې ځان‌ځاني وي، اسلامي ټولنه کې خلک داسې له یو بل سره بافت لري چې هیڅکله هم له یوه بل څخه جلا کېدلی نه شي، نو کوم کسان چې په ژوند کې له اقتصادي اړخه ستونزې لري د ټولنې ټول وګړي او حکومت مسوولیت لري چې د هغوی لاسنیوی وکړي.»

هغه کونډو مېرمنو ته په اشارې وویل، کوم کسان چې د کورنۍ سرپرست نه لري، لومړی مکلفیت د حکومت دی او باید سرپرستي یې وکړي.‌

د نوموړي په خبره، په یوه ټولنه کې د علماوو، رسنیو او مشرانو هم دا دنده ده چې د بې‌وزلو کسانو غږ یو چاته ورسوي او که چېرې دغه کار ونه شي خدای (ج) به د ټولنې له ټولو خلکو په دې اړه پوښتنه وکړي؛ ځکه چې ټول یې په اړه مکلفیت او مسوولیت لري.

Views: 127

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.