د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، هېواد یې خپل تخنیکي ټیم بېرته کابل کې خپل سفارت ته استولی او اوس د دوی ډېر تمرکز د افغانانو پر ملاتړ او تاریخي اړیکو دی.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپرست په سریلانکا کې «د سیمې په کچه د ملي ټولنو مشرانو» په غونډه کې د دغه بنسټ فعالیتونو او لاستهراوړنو ته په اشارې سره، له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.
د فراه مسوولین وايي، د ٤٠ ميليون افغانيو په لګښت د دغه ولايت مرکز ته د نوري فايبر د غځولو چارې پيل شوې.
په دایکنډي کې له ۱۴۹۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه، لغمان کې پر ۳ زره ۵۷۹ کورنیو د خوراکي توکو وېش لړۍ پيل شوه او بلخ کې له ۲۳۴ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د لوګر امنيتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې د یوه پخواني ماين چاودنې له امله یو کس وژل شوی دی.
کابل (پژواک، ۸ غبرګولی ۱۴۰۲): ایراني رسنیو خبر ورکړی چې په تهران کې یوې قهوهخانې کې د ګازنیونې له امله ۶ افغانان مړه شوي دي.
د نیمروز یو شمېر اوسېدونکي له وچکالۍ او د اوبو له جدي کموالي شکایت کوي او وايي، ایران داسې مهال د حقابې دعوه لري چې د دغه ولایت ځیني خلک د وچکالۍ له امله د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په بدخشان کې ځایي مسوولین وایي، د وروستیو سېلابونو له امله د فیضاباد – کشم لویېلارې څلور کیلومټره برخه ویجاړه شوې چې د لوړ تناژ لرونکو وسایطو تګ راتګ پرې بند شوی دی.
د غور ولایت د دولینه ولسوالۍ ځیني اوسېدونکي د متخصص او ښځینه ډاکټرانو له نشتوالي او د روغتیایي خدمتونو له ټيټ کیفیته شکایت کوي او وايي، حکومت باید دې ستونزې ته رسېدنه وکړي.
. . .
کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په وروستیو درېیو ورځو کې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته د درنو
د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ترافیکي پيښې له امله ۹ کسان ټپیان شوي دي.