Language

په تېرو درېیو ورځو کې د طبیعي له امله ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۲): په وروستیو درېیو ورځو کې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته د درنو مالي زیانونو اوښتو سربېره ۱۳ کسان مړه او ۸ نور ټپیان شوي دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند شفیع‌الله رحیمي د دغه وزارت پر ټویټر خپرې شوې وېډیو کې ویلي چې دغه پېښې د روانې غبرګولي میاشتې له لومړۍ در درېیمې نېټې په لغمان، پکتیا، خوست، دایکنډي، ننګرهار، میدان‌ورک، کندهار، بغلان او غور ولایتونو کې رامنځته شوې دي.

login or register a new account.