د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د یونسیف ادارې په مالي ملاتړ د نجونو په ګډون ۵۰۰ بېوزله ماشومانو ته د زدهکړو زمينه برابره شوه.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښاروالۍ له لوري د ښاري پراختيا او د ګډوډۍ مخنيوي په موخه د ښاري ماسټر پلان عملي کولو چارې پيل شوې دي.
د پاکستان په شمالي وزيرستان کې د امنیتي ځواکونو پر چکپاینټ ځانمرګی برید شوی چې يو ملکي کس او درې امنيتي ځواکونه پکې وژل شوي دي.
مسوولین وايي چې پرون په کندهار کې د تېز باد او توپان له امله د دېوال نړېدو پېښه کې دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
په خوست ولایت کې په تېرو دوو مياشتو کې نږدې لس زره ښي لاس بېاسناده موټر ثبت او اسناد ورکړل شوي؛ خو موټر لرونکي بيا وايي چې د اسنادو په بدل کې اخیستل کېدونکې پیسې ډېرې دي او دوی یې د ورکړې توان نه لري.
په ننګرهار له ۹۸۰۰ مالدارانو، ميدان وردګو او پکتيکا کې د طبیعي پېښو له امله ۱۳۵۲ زیانمنو شوو کورنيو سره د نغدو پيسو او په لغمان کې له ۳۰۰ کروندګرو سره د غنمو ساتلو لپاره د کندوانو مرسته وشوه.
یونیسف وایي، د روان ۲۰۲۳ زېږدیز کال تر پایه به په ټول افغانستان کې د سیمهییزو ټولګیو شمېر ۲۱ زرو ته لوړ کړي.
د افغانستان بانک وايي، د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.
ډاکټران له غوږۍ (هډفون) څخه دوامداره ګټه اخیستل د اورېدلو سیستم لپاره خطرناک بولي او وایي، دا چاره په اوږدمهال کې د شخص د کڼېدو لامل ګرځي.
د غزني ښاروالۍ ریاست وایي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې نږدې ۱۶۳ میلیون افغانۍ عواید راټول کړي چې د ۱۴۰۰ کال په پرتله ۹۸ سلنه زیاتوالی ښیي؛ خو د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي بیا غوښتنه کوي چې دغه اداره دې خپل کلني عواید د ښار په اساسي برخو کې ولګوي.
د افغانستان اسلامي امارت په پاکستان کې د وروستيو تحولاتو په غبرګون کې د خلکو له خوا پر لاریونونو او تاوتریخوالو خواشيني ښودلې او له ښکېلو لورو يې د زغم او تفاهم هیله کړې ده.
نیلي (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د دایکنډي امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په پاتو او میرامور ولسوالیو کې په درېیو جلا پېښو کې درې