کابل (پژواک، ۲۵ غويی ۱۴۰۲): په ننګرهار له ۹۸۰۰ مالدارانو، ميدان وردګو او پکتيکا کې د طبیعي پېښو له امله ۱۳۵۲ زیانمنو شوو کورنيو سره د نغدو پيسو او په لغمان کې له ۳۰۰ کروندګرو سره د غنمو ساتلو لپاره د کندوانو مرسته وشوه.

د ننګرهار د والي وياند قاضي ملا عادل د غويي په ۲۵مه پژواک اژانس ته وويل، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) له خوا په شېرزادو، دره نور، مومندرې، نازيانو، شينوارو، سپينغر او دوربابا ولسواليو له ۹۸۰۰ مالدارانو سره د ۶۶ میليون او ۸۳۶ زره افغانيو نغدي مرسته وشوه.

د هغه په وینا، هر مالدار ته د څارویو لپاره یې د خوراکي موادو پېرلو په موخه ۶۸۲۰ افغانۍ ورکړل شوې.

دغهراز په میدان وردګو کې د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) په مالي ملاتړ د دغه ولایت پر مرکز سربېره د چک، جلریز، سیدآباد، نرخ او دایمیرداد ولسوالیو له ۸۸۸ هغو کورنیو سره، چې کورونه یې په تېرو جګړو کې تخریب شوي وو، نغدي مرسته وشوه.

د یاد ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، په دغه مرستو کې ۸۲۱ کورنیو هرې یوې ته ۴۶زره ۹ سوه افغانۍ او ۶۷ کورنیو هرې یوې ته ۱۲۵ زره افغانۍ ورکړل شوې.

همدارنګه د پکتیکا طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست وایي، د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) د دغه ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د طبیعي پېښو له امله له زیانمنو شوو ۴۶۴ کورنیو سره په ټولیز ډول د ۱۹،۶ میلیون افغانیو مرسته وشوه څو خپل کورونه بېرته ورغوي.

د یاد ولایت طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ادارې ریس مولوي مطیعالله منصور پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغو مرستو لپاره څه موده وړاندې سروې شوې وه او ۴۶۴ کورنۍ پکې په نښه شوې وې چې ۱۰۳ زلزلهځپلو کورنیو هرې یوې ته ۶۹۰۰۰ افغانۍ او ۳۶۳ نورو کورنیو هرې یوې ته ۳۴۵۰۰ افغانۍ ورکول شوې دي.

له بلې خوا د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وایی، د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې۳۰۰ اړو بزګرانو ته د غنمو د ساتنې په موخه د اوسپنې کندوان ورکړل شول.

د دغه ولايت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر انجینر بریالي همدرد پژواک خبري اژانس ته وویل دغه مرسته تېره ورځ د خوړو نړۍوال پروګرام په مالي ملاتړ شوې او په ياد شمېر بزګرانو کې ۵۰ ښځې هم شاملې دي.

هغه وايي، هر بزګر ته يو يو کندو ورکړل شوی چې د يوه نيم ټن غنمو ساتلو وړتيا لري.