منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.م
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کرنه

۱،۸۱۹ راپورونه

راپورونه

د میدان‌وردګو بڼوال: ډېرې مڼې په داسې بیه پلورو چې لګښت هم نه شي پوره کولای

میدان‌وردګو کې سږ کال ۱۵۰ زره ټنه مڼې تولید شوې؛ د دغو مڼو لس سلنه بهر ته صادرې شوې خو یوازې د یو سلنه لپاره یې معیاري سړې خونې شته؛ بڼوال شکایت کوي چې ډېرې مڼې یې یا خرابېږي او یا يې هم په داسې ارزانه بیه پلوري چې لګښتونه یې نه شي پوره کولای.

غړي

 لغمان کې د نیالګیو اېښودلو لړۍ پیل شوه

د لغمان د کرنې ریاست مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مرکز مهترلام او پنځه‌ګونو ولسوالیو کې د مېوه‌لرونکو او بې‌مېوې نیالګیو د اېښودلو لړۍ پیل شوه چې په ترڅ کې به یې یو میلیون نوي نیالګي کېښودل شي.

غړي

کرنې وزارت: پاکستان او ازبکستان ته دې د افغانستان کرنیزو محصولاتو صادرولو برخه کې شته ستونزې هوارې شي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوندو ادارو ته دنده سپارلې چې پاکستان او ازبکستان ته د افغانستان د کرنیزو محصولاتو د صادرولو برخه د شته ستونزو د حل لپاره قانوني او عاجل اقدامات وکړي.

کندهار کې د چرګانو د دانې تولیدات ډېر شوي

کندهار کې د صنعت او کانونو خونې مسوولین وایي، دغه ولایت کې اوس‌مهال د چرګانو د دانې تولید اته کارخونې فعالیت لري چې که امکانات ورته برابر شي ګاونډیو هېوادونو ته یې هم صادرولی شي.

نور راپورونه