منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۲۶ غ.م
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کرنه

۱،۸۱۹ راپورونه

راپورونه

غړي

اروپايي ټولنه له افغان بزګرانو سره د بدیل کښت لپاره ۴۵ میلیونه یورو مرسته کوي

افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال سره په لېدنه کې ویلي، دغه ټولنه کوښښ کوي په نږدې راتلونکې کې د نړیوالو همکارو بنسټونو له لوري، افغان بزګرانو سره د کوکنارو بدیل کښت لپاره ۴۵ میلیونه یورو مرسته وکړي.

غړي

یوه موسسه افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو برخه کې د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کوي

افغانستان کې د «کرنه د سولې لپاره» موسسې مسوولین وایي، که اسلامي امارت سره هوکړې ته ورسېږي، له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په موخه به د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړي.

مسوولین: د سیمې ځینو هېوادونو د بامیان کچالانو پېرلو ته لېوالتیا ښودلې

په داسې حال کې چې سږ کال په بامیان کې د کچالانو حاصلات شاوخوا ۲۰۰ زره ټنو ته رسېدلي، خو مسوولین وايي چې د سیمې ځینو هېوادونو د ځانګړو سټنډرډونو له مخې د دغه ولایت کچالانو پېرلو ته لېوالتیا ښودلې ده.

غړي

م‌.م: غواړو تر راتلونکي کاله افغانستان کې ۴۲ سلنه پرمختیايي پروژې پلي کړو

د افغانستان د کرنې وزارت د مالدارۍ او کرنې مرستیال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له رییس سره لیدنه کې ویلي، د دې وخت رارسېدلی چې دغه سازمان په افغانستان کې د بېړنیو پروژو سربېره، لویې پرمختیايي پروژې هم پلې کړي.

«د اقلیمي بدلونونو له امله د کرنې له درکه د دایکنډي د خلکو عواید تر ۷۰ سلنې کم شوي»

په دایکنډي کې یو شمېر کروندګر پر کرنه د اقلیمي بدلونونو ناوړه اغېز ته اندېښمن دي، بلخوا، دغه ولایت کې مسوولین هم وايي چې د وچکالۍ له امله د کرنې له درکه د خلکو په عوایدو کې له ۶۰ تر ۷۰ سلنه پورې کموالی راغلی دی.

نور راپورونه