Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فاریاب کې د ممیزو د تولید ډېروالی؛ د دغه محصول ټیټې بیې بڼوال اندېښمن کړي

میمنه (پژواک، ۱۴ لېندۍ ١۴٠۳): د فاریاب یو شمېر بڼوال او ملي سوداګر وایي چې سږ کال دغه ولایت کې د ممیزو د تولید کچه دوه برابره لوړه شوې، خو د دغه محصول بیه ډېره ټيټه شوې ده.

ورته مهال، د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ممیزو د تولید ډېروالی او د هغه ټیټه بیه مني او وایي چې د ممیزو دوه برابره تولید، د مارکېټ نشتوالی او په دغه ولایت کې د پروسس فابریکې نشتون د دغه محصول د بیې ټیټېدو اصلي لاملونه دي چې په مرکز کې د حکومتي مسوولینو او ملي سوداګرو د جلب هڅې روانې دي.

د فاریاب د قیصار ولسوالۍ یو بڼوال سید محی الدین وایي: «سږ کال د انګورو حاصل ښه و، موږ وکولای شو چې ډېر ممیز تولید کړو، د ممیزو تولید نسبت تېر ته دوه برابره ډېر شوی، خو له بده‌مرغه د ممیزو بیه نسبت تېر کال ته نیمایي ټيټه شوې ده.»

نوموړي وویل چې د انګورو د موسم پر مهال د بڼوالو عمده ستونزې د اوبو او د افاتو ضد درملو نشتون دي چې د باغونو محصولات باکیفیته ثمر ته نه رسېږي، د ممیزو راټولولو په وخت کې مارکېټ نشته وي او سوداګر هم لېوالتیا نه لري چې حکومت باید د دغه ستونزې د حل لپاره جدي پاملرنه وکړي.

فاریاب کې یوه بڼوال نصرالله وویل، د تاکونو ډکوالي د انګورو پر حاصلاتو منفي اغېز کړی و او همدا لامل شو چې د ممیزو کیفیت هم ټيټ شي او په عین وخت کې له وخته مخکې بارانونو د ممیزو د وچېدو پر وخت بڼوال زیانمن کړي دي.

یو بل بڼوال قدرت‌الله هم د ممیزو له ټيټې بیې شکایت وکړ او له حکومته غواړي چې له هېواده بهر دې د ممیزو د پلور زمینه برابره کړي څو د بڼوالو د خوارۍ محصول په کمه بیه ونه پلورل شي.

د فاریاب د ممیزو لپاره د مناسب بازار نشتوالی او د حکومت ملاتړ ته اړتیا

په قیصار کې یو ملي سوداګر سیدعبدالحی وایي، سږ کال د ممیزو بیه ۴۰ تر ۵۰ سلنه پورې ټيټه شوې او حکومت باید د سوداګرو، ملي او نړۍوالو شرکتونو په هڅونې سره په نړۍوالو بازارونو کې د قیصار د ممیزو د پلور او صادراتو زمینه برابره کړي.

هغه وویل، تېر کال د یو من تورو ممیزو بیه ۱۵۰۰، د یو من شنو ممیزو بیه ۱۲۰۰ او د یو من سرو ممیزو بیه ۹۰۰ افغانۍ و، خو اوس‌مهال یو من تور ممیز ۱۰۰۰، شنه ممیز په ۷۵۰ او سره ممیز ۵۵۰ افغانیو پلورل کېږي.

د قیصار د ممیزو یو پلورونکی سخي‌داد وایي چې یو موټر سره ممیز یې پر یوه سیمه‌ییز سوداګر په داسې حال کې یو من په ۵۵۰ افغانۍ پلورلي چې همدا ممیز تېر کال په زرو افغانیو پلورل کېدل.

نوموړي د ممیزو د ټيټې بیې لامل د هېواد په داخل کې د مارکېټ نشتون یاد کړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه څو د بڼوالو د صادراتو او محصولاتو د پلور زمینه په نړېوالو بازارونو کې برابره کړي.

د فاریاب په قیصار کې یو سوداګر محمد نعیم وایي، که له وخته مخکې بارانونه، د اوبو کمښت او نورو افتونه نه وای، سږ کال به د بڼوالو محصولات څو برابره ډېر شوي وای او د خلکو ژوند به بدل شوی وای.

هغه وویل، بڼوال او سوداګر له شته امنیت خوښ دي، خو اوبو ته اړتیا لري چې باید اسلامي امارت د ابګردان بندونو او کانالونو جوړولو برخه کې جدي توجه وکړي څو موسمي اوبه ګاونډیو هېوادونو ته بې‌ځایه لاړې نه‌شي.

فاریاب کې د یوه شرکت مسوول لطف‌الله وویل چې سږ کال په فاریاب کې ممیز ډېر خو بیې یې ټیټې دي، د بازار په ورځو کې له ۳ تر ۴ موټرو پورې ممیز ایران، پاکستان، هند او ازبکستان ته بارګیري کوي.

د کندهار یو سوداګر حاجي داروخان چې د ممیزو پېرلو لپاره قیصار ته تللی، وایي چې په قیصار کې یې ممیز پېرلي او هغه یې ایران او پاکستان ته انتقال کړي، سږ کال په قیصار کې ممیز ډېر دي خو بیې یې نسبت تېر کال ته ۵۰ سلنه کمې شوې دي.

هغه وویل چې تېر کال یې یو من تور ممیز په ۱۷۰۰ او یو من سره ممیز یې په ۱۲۰۰ افغانۍ پېرلي وو خو اوس یې تور ممیز په ۱۱۰۰ او سره ممیز یې په ۶۰۰ افغانیو اخیستي دي.

مسوولین په دې اړه څه وایي

د فاریاب د سوداګرۍ خونې رییس سید فرید هاشمي وایي چې ممیز پلورونکي باید یوه اتحادیه ولري او د فاریاب محصولات دې په سم او سټنډرډ ډول بسته بندي شي او د هغو بېلګې دې د سوداګرۍ له خونې سره شریک کړي څو د بازار موندنې او پلور برخه کې همکاري وشي.

هغه وویل چې د فاریاب ممیز پلورونکي او سوداګر په انفرادي ډول ممیز په بلخ، کابل، هرات او کندهار کې پلوري چې له همدې امله د ممیزو د تولید او صادراتو دقیق امار د سوداګرۍ په خونه کې نشته دي.

هغه وویل، د بڼوالو غوښتنې به د حکومت له مسوولینو، ملي او نړۍوالو سوداګرو سره شریکې کړي څو د فاریاب ممیز په مناسبه بیه وپلورل شي.

د فاریاب د کرنې ریاست د کرنیزو چارو امر مخدوم حبیب‌الرحمن وایي چې د ممیزو حاصلات نسبت تېر کال ته دوه برابره ډېر شوي او په عین وخت کې بیه یې نیمایي کمه شوې ده.

نوموړي د ممیزو د بیې ټيټېدو لاملونه د حاصلاتو ډېروالی، فاریاب کې د پروسس کارخونو او د ثابتو نرخونو نشتوالی یاد کړل او زیاته یې کړه: «سږ کال په فاریاب کې د انګورو حاصلات او د ممیزو د تولیداتو کچه د بڼوالو له هیلو پورته وو، کله چې عرضه ډېره او تقاضا کمه وي، ښکاره خبره ده چې بیې ټيټيږي.»

هغه په دې اړه چې ممیزو ته د بازارموندنې او له بڼوالو د ملاتړ لپاره څه پروګرامونه لري، وویل، د کرنې اداره د بڼوالو محصولاتو ډېرېدو لپاره په هڅه کې ده خو بازارموندنه او صادرات د حکومت د نورو برخو کار دی چې حتماً به هغه ته د اسلامي امارت مسوولین رسېدنه وکړي.

د هغه په خبره، د دغه ولایت په قیصار، المار، خواجه موسی، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب او دولت‌اباد ولسوالیو کې پر شاوخوا ۱۶ زره هکتاره ځمکه د انګورو باغونه موجود دي چې له دې باغونو شاوخوا ۸۵ زره ټنه ممیز لاسته راغلي دی.

دا په داسې حال کې ده چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د اسلامي امارت مشرتابه مصمم دی هر هغه څه چې د کروندګرو او سوداګرو د ملاتړ لپاره لازم وي، ترسره کوي.

ده په بازارونو کې د ممیزو د تولید ډېروالي او د هغو د بیو ټيټېدو په اړه وویل چې سږ کال نه یوازې په افغانستان کې، بلکې په ټولو هېوادونو کې کرنیز محصولات د پام وړ ډېر شوي او د افغانستان د ممیزو بدیل په کمه بیه برابر شوی، دې چارې هم د هغو پر بیو تاثیر کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.