کابل (پژواک، ۱۴ سلواغه ۱۴۰۳): میدانوردګو کې سږ کال ۱۵۰ زره ټنه مڼې تولید شوې؛ د دغو مڼو لس سلنه بهر ته صادرې شوې خو یوازې د یو سلنه لپاره یې معیاري سړې خونې شته؛ بڼوال شکایت کوي چې ډېرې مڼې یې یا خرابېږي او یا يې هم په داسې ارزانه بیه پلوري چې لګښتونه یې نه شي پوره کولای.
بڼوال او د کرنیزو چارو شنونکی له حکومته غواړي چې مڼو ته سړې خونې او د جوسو کارخونې جوړې کړي او یو باثبات نړۍوال مارکېټ ورته ولټوي. چارواکي هم وایي چې په دې اړه هڅې کوي.
د پلازمېنې کابل لوېديځ كې د پروت میدانوردګو ولایت کرنیزو توکو کې مڼې ځانګړی شهرت لري؛ د دغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو ډېر اوسېدونکي د مڼو باغونه لري او له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.
د ميدانوردګو د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي نيازمحمد عابد وايي، روان کال د دغه ولايت د مڼو حاصلات تر ۱۵۰ زره مټريک ټنه پورې رسېدلي چې د تېر کال په پرتله ۲۵ سلنه زياتوالی ښيي.
د هغه په وینا، بڼوالو او بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو او کيمياوي سرې وېش، د دوی لپاره اصلاحي پروګرامونه او دغه راز په کافي اندازه د اوبو شتون د مېوو حاصلاتو په ډېرېدو کې مهم رول لوبولی.
بڼوال د سړو خونو له کموالي او د مڼو له ټیټې بیې شکایت کوي
میدانوردګو ولایت کې ځيني بڼوالو پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د مڼو د خرڅلاو لپاره یې مناسب بازار نشته او د ساتنې لپاره یې هم په دغه ولایت کې کافي معیاري سړې خونې نه دي جوړې شوې.
د یاد ولایت د نرخ ولسوالۍ د سهاکو سيمې اوسېدونکي پردلخان سهاک وایي چې سږ کال یې د مڼو حاصلات ښه وو او شاوخوا ۲۵ خرواره (۱۴ ټنه) مڼې یې ترلاسه کړې.
خو دی وایي چې تر اوسه یې ۴۰۰ منه مڼې، من په ۹۰ افغانۍ پلورلې دي، څو خپل بېړني پورونه پرې خلاص کړي.
دی وايي: «په باغ کې تر ټولو ښه مڼه من په ۱۲۰ افغانۍ پلورل کېږي، خو دا امکان نه لري چې د ټول باغ مڼه دې سَرهَ [بهترینه] وي، خشره [کمزورې] هم لري، هغه په دې بیه نه پلورل کېږي؛ خو که ټوله مڼه من په ۱۲۰ افغانۍ وپلورل شي، تر یوه حده باغوان ته يو څو روپۍ پاتې کېږي، خو که من په ۸۰ او یا په ۱۰۰ افغانۍ ولاړه شي، نه دا چې خپل مصرف نه پوره کوي، بلکې د باغوان د کال خواري هم په اوبو لاهو کېږي.»
سهاک وویل، په تمه دی چې ګوندې پاتې مڼې یې لږ په لوړه بيه وپلورل شي، څو لږ تر لږه لګښتونه یې پوره کړي.
دی زیاتوي: «ټول کال مو همدې باغ او مڼو ته اړولي، سروکال له دوکانه هر څه په قرض راوړو، خو چې کال اخر او د حاصلاتو ټولولو وخت راورسېږي، نو بازارونه په دې اندازه خراب شي چې څوک یې صحنه هم نه پورته کوي.»
هغه زیاته کړه، په ټوله کې مڼې په پخواني او سنتي ډول ساتل کېږي، نو «ضایعات» لري.
دی وايي: «ما په باغ کې ځای ورته کنده کړی او مڼې مې په کې اچولې دي، نو طبعاً هغه مڼه چې داغي وي، یا د شکولو پر مهال پر ځمکه لوېدلې او یا مرغۍ خوړولې وي، د نورو مڼو په منځ کې وي، نو د نورو مڼو خرابېدو لامل کېږي؛ زما مڼې هم خرابې شوې، خو ډېرې نه اما په ټوله کې دا ډول ساتنه تر پنځلس سلنه ضایعات او خرابي لري.»
دغه راز، د یاد ولایت د جلرېز ولسوالۍ د تکانې سيمې اوسېدونکی سید عبدالله روفي وايي چې سږ کال یې د مڼو حاصلات ښه دي، خو د بيې ټیټوالي له امله یې تر اوسه نه دې پلورلې.
هغه وویل: «سږ کال ۳۰ خرواره (۲۴۰۰ منه) مڼه لرم، خو هيڅ داسې خریدار رانهغی چی من یې تر سل افغانیو پورته وغواړي؛ که په دې بيه یې خرڅې کړم، خپل مصرف هم نه پوره کوي.»
هغه چې خپلې مڼې په بڼ کې ذخیره کړې او په ترپال او پلاستيک یې پوښلې او پټې کړې، وايي: «یو متل دی چې وايي، د بوسو په تول، سږ کال مڼې د بوسو په تول دي، وبه ګورو چې تر کومه یې ساتلی شو.»
دی زیاتوي، ټول کال یې کورنۍ خواري کړې او په دې ته تمه و چې د کال په پای کې به د باغونو حاصلات راټول او د خپل ژوند ستونزې به پرې هوارې کړي، خو اوس خپل لګښت نه پوره کوي.
یاد دواړه بڼوال له حکومته غوښتنه کوي چې معیاري سړې خونې ورته جوړې کړې څو مڼې په معياري ډول وساتل شي او ترڅنګ یې بايد د مڼو او نورو مېوو لپاره يو باثباته نړۍوال بازار ولټول شي څو مڼې او ټولې مېوې په هغې بیه وپلورل شي چې هم خپل لګښتونه پوره کړي او هم بڼوالو ته یو څه ګټه پاتې شي.
هغوی وایي چې بڼوال د معیاري سړو خونو نشتوالي له امله خپلې مڼې یا په کومه خونه کې ساتي، یا یې په بڼ کې په کنده او یا پټي کې په پلاستیک کې پټوي، خو په دې ډول سمې نه ساتل کېږي، ځینې یې ورستېږي او نورې یې وزن کموي او خوند یې هم خرابیږي.
شنونکي: د سړو خونو او جوسو کارخونو جوړول اړین دي
د کرنې څانګې کارپوه او د ننګرهار کانال پخواني تخنیکي او مسلکي مرستیال انجنیر ذبیحالله فضلي وایي، نه یوازې په میدانوردګو، بلکې په ټول هېواد کې د کروندګرو او بڼوالو تر ټولو ستره ستونزه د معیاري او په کافي اندازه د سړو خونو نشتوالی دی چې له امله یې بزګران او بڼوال اړ کېږي خپلې مېوې او نور کرنیز محصولات په ټيټه بيه وپلوري.
د ده په وینا، بڼوال له دې اړخه سخت ځورېږي؛ ځکه کله چې د حاصلاتو ټولولو وخت راورسېږي، د مېوو او نورو کرنیزو محصولات بيه له نيمايي هم راټيټېږي او کوم لګښتونه چې بڼوال پر بڼ او کرونده کړي وي، هغه نه شي پوره کولای.
دی زیاتوي، دغه راز، په سنتي ډول د مېوو ساتل د مېوې د ورستېدو، وزن کمېدو او کیفیت خرابېدو او د دې لامل کېږي چې د افغانستان مېوې په نړۍوال مارکېټ کې خپل ځای له لاسه ورکړي.
فضلي له اسلامي امارته غواړي چې په هېواد کې سړو خونو جوړولو ته پام وکړي، د هېواد ملي سوداګر دې وهڅوي چې په هېواد کې د سړو خونو جوړولو ترڅنګ د بېلابېلو مېوو د جوسو کارخونې جوړې کړي او بايد د افغانستان د مېوو لپاره یو باثباته نړۍوال بازار ولټول شي.
هغه وايي: «زموږ بزګران یا تجاران چې مېوې کارتن یا یې پاکت ډکوي، متاسفانه داسې وي چې په سر او اخر کې ښه مڼه او یا بله مېوه اچولې وي او په منځ کې یې خرابې ورځای کړې وي، دغه ډول بستهبندي په کور د ننه او له هېواده بهر بازار نهشي موندلی؛ کومې مېوې، په ځانګړي ډول مڼې چې بهر او یا د افغانستان بازارونو ته وړاندې کېږي، بايد په معیاري ډول بستهبندي شي او یو ډول مال مارکېټ ته وړاندې شي.»
فضلي وایي که مېوه په نړۍوالو نورمونو بهرنیو بازارونو ته ورسول شي او پاتې مېوې په هېواد کې د جوسو فابریکو ته ورسول شي، نو ورسره به مېوه ثابت او مناسب قیمت او دغه راز مارکېټ کې ځای ځایګی پیدا کړي.
«د یو سلنه مڼو لپاره سړې خونې شته خو ډېروو یې»
د میدانوردګو د کرنې ریاست رییس مولوی نیازمحمد عابد وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې ۱۵۰ زره مټریک ټنه مڼې توليد شوې دي.
هغه مني چې د مڼو ساتلو برخه کې ستونزې شته او زیاتوي چې په ميدانوردګو کې دوه عصري سړې خونې شته چې يوه یې د ۵۰۰ مټريک او بله یې د ۱۰۰۰ مټريک ټنه مېوې ځایولو وړتیا لري.
دی زیاتوي: «اسلامي امارت خپل ټول امکانات په کار اچوي چې د سړو خونو شمېر زیات کړي، څو وکولای شو مڼې په کې ذخیره کړو او په مناسب وخت کې مارکېټ ته ورسېږي.»
عابد د سړو خونو نشتوالی یوه جدي ستونزه بولي او زیاتوي چې دوی دغه موضوع د کرنې له وزارت او د اسلامي امارت له مشرتابه سره شریکه کړې او د حل ډاډ یې ترلاسه کړی دی.
دی د جزئیاتو له ورکولو پرته هیله څرګندوني چې راتلونکی کال به په میدانوردګو کې د معیاري سړو خونو شمېر ډېر شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP