منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۱۹ غ.م
۲°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

بهر ته د بورسونو له لارې د تللو استادانو د دندو په اړه د لوړو زده‌کړو وزارت وضاحت

د لوړو زده‌کړو وزارت وایي، په ځینو رسنیو کې بهر ته د تللو استادانو د منفکۍ په اړه راپورونه حقیقت نه لري، خو د پرېکړه له مخې، د هغو استادانو خالي بستونه اعلان ته سپاري چې د اړوند پوهنتون او وزارت له موافقې پرته بهر ته تللي او د درسې مودې په پای ته رسېدو هم بېرته هېواد ته نه دي راستانه شوي.

پوهنې وزارت: له شپږم ټولګي پورته د نجونو ۴۷ ښوونځیو ته د فعالیت اجازې ورکولو خبرونه ناسم دي

له څو ورځو راهيسې ویل کېږي چې ګواکې په کابل کې د نجونو ۴۷ خصوصي ښوونځیو ته له شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکړل شوې، خو د پوهنې وزارت وایي، دغه راپورونه غیرواقعي او له حقیقته لرې دي.

غړي

لوګر کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري

د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او شپږو ولسوالیو کې ۹۰ ښوونځي ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

غړي

ندیم: ا.ا د علم پرمختګ او دې ډګر کې له سیمی او نړۍ سره سیال کېدو ته ژمن دی

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر په کازان ښار کې د لوړو زده‌کړو وزیرانو د نړۍوال فورم له غړو هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره په علمي ډګر کې د ګډو همکاریو هوکړې او تړونونه لاسلیک او عملي کړي.

غړي

د پوهنې سرپرست وزیر: نړۍواله ټولنه دې د پوهنې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

د پوهنې سرپرست وزیر د روسیې په کازان ښار کې د پوهنې وزیرانو په دویم نړۍوال فورم کې د ښوونځيو ودانيو جوړولو، د درسي کتابونو چاپولو او د ښوونکو معاشنو برخو کې له نړۍوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه.

د هلمند دېشو ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځی نشته

د هلمند د دېشو ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، په دې ولسوالۍ کې هیڅ ښوونځي نه دی جوړ شوی او زیاتوي چې دوی له لسګونو کلونو راهیسې له زده‌کړو محروم پاتې دي.

پکتیا کې ۱۸۳ ښوونځي ودانۍ نه لري

د پکتیا پوهنې ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د مرکز ګردېز په ګډون د ۳۷۱ ښوونځیو له ډلې ۱۸۳ یې ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي یې په ازاده فضا کې زده‌کړې کوي.

غړي

اندونیزیا افغان ځوانانو ته تحصیلي فرصتونه برابروي

د اندونیزیا د هلال احمر او جوماتونو شورا رییس د رياست‌الوزراء له اداري مرستيال سره په لیدنه کې افغان ځوانانو ته د تحصیلي فرصتونو برابرولو ترڅنګ د افغانستان کانونو استخراج برخه کې د پانګونې غوښتنه کړې ده.

نور راپورونه