منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۵ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

پاکستان افغان زده‌کړیالانو ته ۴۵۰۰ تحصیلي بورسیې ورکوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۳۰۶ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۲۱ چنګاښ ۱۴۰۳): د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وایي، هېواد یې افغان زده‌کړیالانو ته د ۴۵۰۰ تحصیلي بورسیو د ورکړې اعلان کړی دی.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني دغه څرګندونې پر خپله اېکس‌پاڼه کړې دي.

هغه لیکلي چې د دغو ۴۵۰۰ بورسیو له لارې به افغان محصلین د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې د ټولنیزو او طبیعي علومو برخو کې زده‌کړې وکړي.

دراني په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي خو لیکلي یې دي چې افغان محصلانو ته د علامه اقبال د درېیم پړاو بورسیو په ورکولو خوښ دی.

د یادونې ده، د روان کال په غویي میاشت کې په کابل کې د جاپان سفارت هم خبر ورکړی و چې افغان محصلانو ته د ماسټرۍ او دوکتورا په کچه بورسیې ورکوي.