منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۳۰ غ.م
۳°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
برخه

ښوونه او روزنه

۳،۰۵۱ راپورونه

راپورونه

غړي

د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې له شلو موسسو سره د همکارۍ هوکړه‌ليکونه لاسلیک کړل

د تخنيکي او مسلکي زده‌کړو ادارې د ۱،۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له شلو بنسټونو سره هوکړې لاسلیک کړې، څو د هېواد په پنځو ولایتونو کې زرګونه ځوانانو ته لنډمهاله فني او مسلکي زده‌کړو زمینه برابره کړي.

د لوړو زده‌کړو د ۱۱ خصوصي موسسو د فعالیت جوازونو لغوه کېدل؛ اندېښنې، غوښتنې او وضاحت

د لوړو زده‌کړو د ځینو لغوه شوو موسسو مسوولین او ځینې زده‌کړیالان وایي، د موسسو د لغوه کېدو پر پرېکړه دې بیا کتنه وشي، خو د لوړو زده‌کړو وزارت د وضاحت ترڅنګ دغه پرېکړه پرځای بولي، وایي چې د یادو موسسو محصلین به له ازموینې وروسته د زده‌کړو نورو موسسو ته معرفي شي.  

غړي

امریکا او قطر په افغانستان کې د ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره ۵۰ میلیون ډالر مرسته کوي

د متحده ایالتونو نړۍوالې پراختیايي ادارې  (USAID)او د قطر د ټولو لپاره د زده‌کړو بنسټ (EAA) په افغانستان کې له ښوونیزو پروګرامونو د ملاتړ لپاره د ۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.

طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده کړو ځنډېدل؛ بېرته یوازې د ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده

باوري سرچینې وایي چې په طبي انسټیټیوټونو کې د نجونو زده‌کړې ځنډول شوې، خو بېرته یوازې د وروستیو ازموینو ورکولو اجازه ورکړل شوې ده؛ اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

غړي

د پوهنې وزارت مرستیال: په ښوونځيو او مدرسو کې دې د کمیت په نسبت پر کیفیت تمرکز وشي

د پوهنې وزارت د کیفیت د تضمین مرستیال د کابل له عربي دارالعلومه د لسګونو کسانو فراغت‌غونډه کې ویلي چې ښوونځيو او مدرسو کې دې په عصري او دیني زده‌کړو کې د کمیت په نسبت تر ډېره پر کیفیت تمرکز وشي.

غړي

کانکور ازموینې ته د یوه پر مختللي سیسټم جوړولو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وایي، د ملي ادارې سره یې کانکور د ازموینې سیسټم د جوړولو هوکړه‌لېک لاسلېک کړی او دغه سیسټم د نمرو ورکونې، پوهنځیو ته محصیلینو د ویش تفکیک او د نمراتو د ترتیب او تنظیم چارې سرته رسوي.

نور راپورونه