کابل (پژواک، ۲۷ ليندۍ ۱۴۰۳): د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ۱،۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له شلو بنسټونو سره هوکړې لاسلیک کړې، څو د هېواد په پنځو ولایتونو کې زرګونه ځوانانو ته لنډمهاله فني او مسلکي زدهکړو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې مالي او اداري مرستیال مفتي فضلالرحمن فاضل نن په کابل کې د یادو هوکړهلیکونو د لاسلیک په مناسبت جوړ شوو مراسمو کې وویل: «ډېر د افتخار ځای دی چې په داسې یوه برنامه کې قرار لرو چې د افغانستان د ګړېدلي او ځورېدلي ولس د بچیانو لپاره د یو تعلیمي فرصت او یو تعليمي کار زمینه برابروو.»
هغه زیاته کړه، یاده اداره ژمنه ده چې د هېواد د پرمختګ لپاره مسلکي او وړ کاري ځواک وروزي.
دی وايي: «له ۲۵ بنسټونو سره په کندهار، هلمند، ډايکنډي، بامیان او خوست ولایتونو کې د لويو پروژو کار پېلېږي چې مهمې موخې لري؛ د کورنۍ او ټولنې لپاره د خوړو خونديتوب، د ځوانانو لپاره د مهارتونو او کارپیدا کولو له لارې اقتصادي وده، د زیانمنو قشرونو لپاره د تغذیې ښهوالی او د ځوانانو لپاره د پایدارو کاري فرصتونو ایجاد، د دې پروژو ټولیز لګښت ۲،۵ میلیون امریکايي ډالر دی چې نن به له شلو ملي بنسټونو سره د څه باندې ۱.۸ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک شي.»
د تخنيکي او مسلکي زدهکړو ادارې د حرفوي برنامو د تنظیم مسوول روحالله هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې د تخنيکي او مسلکي زدهکړو اداره پنځه برنامې لرې چې یوه یې د لنډمهاله زدهکړو ترلاسه کولو ده.
د ده په وينا، د يادو هوکړهډلیکونو پر بنسټ - چې پیسې یواېنډيپي ورکوي – په یادو ولایتونو کې زرګونو ځوانانو ته د پنځو میاشتو په موده کې د خوړو، لبنياتو، سبو او مېوو د پروسس برخه کې روزنه ورکړل شي.
دی زیاتوي، یاده اداره دا مهال په ټول هېواد کې ۱۶۶ لنډمهاله فعال فني حرفوي مرکزونه لري او ۳۸۹۱ کسانو ته یې د اړینو زدهکړو زمینه برابره کړې ده.
د ده په وینا، روان کال کې له یادې برنامې په بېلابېلو برخو کې ۱۲۸۷۳ ځوانانو مسلکي او حرفوي زدهکړې ترلاسه او ټولنې ته وړاندې شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP