منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۶ غ.م
۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

«د سوري زړه پر ناروغۍ اخته شاوخوا ۱۳ زره ماشومان د درملنې په تمه دي» ‎

روغتیایي متخصصین په ماشومانو کې د سوري زړه ناروغي مورزادي ستونزه بولي ‎او له کورنیو غواړي چې که له زېږون وروسته په ماشوم کې د نفس‌تنګۍ، د نوکانو او شونډو شین‌والي، تبې او کمزورتیا نښې وویني، ژر تر ژره یې دې روغتون ته ولېږدوي.

ډاکټران: له کلسیم، ویټامین ‌ډي او پروټین ‌لرونکو خوړو څخه استفاده د هډوکو له ورستېدو مخنیوی کوي

د ارتوپیدي او تروماتوولوژي یو متخصص ډاکټر د هډوکو ورستېدل یوه خاموشه ناروغي بولي او وايي چې د کلسیم، ویټامین ‌ډي او پروټین ‌لرونکو خوړو کارول پر دې ناروغۍ د اخته کېدو مخنیوی کوي.

غړي

د کندهار میرویس روغتون مسوولین: د تلسمیا ناروغانو شمېر ډېر شوی، ټولو ته د وینې ورکولو امکانات نه لرو

کندهار کې د میرویس حوزوي روغتون مسوولین وايي، دغه روغتون ته د تلسمیا پر ناروغۍ اخته زرګونه ناروغان مراجعه کوي خو دغلته دوی دومره امکانات نه لري چې دغو ټولو ناروغانو ته وینه پیدا او ورکړي.

غړي

کابل کې د ښځو په ګډون نږدې ۳۰۰ ډاکټران د تخصص له دورې فارغ شول

کابل کې د ښځو په ګډون نږدې ۳۰۰ ډاکټرانو خپله د تخصص دوره بشپړه کړه او د فراغت په مناسبت یې جوړه شوې غونډه کې چارواکو وویل چې د هېواد پر روغتیايي سیستم د شته بې‌باورۍ د له منځه تلو لپاره دې دغه متخصصين خلکو ته په لوړ کیفیت روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

غړي

ډبلیو‌اېچ‌او: د اېم‌پاکس ناروغۍ د خپرېدو مخنیوی مو په لومړیتوب کې دی

په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان استازولي په ځینو هېوادونو کې د بیزو تڼاکې (اېم‌پاکس) ناروغۍ له خپرېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي، دغه سازمان د دې ناروغۍ مخنیوي ته د یوه لومړيتوب په توګه ځواب ورکوي.

نور راپورونه