د نیمروز د عامې روغتیا ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په مرکز زرنج ښار کې لس درملتونونه، معاینهخونې او لابراتوارونه د غیرقانوني فعالیت له امله تړل شوي او ټولو روغتیايي مرکزونو، درملتونونو او معاینهخونو ته سپارښتنه شوې چې روغتیايي اصول او معیارونه په جدي توګه مراعات او باکیفیته خدمتونه وړاندې کړي.