منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:43 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیا

سبا په ننګرهار او نورستان کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ وایي چې سبا به په ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین کمپاین پیل شي

· 1 دقیقه لوستل · 290 کتنې

کابل (پژواک، ۴ تله ۱۴۰۴): له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ وایي چې سبا به په ننګرهار او نورستان ولایتونو کې د پولیو (ګوزڼ) ضد واکسین کمپاین پیل شي.

له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ نن پر خپله فیسبوک‌پاڼه لیکلي چې د پولیو (ګوزڼ) جزوي زرقي واکسین کمپاین سبا د ننګرهار په ۱۷ او د نورستان په څلور ولسوالیو کې پیلېږي.

سرچینې نه دي ویلي چې دغه کمپاین د ننګرهار او نورستان په کومو ولسوالیو کې پلی کېږي.

یاد بنسټ ویلي چې په دغه کمپاین کې به په ټاکل شوو سیمو کې ماشومانو ته د پولیو دواړه ډوله واکسینونه (څاڅکي OPV او زرقي fIPV) ورکړل شي څو د هغوی د بدن د معافیت سیسټم پیاوړی او د ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي.