منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۶ غ.و
۱۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کډوال

۱،۷۸۹ راپورونه

راپورونه

مولوي عبدالکبیر: په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست وايي، په جبري توګه د ډېر شمېر کډوالو راستنېدنې د هېواد پر اقتصادي او ټولنیز حالت اغېز کړی او باید د کارموندنې په موخه د راستنو شوو له مهارتونو او زده‌کړو ګټه پورته شي.

له ایرانه د کډوالو جبري راایستنه؛ افغانان تش لاس او له نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنېږي

له ایرانه د افغان کډوالو د بې‌مخینې ایستلو په دوام زرګونه کورنۍ تش لاس هېواد ته راستنې شوې دي؛ هغوی له حکومته د سرپناه او کاري زمینې برابرولو غوښتنه کوي. بلخوا، د چارو پوهان د کډوالو جبري ایستل د بشري حقونو نقض بولي او له ملګرو ملتونو غواړي چې د دغه بهیر مخنیوي برخه کې اقدام وکړي.

ملګري ملتونه: راستنېدونکو افغان کډوالو ته مو لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسوول د ریاست‌الوزرا له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې د دغه سازمان له خوا راستنېدونکو افغان کډوالو ته لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې شوې او هڅې کوي څو نورې مرستې هم راجلب کړي.

د هرات د مولانا جامي پارک کې مېشت کډوال خپلو ولایتونو ته د تلو برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر پیلېدو وروسته، د هرات سلګونه اوسېدونکي «د همدردۍ او همکارۍ کاروان» په نوم د کمپاین په پیلولو سره د هرات اسلام‌کلا بندر ته ولاړل څو په یوه بې‌ساري اقدام کې راستانه شوي کډوال په داوطلبانه او وړیا ډول تر هرات ښاره ولېږدوي.

رییس‌الوزرا: له ایرانه د افغان کډوالو د راایستلو پر مهال دې د هغوی د حقونو له نقض او سپکاوي ډډه وشي

رییس‌الوزرا ویلی، له ایرانه د افغان کډوالو د راایستلو پرمهال دې د هغوی د حقونو له نقض او سپکاوي ډډه وشي او اجازه دې ورکړل شي څو خپل منقول توکي له ځان سره هېواد ته ولېږدوي او خپلې غیرمنقولې شمتنۍ او حسابونه په مناسبه توګه راغونډ کړي.

غزني ته راستنې شوې یو شمېر کورنۍ: زموږ ماشومانو ته دې د زده‌کړو زمینه برابره شي

غزني ته له پاکستانه راستنې شوې یو شمېر کورنۍ له حکومت او اړوندو موسسو غوښتنه کوي چې د دوی ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ مسوولین وايي، هڅه کوي په دې برخه کې هغوی ته ټولې اسانتیاوې رامنځته شي.

له ایرانه د جبري ایستنې نوې څپه؛ کډوال د کړاو، بې‌نظمیو او ناوړه چلند کیسې کوي

له ایرانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ له پراخېدو سره زرګونه کډوال د بې‌وزلۍ له کړاوه ستړي سرګردانه هېواد ته راستنېږي؛ هغه راستنېدنه چې ترخې، دردناکې او ډېرې ناویل شوې کیسې له ځان سره لري.

د ترانسپورټ وزارت سرپرست: له ایرانه راستنو شوو کډوالو ته د رسېدنې پروسه منظمه روانه ده

د هېواد د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست چې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات اسلام‌کلا بندر ته تللی وايي، راستانه شوي کډوال به پرته له هيڅ ځنډه خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره له نړۍوالې ټولنې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر له پراخېدو سره سم اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د تمویل کچه لوړه کړي.

ای‌او‌اېم: له ایرانه د افغان کډوالو بې‌ساري راستنېدل د نړۍ قوي او بېړني غبرګون ته اړتیا لري

د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د روان کال په جون میاشت کې څه باندې ۲۵۶ زره افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي او د بودجې کمښت د مرستو رسولو برخه کې د دغه سازمان او شریکانو خدمات له ستونزو سره مخ کړي دي.

یواېن‌اېچ‌سي‌ار: افغانستان ته له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدنه په بې‌سارې ډول ډېره شوې

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ افغانستان ته له ایرانه د افغان کډوالو له بې‌سارې راستنېدو خبرداری ورکړی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي څو هغوی ته د رسېدنې لپاره مرسته وکړي.

د یوناما مرستیال: تېرو اوو میاشتو کې له پاکستان او ایرانه څه باندې یو میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي

د ملګرو ملتونو استازو د کډوالو او راستنېدونو چارو وزارت له سرپرست سره له ایرانه د افغانانو د جبري ایستلو په اړه ناسته کې ویلي چې د روان مېلادي کال تېرو شاوخوا اوو میاشتو کې له ایران او پاکستانه څه باندې میلیون افغانان هېواد ته راستانه شوي دي.

نور راپورونه