منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۰ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کډوال

۱،۷۸۹ راپورونه

راپورونه

یواېن‌اېچ‌سي‌ار: افغانستان ته له ستنېدونکو کډوالو سره دې بېړنۍ مرستې وشي

د ایران او اسرائیل ترمنځ له جګړې وروسته افغانستان ته له ایرانه د کډوالو راستنېدل ډېر شوي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ دغو راستنېدونکو ته د بېړنیو مرستو غوښتنه  کړې او ویلي یې دي چې هغوی ته دې د ملاتړ اوږدمهاله پروګرامونه جوړ شي.

د بښنې نړۍوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د کارتونو د اعتبار موده ژر تمدید کړي

د بښنې نړۍوال سازمان وايي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د (پي‌اوار) کارتونو د اعتیار نېټې پای ته رسېدو ته یوازې لس ورځې پاتې دي او د تمدید ځنډول یې کولای شي د په پاکستان کې د زرګونه افغان کورنیو لپاره ناوړه پایلې ولري.

تهران کې د افغانستان سفارت: افغانان دې په ایران کې حساسو نظامي مرکزونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي

په تهران کې د افغانستان سفارت په ایران کې مېشتو هېوادوالو ته خبرداری ورکړی چې په دغه هېواد کې حساسو نظامي مرکزونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي؛ ځکه دغه سیمې تر جدي څار لاندې دي او هر ډول مشکوک چلند ښايي د هغوی د نیول کېدو لامل شي.

له ایرانه راستانه شوي هېوادوال: ایراني پولیس له افغانانو سره ناسم چلند کوي او اضافي پیسې ترې اخلي

له ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو لړۍ په چټکېدو سره، یو شمېر راستانه شوي هېوادوال وايي چې په دغه هېواد کې له افغانانو سره ناسم چلند کېږي او ایراني پولیس ترې د را ایستلو پر مهال اضافي پیسې اخلي.

مولوي عبدالکبیر: کوربه هېوادونه دې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغمه کار واخلي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د لوی اختر په مناسبت خپله وینا کې د بشري مرستو پر نه سیاسي کېدو ټينګار کړی او له مرستندویو ادارو یې غوښتي چې راستنېدونکو ته د سرپناوو په جوړولو کې مرسته او همکاري وکړي.

ایران څه باندې څلور میلیونه ناقانونه افغان کډوالو ته له دغه هېواده د وتلو لپاره ضرب‌الاجل ټاکلی

د ایران د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز رییس ویلي، د سرشمېرنې پاڼو له لغوه کېدو سره څه باندې څلور میلیونه افغان کډوال په ایران کې غیرقانوني بلل شوي او هغوی ته د چنګاښ تر ۱۵مې وخت ورکړل شوی چې دغه هېواد پرېږدي.

ډبلیواېچ‌او: اپرېل میاشت کې څه باندې ۲۵۰ زره افغانان له پاکستان او ایرانه هېواد ته ستانه شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیواېچ‌او) وايي چې د روان زېږدیز کال د اپرېل له لومړۍ تر ۳۰مې نېټې له پاکستان او ایرانه څه باندې ۲۵۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي چې ۱۰۷ زره یې په جبري توګه ایستل شوي دي.

نور راپورونه