منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۵۹ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

څه باندې ۵۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد شول

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۵۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۴ چنګاښ ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له زندانونو ۵۶ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي چې دغه شمېر افغان زندانیان پرون (د چنګاښ ۳مه) هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د کندهار سپین‌بولدک کې د کډوالو د لېږ امریت په حواله لیکلي: «یاد کسان د اوسېدو د قانوني اسنادو درلودو سربېره د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او له یوې تر اوو ورځو یې بند تېر کړی دی.»

د سرچینې په خبره، خوشي کسان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپل سیمو ته لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پنځه ورځې مخکې هم څه باندې ۵۰۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو ازاد شوي وو.