ژبه

د کډوالو وزارت له درېیو مؤسسو سره د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړل

توسط نصیر احمد صدیقی

جون 6, 2025 - 11:27 am

Views: 184

کابل (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې د څه باندې یو میلیون او ۷۵ زره امریکایي ډالرو په ارزښت یې له درېیو مؤسسو سره د همکارۍ څلور هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي.

د کډوالو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا هوکړه‌لیکونه له «اسیا کې د نړۍ د ټولنیزو خدماتو»، «د ښځو لپاره د ښځو» او «له پوهنې څخه د افغانانو د ملاتړ» مؤسسو سره لاسلیک شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو تفاهم‌لیکونو ارزښت یو میلیون او پنځه اویا زره او ۹۶۴ امریکایي ډالر دی چې په بادغېس، هرات، فراه، بلخ او ننګرهار ولایتونو کې به د کاري فرصتونو برابرولو، نغدو پیسو، خوراکي توکو او درسي توکو د وېش په برخو کې ولګول شي.

د کډوالو وزارت زیاتوي، له دغو پروګرامونو څخه به ۱۸ زره او ۳۶۰ تنه بې‌ځایه شوي، راستنېدونکي او کوربه ټولنې او همداراز ۳۶۶۵ کورنۍ په مستقیمه توګه ګټه واخلي.