منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۶ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۸ راپورونه

راپورونه

غړي

فراه کې د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پيل شوې او یو چک‌‌‌ډیم ګټې اخیستنې وسپارل شو

د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت وايي، په فراه کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو دوو شبکو جوړولو چارې پيل شوې او د څه باندې ۴،۵ میلیون افغانیو په لګښت یو چک‌ډیم جوړ شو.

د کندهار د پنجوایي یو شمېر اوسېدونکي: حکومت دې ښوونځي او روغتیايي مرکزونه راته جوړ کړي

د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ د لرو پرتو سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې سیمو کې د ښوونځيو او روغتیایي مرکزونو له کموالي او د لارو له خرابوالي شکایت کوي او له حکومته غواړي چې پاملرنه ورته وکړي.

د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د بامیان د «قرغنه‌تو» سیمې اوسېدونکو د څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ

د بامیان ولایت د مرکز اړوند د «قرغنه‌تو» سیمې د اوسېدونکو د څښاک پاکو اوبو ستونزې په اړه د پژواک خبري اژانس راپور له خپرېدو وروسته، ځایي سرچینې وايي چې د اوبو رسولو یوې شبکې په جوړېدو سره د دې سیمې د اوسېدونکو د څښاک اوبو ستونزه حل شوه.

غړي

جوزجان کې د ۳۰۰ میګاواټه ګازي برېښنا د تولید او د سروبي دویم بند جوړولو په موخه هڅې پیل شوې

اقتصادي کمېسیون د اوبو او برېښنا وزارت ته دنده سپارلې څو د کابل اړوند د سروبي دویم بند جوړولو او په جوزجان کې د ۳۰۰ ميګاواټه ګازي برېښنا د تولید په اړه له اړوندو شرکتونو سره تخنیکي بحثونه وکړي.

غړي

جلال‌اباد ښار کې د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه تایید شوه

د ریاست‌الوزراء اقتصادي معاونیت وايي، د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د جلال‌اباد ښار بزازۍ چوک کې د ښاروالۍ پر ځمکه د سوداګریز مارکېټ او زیرزمیني لارې جوړولو طرحه تایید شوه.

غړي

غزني کې د ۴۲ پراختیایي پروژو او کندهار کې د اوبو رسولو یوې شبکې چارې بشپړې شوې

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وایي، په غزني کې د څه باندې ۴۴ میلیون افغانیو په لګښت د ۴۲ پراختیايي پروژو او په کندهار کې د څه باندې ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د اوبو رسولو یوې سولري شبکې جوړولو چارې بشپړې شوې.

نور راپورونه