افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پیلېږي
نړۍوال بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.
نړۍوال بانک اعلان کړی چې د دغه بانک د نوې تصویب شوې کړنلارې له مخې په افغانستان کې د کاسا زر پروژې چارې بېرته پيلوي.
د خوست ښاروال وايي، په دغه ولايت کې د ملګرو ملتونو د يونپس ادارې په مالي ملاتړ د ۳.۳ ميليون ډالرو په ارزښت د بيارغونې د پيل شويو پروژو له ډلې له نيمايي ډېرې يې بشپړې شوې دي.
هلمند کې د لښکرګاه ښاروالۍ له لوري د څه باندې ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د دوو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
په فراه او ننګرهار ولایتونو کې د نږدې یوولس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوه شبکه او د اوبو یو کانال جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د بلخ د مرکز مزارشریف ښار د ابوبکر صدیق څلورلاره کې د ۱۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه جومات جوړولو چارې پيل شوې.
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شیخ ندا محمد ندیم د میدان وردګو ولایت پوهنتون کې د ۷ پروژو کار پیل او ۳ یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.
د بامیان ځايي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د اروپايي ټولنې له لوري د نږدې ۱.۵ میلیون یورو په ارزښت د سیمهییزو تولیداتو درې مرکزونه پرانیستل شول.
د غزني سیمه ییز مسولین وایې، چې د دغه ولایت مرکز کې او اندړو ولسوالۍ کې د نږدې اوه میلیونه افغانیو په لګښت درې چکډیمونه جوړل شول.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې د ۳۴ خپلمنځي شخړو له امله ۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۶۳ نور ټپيان شوي.
د پروان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین د دغه ولایت په کوهصافي ولسوالۍ کې د اوبو لګولو کانال د یوه سربند او په جبلالسراج ولسوالۍ کې د کليوالي سړکونو او استنادي دېوالونو جوړېدو چارو له پیله خبر ورکوي.
د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق په مالي مرسته یې په دغه ولایت کې له ۱۸۰۰ یتیمانو سره د ژمنیو جامو مرسته کړې ده.
فراه په پشترود ولسوالۍ د خلکو په مرسته د ۲۰ کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتیا اوسېدونکو د پرله پسې غوښتنو وروسته د دغه ولایت د تاریخي بالاحصار د بیارغونې په موخه د پاتې شل سلنه تخنیکي سروې هم پيل شوه.
د دایکنډي سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر لذیر سیند د ۱۸۵ زره امریکایي ډالرو په لګښت د موټرو د تګ را تګ یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د نیمروز د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د ۲۰ کیلومتر سړک د جغلاچونې چارو له پیلېدو خبر ورکوي او وايي، په دې پروژه کې به څه باندې ۱۶۰۰ کسانو ته د لنډمهاله کار زمینه برابره شي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، د لښکرګاه ښار «دوراهۍ» سیمه کې یې پر دوه زره جریبه ځمکه د صنعتي ښارګوټي جوړولو چارې پیل کړې دي.
کونړ کې مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ داخلي بېځایه شوو او تازه راستنو شوو کورنیو ته کورونه جوړ شوي دي.
د خوست تڼیو ولسوالۍ ته د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د لېږد چارې پیل شوې
د افغانستان د ټولو ګمرکونو د لا ښه کنټرول او څارنې په موخه د یوې ځانګړې او په پرمختللو وسایلو سمبال کنټرول خونې جوړولو چارې د ۱۷،۵ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.
د جوزجان سیمهییزې سرچینې د دغه ولایت په مریادن ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي کلینیک له جوړېدو خبر ورکوي؛ بلخوا، د دې ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي وايي چې مخکې یې د معیاري روغتیايي مرکز نشتون له امله خپل ناروغان د دغه ولایت مرکز ته لېږدول.
د نیمروز سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په دلارام ولسوالۍ کې د «شاه بازار» سړک پخولو چارې پیل شوې. د دلارام ولسوال الحاج ملا ګلنبي نظيف پژواک خبري اژانس ته وويل، د دلارام ولسوالۍ…
د ګردېز ښاروال وايي چې د ګردیز ښار یوازې ۳۰ سلنه ماسټر پلان تطبیق شوی خو زیاتوي چې په راتلونکي کال کې به د یو شمېر پروژو په پلي کولو سره د ښار بڼه تر ډېره بدله شي.
د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د نړۍوال بانک په ۹ اعشاريه ۳ ميليون افغانيو لګښت د يوه سړک او پارک جوړېدو چارې پيل شوې.
د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند «څپرې» سیمه کې سلګونه کورنیو ته د لومړي ځل لپاره روغتیایي مرکز جوړ شو.