منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۵ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۸ راپورونه

راپورونه

غړي

ننګرهار کې له پاکستانه د جبري راستنېدونکو کډوالو لپاره د موقتي کمپ جوړېدو چارې پيل شوې

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، د ریيس‌الوزرا د لارښوونې پر بنسټ د ننګرهار ولایت په لعل‌پوري ولسوالۍ کې د تورخم له لارې جبري راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره د موقتي کمپ جوړېدو چارې پیل شوې.

غړي

د افغانستان صرافانو شورا: د هرات زلزله‌ځپلو لپاره ۵۰ کورونه جوړوو

د هرات له زلزله‌ځپلو سره د مرستو په لړ کې د افغانستان د صرافانو شورا د ۵۰ کورونو جوړولو او د ملګرو ملتونو د پرمختیایي پروګرام زلزله‌ځپلو ته د خوړو چمتو کولو په موخه د څو سیمه‌ییزو پخلنځیو جوړولو خبر ورکړی دی.

غړي

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست: د سمنګان د کیلی بند جوړولو چارې به ډېر ژر پیل شي

د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست سمنګان ته په خپل سفر کې د دغه ولایت د زاړه ښار د یادګار بند بنسټ ډبره کېښوده او ټینګار یې وکړ چې د خرم و سارباغ ولسوالۍ د کیلی بند جوړولو چارې به هم ډېر ژر پیل شي.

غړي

«د جام منار بیارغولو چارې به ژر پیل شي»

د غور ځایي مسوولینو دغه ولایت ته د ملګرو ملتونو د علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړی، وایي چې ډېر ژر به د جام منار د بیارغولو چارې پیل شي.

غړي

فراه کې د تېرو جګړو له امله وران شوي سلګونه کورونه د ای‌او‌اېم په مرسته بېرته رغول کېږي

فراه کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په بالابلوک او فراه‌رود ولسوالیو کې د یو میلیون او ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د څه باندې دوه‌نیم زره هغو کورونو بیارغولو چارې پيل شوې چې په تېرو جګړو کې تخریب یا ویجاړ شوي دي.

غړي

کندهار ښار کې د ۲۰.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د فرعي کوڅو پخولو چارې پیل شوې

د کندهار ښاروالي وایي، د دغه ښار په بېلابېلو ناحیو کې یې د ۲۰.۴  میلیونه افغانیو په ارزښت د فرعي کوڅو کانکرېټ اچولو چارې پیل کړې او په دغه پروژه کې به شاوخوا شپږ زرو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

غړي

د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر: سرپل کې د سلطان ابراهیم درې بند جوړولو چارې به ژر پیل شي

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور سرپل ته په خپل سفر کې ویلي، له تخنیکي سروې وروسته به په دغه ولایت کې د ۲۰۰ میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د سلطان ابراهیم درې بند د جوړولو عملي چارې پیل شي.

نور راپورونه