منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۴ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

غړي

اروزګان کې یوه کس ځان‌وژنه کړې

د اروزګان امنیتي سرچينې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې یوه ځوان چې پر نشه‌یي توکو روږدی و، ځان‌وژنه کړې ده.

غړي

بلخ او سرپل کې د کاسټیک د قاچاق او شراب جوړولو په تور څلور کسان نیول شوي

ځایي سرچینې وايي چې د بلخ په مرکز مزارشریف ښار کې سلګونه لېتر الکولي مشروبات کشف او ضبط شوي او بلخوا سرپل کې د ۷۵۰ کیلوګرامه کاسټیک د قاچاق مخنیوی شوی او د دواړو پېښو په تړاو څلور کسان نیول شوي دي.

غړي

فاریاب کې یو صراف وژل شوی

فاریاب کې ځایي سرچینې وايي چې د دغه ولایت المار ولسوالۍ په چغاتک سیمه کې یو صراف وژل شوی دی.

غړي

بغلان کې د شراب جوړولو په تور درې کسان نیول شوي

د بغلان امنیه قومانداني وايي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې  مدیریت پولیسو د دغه ولایت په دوشي ولسوالۍ کې د شرابو جوړولو یوه کارخونه کشف کړې او ورسره په تړاو یې درې کسان نیولي دي.

نور راپورونه