سعودي عربستان او پاکستان پر ایران د امریکا بریدونه غندلي؛ پاکستان ټینګار کړی چې ایران د ملګرو ملتونو د منشور له مخې له خپلو مشروع حقونو د دفاع حق لري او عربستان له نړۍوالې ټولنې غوښتي څو د ناورین پای ته رسېدو لپاره یوه سیاسي حللاره ومومي.
د ایران د اټومي انرژۍ سازمان پر دغه هېواد د امریکا له هوايي بریدونو وروسته ویلي، د ایران پر اټومي سایټونو د نړۍوالو قوانینو خلاف بریدونه شوي او دوی اجازه نه ورکوي چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ صنعت د پراختیا بهیر ودرېږي.