ژبه

هند له اوو کلونو وروسته په لومړي ځل له ایرانه تېل وپېرل

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۵): د هند د نفتو وزارت اعلان کړی چې د دغه هېواد چاڼ‌خونو، په منځني ختیځ کې د انرژۍ د عرضې له ګډوډۍ وروسته، له اوو کلونو وروسته په لومړي ځل د ایران تېل پېرلي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، هند د ۲۰۱۹ کال له مې میاشتې راهیسې د امریکا د فشارونو له امله د ایران د تېلو هیڅ بار نه و ترلاسه کړی؛ خو له ایران سره د امریکا او اسرائیلو روانې جګړې د هرمز تنګي له لارې د تېلو لېږد له ستونزو سره مخ کړی او د دغه هېواد د انرژۍ پر تأمین یې اغېز کړی دی.

د هند د نفتو وزارت ویلي چې د دغه هېواد چاڼ‌خونې توانېدلي د خامو تېلو اړتیاوې پوره کړي چې د ایران تېل هم پکې شامل دي، او د ایران د تېلو د وارداتو د پیسو ورکولو برخه کې کومه ستونزه نشته.

همدارنګه راپور ورکړل شوی چې متحده ایالتونو تېره میاشت د لنډ مهال لپاره د ایران پر تېلو او نفتي محصولاتو لګېدلي بندیزونه لري کړي څو په نړۍوال بازار کې د عرضې کمښت جبران شي.

د هندي چارواکو په خبره، دغه هېواد د راتلونکو میاشتو لپاره هم د خامو تېلو بشپړه اړتیا برابره کړې ده.

هند له څه باندې ۴۰ هېوادونو تېل واردوي او شرکتونه ازاد دي چې د سوداګریزو شرایطو له مخې له بېلابېلو سرچینو تېل وپېري.

همدارنګه، هند د ایران شاوخوا ۴۴ زره ټنه مایع ګاز (LPG) هم پېرلی چې تر بندیزونو لاندې یوې بېړۍ له لارې د دغه هېواد د لوېدیځ په مانګالور بندر ته رسېدلی او اوس مهال د تخلیې په حال کې دی.

ورته موضوع