غزه کې پر یوه ښوونځي د اسرائیل هوايي برید؛ ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د غزې په ټرانګه کې پر یوه ښوونځي - چې د بېځایه شوو د اوسېدو ځای و- د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د غزې په ټرانګه کې پر یوه ښوونځي - چې د بېځایه شوو د اوسېدو ځای و- د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې کاملا هریس ویلي چې د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره یې د خپلې نوماندۍ فورم لاسلیک کړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې ويلي، د اسرائیلو لومړي وزیر ته يې په غزه کې د مرګژوبلې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې غزه کې د اوربند، د یرغملو د خوشي کولو او د جګړې د پای ته رسولو وخت دی.
اتیوپیايي چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سوېل کې د سخت ورښت په پایله کې د ځمکې ښویېدو له امله لږ تر لږه ۲۲۹ کسان مړه شوي دي.
د کرواسي امنیتي چارواکي وايي، په دغه هېواد کې یوه وسلهوال کس د بوډاګانو یوه پالنځای کې د خپلې مور په ګډون شپږ کسان وژلي دي.
د راپورونو له مخې، د غزې پر تړانګه د اسرائیل په وروستي هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې له نوماندانۍ تېر شو او ویې ویل چې له خپلې اوسنۍ مرستیالې کاملا هریس څخه د خپل ګوند د نوماندې په توګه ملاتړ کوي.
د بښنې نړۍوال سازمان وایي، په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستاني پوځیانو ډزې د نړۍوالو بشري حقونو خلاف عمل دی او پاکستان دې پر لاریونوالو د برید پلټنه وکړي.
د پاکستان پولیسو له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې (سيټيډي) ویلي چې په پنجاب کې یې د القاعده ډلې یو غړی امینالحق نیولی دی.
راپورونه وایي چې امنیتي ځواکونو د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پاکستان پوځي عملیاتو پر ضد د ننني لاریون پر ګډونوال ډزې کړې او یو شمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائيل هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د خیبر پښتونخوا په بنو کې نن لسګونه زرو خلکو د پاکستان د پوځ د پیل شوو "عزم استحکام" عملیاتو پر ضد لاریون کړی دی.
د راپورونو له مخې، د چین په سوېللوېدیځ کې په یوه هټۍ کې د اورلګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي.
سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن پر کرونا ناروغۍ اخته شوی دی.
سرچینې وایي چې د خیبر پښتونخوا په دیره اسماعیل خان سیمه کې د وسلهوالو په یوه برید کې د دوو پوځیانو په ګډون لس کسان وژل شوي دي.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ د اسرائيل هوايي بريدونو کې ۵۷ فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
کینیا کې یوه کس اعتراف کړی چې په تېرو دوو کلونو کې یې د خپلې مېرمنې په ګډون ۴۲ ښځې وژلې دي.
رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې وسلهوالو پر یوه پوځي مرکز برید کړی چې په کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰ تنه ټپیان دي.
د راپورونو له مخې، د سومالیا ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې د یوه موټربم چاودنې له امله پنځه کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر وايي چې دوی خپل اختلافونه د رایو په صندوقونو کې حل کوي.
د خیبرپښتونخوا په نوښار سیمه کې ناپېژانده وسلهوالو د «اج» ورځپاڼې یو خبریال وژلی دی.
د راپورونو له مخې، المان کې د یوه کس له خوا د ډزو له امله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د اروپا اتلولۍ (یورو ۲۰۲۴) لیګ سیالیو په پایلوبه د اسپانیا فوټبال ملي لوبډله له انګلستان سره لوبه کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ د ټاکنیز کمپاین په یوه غونډه کې په وسلهوال برید کې برسېرن ټپي شوی او مشکوک بریدګر هم وژل شوی دی.