ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د حفظ‌ الصحې وضعیت څنګه ښه کېدای شي؟
د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د حفظ‌ الصحې وضعیت څنګه ښه کېدای شي؟

لیکوال: نصیراحمد نظري، د حفظ الصحه چارو کارپوه

څېړنو ثابته کړې چې یوازې د څښاک اوبه د انسانانو روغتیا نشي تضمینولی، بلکې حفظ‌‌الصحه او نظافت هم باید د څښاک له اوبو سره یو ځای شي. همدا وجه ده چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو، په ځانګړې توګه مخ پر وده هغو کې د څښاک اوبو، حفظ‌‌ الصحې او نظافت خدمتونه چې معمولاً د «واش» اصطلاح ورته کارول کېږی، یوځای د یوه «پکېج« په ډول تطبیقېږي. د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د واش خدمتونه، د افغانستان د واش له پالیسۍ سره سم، د سکټوري وزارتونو لکه، د کلیو بیارغونې او پراختیا، عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو او ګڼو نړۍوالو او کورنیو موسساتو له خوا د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې (یونیسف) او ځینو نورو ډونرانو په همکارۍ ترسره کېږي. د افغانستان د واش د ملي پالیسۍ (۲۰۱۶-۲۰۲۰) له مخې – چې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت یې د تطبیق مسوولیت لري او د ملګرو ملتونو د تلپاتې پرمختیا د شپږم هدف (SDG 6) ترلاسه کولو ته د افغانستان د حکومت ژمنتیا څرګندوي – حکومت باید تر ۲۰۳۰ پورې د هېواد ټولو وګړو ته د څښاک اوبو او حفظ‌الصحې «په خوندي توګه مدیریت شوي خدمات» چمتو کړي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د عاید، لګښت او کاري ځواک د ۲۰۲۰ کال سروې د معلوماتو پربنسټ، په کلیوالي سیمو کې د حفظ‌‌الصحې اصلاح شویو خدمتونو ته د خلکو د لاسرسي فیصدي ۶۵ او په ازاده فضاء کې د صحراګشت کولو د ناوړه دود فیصدي ۱۱ ده. د دې لپاره چې تر ۲۰۳۰ کال پورې، افغانستان د تلپاتې پراختیا د شپږم هدف (SDG 6) دویمه مشخصه موخه (SDG 6.2)، – چې عبارت ده له: «تر۲۰۳۰ کال پورې په مناسب او عادلانه ډول حفظ الصحې او نظافت ته د ټولو وګړو لاسرسی او په پرانیستې فضا‌ء کې د حاجت رفع کولو ستونزې ته د پای ټکی اېښودل …»- ترلاسه کړی شي او د هېواد ټول کلي په خلاصه فضا کې له رفع‌حاجت او چټلیو پاک شي؛ د واش پالیسي د ټولنې په مشرۍ د هراړخیزې حفظ‌ الصحې طریقه د یوې اغېزناکې لارې په توګه وړاندیزوي.

د ټولنې په مشرۍ د کاملې حفظ‌ الصحې یا CLTS طریقه

 CLTS په خلاصه فضا کې د رفع‌حاجت د ختمولو په موخه د ټولنې د بسیج کولو لپاره یوه نوې طریقه ده. د ټولنې خلک هڅول کېږي چې په خپلو شاوخوا سیمو کې د رفع‌حاجت وضعیت وګوري، زیانونه یې و ارزوي او په خلاصه فضا کې د رفع‌حاجت او چټلیو د ختمولو لپاره اقدام وکړي. په خپلو کورونو کې کنارابونه جوړ کړي، یا پخواني دودیز مبرزونه اصلاح کړي ـ مانا دا چې مبرزونه داسې آباد کړي چې د انسانانو او د غایطه موادو ترمنځ د تماس کلک مخنیوی وشي؛ د خپل ځان، کور او چاپېریال نظافت ته کلکه پاملرنه وکړي.

CLTS له ۲۰۱۰ کال راهیسې د افغانستان په کلیوالي سیمو کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا او عامې روغتیا وزارتونو او نورو نړۍوالو او کورنیو موسسو له خوا تطبیقېږي. د دغه پروګرام د فعالیتونو د ښې همغږۍ، د تطبیق‌کوونکو شریکانو ترمنځ د تجاربو د تبادلې، ښې تصمیم‌نیونې او پلانګذارۍ په موخه په ۲۰۱۶ کال کې د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت په مشرۍ د افغانستان د CLTS د خوځښت په نامه د همغږۍ یو پلاټفورم تاسیس شو چې هدف یې د ټولو هغو موسسو د فعالیتونو او پروګرامونو همغږي کول دي چې په کلیوالي سیمو کې د حفظ‌الصحې فعالیتونه تطبیقوي.

د حکومت په مشرۍ د CLTS خوځښت تر دې دمه، د افغانستان له ۴۰۱ ولسوالیو څخه ۶۴ ولسوالۍ ـ له ۴۶،۰۰۰ ټولنو څخه ۱۱،۰۰۰ ټولنې ـ په ازاده فضاء کې له رفع حاجت څخه پاکې اعلان کړې دي.

د دې لپاره چې د افغانستان د واش سکټور وکړی شي تر ۲۰۲۵ پورې د هېواد ټول کلي په خلاصه فضاء کې د رفع حاجت کولو له ناوړه دود څخه پاک کړي او تر ۲۰۳۰ پورې د حفظ‌ الصحې په برخه کې د ملګرو ملتونو د تلپاتې پراختیا د شپږم هدف موخې ترلاسه کړي؛ اړینه ده چې د سیمې د نورو هېوادونو لکه نيپال او هند په شان لوی پروګرامونه پلان او تطبیق کړي، څو د حفظ‌ الصحې اوسنۍ هڅې پراخې او چټکې شي.

د حفظ‌ الصحې په برخه کې د نیپال تجربې:

نیپال په وچه محاط، غرنی هېواد دی چې په سویلي آسیا کې موقعیت لري. ۳۰.۳ میلیونه وګړي په کې اوسي. دغه هېواد د ۲۰۱۹ کال په سپټمبر کې د سویلي آسیا لومړنی هېواد و چې په پرانیستې فضاء کې د رفع حاجت کولو له ناوړه دود څخه پاک اعلان شو. کمال ادیکاري او په نیپال کې څو نورو د واش کارپوهانو د حفظ‌ الصحې نوي ټولنیز خوځښت تر عنوان لاندې څېړنه کې د نیپال تجربې څېړلې. راپور کې ویل شوي چې تر ۲۰۱۰ کال پورې حفظ ‌الصحې په نیپال کې چندان مهم لومړیتوب نه درلود، خو تر ۲۰۱۰ وروسته حفظ‌ الصحه او نظافت یو مهم لومړیتوب وګڼل شو؛ د حفظ‌الصحوي فعالیتونو لپاره مناسب بستر او پالیسي، هراړخیزه پلانګذاري او د خدمتونو د ارائه کولو لپاره غیرمتمرکز ترتیب برابر شو او حفظ‌الصحوي فعالیتونه په ټولنیز خوځښت واوښتل. د نیپال د تجربو څو مهمې هغه په لاندې توګه دې:

  • د حفظ‌ الصحې ماسټر پلان: د حفظ ‌الصحې او نظافت ماسټر پلان (۲۰۱۱) د حفظ‌الصحوي فعالیتونو پلانګذاري، بودجه‌سازي، تطبیق او نظارت سره منجسم او غیرمتمرکز کړل. دغه‌راز د سرچینو په منسجم ‌کېدو او د حفظ‌ الصحې او نظافت په برخه کې د معیاري خدمتونو په ارائه کولو او د حفظ‌ الصحې د ټولنیز خوځښت په پیاوړي کولو کې يې مرسته وکړه.
  • د ښوونځیو په مشرۍ هراړخیزه حفظ‌ الصحه: د ښوونځیو په مشرۍ بشپړه حفظ ‌الصحه لومړی ځل په ۲۰۰۶ کال کې په نیپال کې معرفي شوه. د دغې طریقې د تطبیق په لړ کې د ښوونځیو استادان، زده‌‌کوونکي، والدین او ځايي خلک د خپلې ټولنې او چاپېریال د حفظ ‌الصحې لپاره لاس په کار شول او خپلې سیمې یې په ازاده فضاء کې له رفع‌حاجت څخه پاکې کړې.
  • ګڼ سکتوري همکارۍ: په ملي کچه د حفظ‌ الصحې او نظافت د رهبري کوونکې کمېټې؛ د نظافت د فعالیتونو د همغږۍ کمېټې او په نیمه‌ملي کچه د نورو فرعي کمېټو جوړولو د سکټورونو ترمنځ همکاري زیاته کړه. همدارنګه یې د سرچینو په منسجم‌کېدو او د فعالیتونو په تطبیق کې د تکرار مخنیوي او د واش د فعالیتونو په اغېزناک تطبیق کې یې مرسته وکړه.
  • غیرمتمرکزه پلانګذاري: واش د همغږۍ کمېټو د نورو سهم‌لرونکو په همکارۍ د واش لپاره پلانګذاري کوله. خپلې سرچینې، فرصتونه او ننګونې او د هغوی لپاره حل لارې یې څېړلې. دغه کار ځايي ادارې د واش فعالیتونو ته وهڅولې؛ د سکټور د مالکیت حس ورسر پیدا شو او په ټولیز ډول یې په خلاصه فضاء کې رفع حاجت کول یو نوع جرم وګاڼه.
  • د ټولنې په کچه د خلکو همکاري، په سکټور کې د زده‌‌کړو او تجربو مستند کول، د واش په اړه د لویو غونډو، کنفرانسونو، روزنیزو ورکشاپونو دایرول، د واش په برخه کې د فېلوشیپونو رامنځته کول، د جایزو او قدردانیو ترتیبات او ځیني نور هغه عوامل دي چې له نیپال سره یې په پاک اعلانېدو کې مرسته کړې ده.

د حفظ‌ الصحې په برخه کې د هند تجربې:

په ۲۰۱۱ کال کې په هند کې، یوازې ۳۱ سلنه کلیوالي خلکو کناربونه درلودل؛ د ناسمې حفظ ‌الصحې له امله په هند کې د ټیټ قدۍ، خوارځواکۍ او د اوبو له وجې د پیداکېدونکو ناروغیو له امله د مړینې کچه پورته وه. په ۲۰۱۴ کې د هند لومړي وزیر نارېندرا مودي د سواچ بهارت میشن یا «د پاک هند ماموریت» په نامه پروګرام پیل کړ چې موخه یې د ۲۰۱۹ کال تر اکتوپر پورې (د مهاتما ګاندي ۱۵۰ تلین) د حفظ ‌الصحې په برخه کې د نړۍوالو هدفونو ترلاسه کول و، ـ یعنې ټول هند په خلاصه فضاء کې له رفع حاجت کولو څخه پاکول. په ۲۰۱۴ کال کې د دغه پروګرام په پیل کې، ۵۵۰ میلیونه کسانو په کلیوالي سیمو کې په پرانیستې فضاء کې رفع حاجت کاوه، خو د ۲۰۱۸ کال په سپټمبر کې په هند کې د حفظ ‌الصحې د پوښښ فیصدي ۹۳ ته پورته شوه او ۴۶۵،۰۰۰ کلي په پرانېستې فضاء کې له رفع حاجت څخه پاک اعلان شول. د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې هند د دغه هېواد د لومړي وزیر نارېندرا مودي له خوا د پاک هېواد په توګه اعلان شو. نوموړي وویل: «په ۶۰ میاشتو کې، د څه باندې ۱۱۰ میلیونه کنارابونو په آبادېدو سره ۶۰۰ میلیونه کسانو مبرزونو ته لاسرسی پیدا کړ». د KPMG په نامه یوې هندۍ کمپنۍ د پاک هند ماموریت په اړه یو څېړنیز راپور چمتو کړی چې د حفظ ‌الصحې په برخه کې یې د هند بریالۍ تجربې په لاندې ډول توضیح کړي دي:

  • سیاسي ملاتړ: د حفظ ‌الصحې په برخه کې د هند د پرمختګ او له رفع‌حاجت څخه د پاک اعلانېدو تر ټولو مُهم عامل په واش پروګرام کې د دغه هېواد د لومړي وزیر نارېندرا مودي ور ګډېدل بلل شوي. مودي به په هره ناسته کې ویل چې د پاک هند ماموریت ښه تطبیق او د هند پاکول د هر چا مسوولیت دی. پر دې سربېره، د هند لوړپوړو چارواکو به خپله کلیوالي سیمو ته سفر کاوه او د واش د فعالیتونو له تطبیق څخه به یې لیدنه کوله.
  • پراخېدونکی او هر اړخیز پروګرام: د حفظ الصحې پروګرام داسې ډیزاین شوی و چې د سرچینو په زیاتېدو سره د پراخېدو او چټکېدو ظرفیت یې درلود او هدف پکې دا و چې هرځای او فرد ته رسېدنه وشي او بدلون په چټکه توګه رامنځته شي.
  • له تطبیقوونکو سره د سیاسي او حکومتي مشرانو ناستې: حکومتي مشرانو د ایالاتونو او ولسوالیو له مشرانو سره د حفظ ‌الصحې او په خلاصه فضاء کې له رفع حاجت څخه د هند د پاکولو په اړه منظمې ناستې کولې، څو حفظ ‌الصحه د دوی د کارونو یوه مُهمه اجنډا پاتې شي.
  • په پورته ذکر شویو مُهمو فکټورونو سربېره، د پاک هند ماموریت کې کوښښ شوی و چې د ټولنې هر وګړی د پاکوالي په رامنځته کولو کې خپل رول ادا کړي؛ اړوند وزارت د ټولنې په کچه له ټولو بنسټونو سره له نږدې کار کاوه چې یا د پاک هند ماموریت په تطبیق کې خپل رول ادا کړي او یا حد اقل ورته مناسب شرایط برابر کړي. دغه‌راز کوښښ شوی و چې په یوه ځای کې د بریالي کېدو کیسې او تجربې نورو ځایونو ته انتقال کړي او خلک چټک کار ته وهڅوي. لومړی هغه سیمې تر هدف لاندې نېول کېدې چې پاکېدو ته به نږدې وې، بیا د هغو تجربې او کیسې نورو سیمو ته انتقالېدې. پر دې سربېره، د کلیو او ولسوالیو ترمنځ سالم رقابت رامنځته شو او د دې لپاره چې د بېلابېلو ټولنو او ولسوالیو خلک وهڅوي څو له دې ماموریت سره د خپلو سیمو په پاکېدو کې په ټولیزه توګه همکاري وکړي، د «پاک کلي انډیکس» په نامه سروې ترتیب او ترسره شوه چې د کلیو حفظ‌الصحه ډلبندي کوي. د پاک هند ماموریت په بریا او د هند په پاک اعلانېدو کې وروستی ډېر مهم فکټور د ارتباطاتو ستراتیژي وه. څرنګه چې د دغه پروګرام اصلي هدف د حفظ‌ الصحې او نظافت اړوند د خلکو په عاداتو او سلوک کې د بدلون راوستل و، د پروګرام د ارتباطاتو ستراتيژۍ د بېلابېلو پروګرامونو، فلمونو، د ټولنې د خلکو په مشرۍ د بحثونو او داسې نورو برنامو له طریقه د ټولنې د بېلابېلو ګروپونو خلکو ته رسیدګي وکړه او دوی ته یې د حفظ‌ الصحې او نظافت اړوند پوهاوی ورکړ.

ددې لپاره چې افغانستان وکولی شي تر ۲۰۲۵ کال پورې په ټول هېواد کې په پرانیستې فضاء کې د حاجت رفع کولو ستونزه ختمه کړي او تر ۲۰۳۰ کال پورې د حفظ‌ الصحې په برخه کې نړۍوالۍ موخې ترلاسه کړی شي، اړتیا ده چې د CLTS طریقې د تطبیق ترڅنګ ځیني نور نوښتونه پیل او د سیمې د بریالیو هېوادونو له تجربو سره سم ستراتیژيک پروګرامونه پلان او تطبیق کړي. د نيپال او هند تجربو ته په پام سره، د افغانستان واش سکتور ته لاندې سپارښتنې وړاندیز کېږي:

  • د څښاک اوبو ترڅنګ، د حفظ‌ الصحې او نظافت لپاره د سیاسي ملاتړ ترلاسه کول: د کنفرانسونو، ورکشاپونو او داسې نورو غونډو په ترتیبولو سره د حفظ ‌الصحې د اهمیت په باب بحث او د همکاریو جلبول، په خلاصه فضاء کې د رفع حاجت د مخنیوي لپاره د حکومت د مشر د فرمان صادرېدل.
  • د حفظ ‌الصحې د سټراتيژۍ او ماسټر پلان ترتیبول: تر ۲۰۲۵ کال پورې د افغانستان د پاکېدو لپاره د یوې ستراتيژۍ او ماسټر پلان جوړول چې د ټولو اړوندو وزارتونو، همکارو بنسټونو، نادولتي مؤسسو او ولایتي ادارو مسوولیتونه پکې روښانه شوي وي.
  • د CLTS ترڅنګ د حفظ ‌الصحې د یوه پراخ او ملي کمپاین پلان او تطبیق: د یوه داسې ملي کمپاین پلان او تطبیق چې په هغو کې په مرکزي او ولایتي حکومتي ادارو سربېره، ښوونځي، جوماتونه، کلیوالي شوراګانې، مدني فعالان او د ټولنې هر مخور کس خپل رول او مسولیت ادا کړی شي.
  • د حفظ ‌الصحې د اهمیت او په پرانیستې فضاء کې د حاجت رفع کولو د زیانونو په اړه د ارتباطاتو د ستراتیژۍ ترتیب او تطبیق: د ټلویزیونو، راډیوګانو، خواله رسنیو، حفظ‌الصحې اړوند نورو مناسبتونو، ملا امامانو او داسې نورو له طریقه عامه پوهاوی.
  • د حفظ‌ الصحې په برخه کې څېړنې او نوښتونه: ډونران باید په دې برخه کې د څېړنو د ترسره کولو او په دې برخه کې د نوښتونو د رامنځته‌ کېدو لپاره ګرانټونه اعلان کړي. یوازې پر CLTS باندې زیات تمرکز ونشي، بلکې مسؤسسات وهڅول شي چې نوي پروګرامونه ډیزاین او تطبیق کړي.

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 348

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.