لیکنه: انجنیر جوادالله (جاهد)
افغانستان کې معمولاً د هوا د یخېدو، په خاص ډول ژمي موسم پر مهال چې د هوا سوړوالی په کې تر ټولو لوړې درجې ته پورته کېږي، خلک د کورونو د ګرم ساتلو لپاره له فوسیلي موادو (ډبرو سکرو، ګازو او …) څخه استفاده کوي، په دې سره هر کال په یخو ولایتونو کې د هوا د سړېدو پر مهال د هوا د ککړتیا درجه هم لوړېږي؛ په ځانګړې توګه لویو ښارونو کې هوا دومره ډېره ککړېږي چې ان زموږ انسانانو په ګډون د ژوندیو موجوداتو روغتیا ته په مستقیم ډول زیان رسوي او د هغوی د ناروغۍ او مړینې لامل کېږي.
زه د دې لیکنې د خلاصه کولو په موخه غواړم یوازې د ژمي پر مهال د کابل ښار د هوا د ککړتیا پر یوه مهم عامل (ډبرو سکرو)، د ډبرو سکرو پر مضریتونو او د ډبرو سکرو له امله د هوا د ککړتیا د مخنیوي او کنټرول پر مصارفو او نورو اړینو مورادو تمرکز وکړم.
د افغانستان پلازمېنه کابل شاوخوا ۴۵۸۴ کیلومتر مربع مساحت لري چې د افغانستان د احصایې ملي ادارې د معلوماتو له مخې کابل کې تر پنځه میلیون ډېر کسان (پنځه میلیون، ۲۰۴ زره او ۶۶۷) کسان ژوند کوي.
د کابل ښار اقلیم په ټوله کې وچ او د کال په څلورو فصلونو کې متفاوت وي، اوړی (زمري میاشت) یې تر ټولو ګرم او ژمی (سلواغه میاشت) یې تر ټولو یخ فصل دی.
د مني په رارسېدو سره د کابل ښار هوا پر یخېدو پیل کوي او ژمی بیا د سړې هوا یخوالی خپلې لوړې درجې (تر مفني ۲۵ درجې) رسېږي.
کله چې کابل ښار کې هوا سړه شي، د دغه ښار اکثریت اوسېدونکي د کورونو او نورو ځایونو د ګرمولو او له یخنۍ څخه د ځان ساتنې په موخه فوسیلي مواد (چې ډېره برخه یې د ډبرو سکاره دي) سوځوي، د ډبرو سکرو سوځول هوا ته (سفلردای اکساید) ازادوي، په هوا کې د دغه مرکب موجودیت د اسیدي باران سبب ګرځي او دغه باران د انسانانو او نورو ژوندیو موجوداتو پر روغتیا ډېر منفي تاثیر لري.
د ډاکترانو په خبره، د هوا ککړتیا د انسانانو وژونکی عامل دی، ککړه هوا د انسانانو پر زړه، اعصابو، پوستکي، وېښتانو او ان پښتورګو منفي تاثیر لري؛ ځکه چې د انسانو لخوا په تنفس کېدونکې هوا کې اوکسجن موجود دی او د سږو له لارې د انسانانو بدن ته داخلېږي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۰ میلادي کال په جریان کې افغانستان کې تر ۵۰۰۰ ډېرو کسانو د هوا د ککړتیا له وجې ژوند له لاسه ورکړی دی.
دغه راز د عامې روغتیا وزارت د مسؤولینو په وینا، یوازې کابل ښار کې هر کال تر ۲۰۰۰ ډېر کسان د تنفسي ناروغیو ــ چې عمده عامل یې د هوا ککړتیا ده ــ له امله مړه کېږي.
کله چې د هوا د ککړتیا برخه کې د ډبرو سکارو د منفي تاثیر ډېره یادونه کېږي لامل یې دادی چې د ډبرو سکاره تر نورو موادو په مراتبو ډېر چاپېریال ته مضر دي، زه یې دلته څو زیاتونه په شماره وار ډول لیکم:
- د ډبرو سکرو د سوځولو له امله په ډېره اندازه کاربن ډای اکسایډ (Co2) هوا ته ازادېږي، چې د هوا د ککړتیا تر ټولو مهم عامل دی.
- د درندو فلزاتو لکه: )آرسنیک As)، (برلیوم Be)، کرمیوم Cr)، (سرب Pb) او (سیماب Hg) په وسیله د خاورې دایمي ککړتیا رامنځته کېږي.
- درانده فلزات ــ پورته یې نمونه ذکر شوي ـــ د غذايي ځنځیر له لارې په اوږدمهاله کې د ژوندیو موجوداتو په ځانګړې توګه انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي.
- طبي پوهان په دې نظر دي چې په یوه ټولنه کې د جرایمو ډېروالی او کموالی په چاپېریال کې د سرپو (کیمایوي عنصر دی) له ډېروالی او کموالي سره مستقیمه اړیکه لري؛ ځکه چې سرپ په ټول بدن په ځانګړې توګه مرکزي اعصابو ډېر مفني تاثیر لري.
- د ډبرو سکرو د سوځولو په وسیله چاپېریال ته ازاد شوي راډیو اکتیو مواد د نورو فوسیلي موادو د په پرتله څو برابره ډېر خطرناک دي.
- د ډبرو سکرو سوځول چاپېریال ته د پام وړ اندازه ارسنیک د وارېدېدو لامل ګرځي، او دې ته په پام چې ډېره اندازه ارسنیک په خاوره کې د اوبو د حرکت قانون مطابق حرکت لري په چټکتیا سره اوبو ته نفوذ کوي، چې په نتیجه کې یې اوبه د څښاک وړ نه کېږي.
- له دې امله چې د ډبرو سکرو پاتې شوني (زباله) په خپل ترکیب کې ارسنیک، سرب، سیماب او نور کیمیاوي مواد لري، نو هر ځای غورځول یې د خاورې، اوبو او هوا ککړتیا ته ډېر زیات مضر تمامېږي.
په یو مشهور انټرنټي سایټ خپره شوې مقاله کې مې ولوستل چې د هر ټن ډبرو سکرو له امله د هوا د ککړتیا د مخنیوي په موخه شاوخوا (۵۳۰۰) امریکايي ډالر مصرف ته اړتیا ده، دغه مورد خپله په ډاګه کوي چې د ډبرو سکرو سوځول چاپېریال ته څومره خطرناک دي؟
په دې اساس که فرض کړو کابل کې هره کورنۍ له ۱۲ کسانو تشکیل شوې، نو د کابل د نفوس د تقسیم په اساس (۵۲۰۴۶۶۷/۱۲) ویلای شو چې کابل کې تقریبا (۴۳۳۷۲۲) کورنۍ ژوند کوي، که فرضاً هره کورنۍ د ژمي پر مهال د کورنو د ګرم ساتلو لپاره نیم ټن ډبرو سکاره مصرف کړي؛ نو هر ژمی به ټول ټال (۲۱۶۸۶۱) ټنه ډبرو سکاره کابل کې سوځول کېږي، که دغه رقم که په ۵۳۰۰ کې ضرب کړو مجموعه یې (۶۵۰۵۸۳۰۰) کېږي؛ په دې معنی چې که موږ وغواړو د ډبرو سکرو د سوځولو له امله د کابل ښار د ککړتیا مخه ونیسو، یوازې د یوه کال ډبرو سکرو د سوځولو له امله د ککړې هوا د کنټرول او مخنیوي په موخه به (۶۵۰۵۸۳۰۰) پنځه شپېته میلیون، اته پنځوس زره او دري سوه امریکايي ډالر مصرفوو!
ولې د کابل ښار اوسېدونکي له دومره مضریت سربېره د خپلو کورونو د ګرموالي لپاره د ډبرو سکاره کارکوي؟
د دغه پوښتنې په ځواب کې ویلای شو چې د کابل ښاریانو لخوا د ډبرو سکرو د سوځولو لومړی او عمده عامل اقتصادي صرفه ده، د ډبرو سکاره د نورو فوسیلي موادو په نسبت ارزانه او ډېره توخه تولیدوي، د بېلګې په ډول د شاوخوا ۲۴ ساعتونو لپاره د یوې متوسطې خونې د ګرم ساتلو لپاره یوازې شاوخوا ۱۴ کیلوګرام ډبرو سکرو ته اړتیا ده، ددغه مقدار ډبرو سکرو لپاره یوازې شاوخوا (۱۲۰) افغانۍ ته اړتیا ده.
د ډبرو سکرو د استفاې دویم عامل دادی چې کابل کې د ژمي پر مهال د ۲۴ ساعتونو لپاره برېښنا نه وي موجوده او د دغه ښار اوسېدونکي مجبور دي چې د تودوخې د تولید لپاره له فوسیلي موادو استفاده وکړي.
دغه راز ممکن درېیم عامل یې د ډبرو سکرو د سوځولو پر زیانونو د خلکو نه پوهاوی وي، ځکه ډېری خلک ممکن په دې پوه نشي چې دوی د هر ټن ډبرو سکرو د سوځولو له امله د زرګونه کسانو روغتیا ته زیان رسوي چې له دې ډلې یې ممکن څو کسان ژوند له لاسه ورکړي.
د ډبرو سکرو د سوځولو د مخنیوي لپاره باید څه وشي؟
- د چاپېریال ساتنې اداره او نورې اړوند ادارې دې د هوا د ککړتیا د مخنیوي برخه کې عملي پلان جوړ کړي.
- حکومتي مسؤولین دې خلکو ته د تودوخې د تولید بدیلې سرچینې لکه برېښنا او … پیدا کړي (له شک پرته دغه کار کافي بودجې ته اړتیا لري، خو که د هوا د ککړتیا او اقلیمي بدلونونو د مخنیوي مصارفو ته وکتل شوي دغه بودجه د هغه په پرتله ډېره کمه ده)
- خلک دې لږ تر لږه هڅه وکړي د ډبرو تصفیه شوي سکاره وکاروي.
- د ډبرو سکرو د استفادې پر مهال دې بخاریو کې د دود د تصفیې ځانګړي تصفیه کوونکي دود کش وکاروي.
- په غیر معیاري ډول دې د سکرو په سوځولو بندیز اعلان شي.
Views: 7
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP