ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د شل اووریز کرکټ نړیوال جام کې د کومې لوبډلې د اتلولۍ چانس ډیر دی!
د شل اووریز کرکټ نړیوال جام کې د کومې لوبډلې د اتلولۍ چانس ډیر دی!

لیکوال:  جعفر هاند

ټاکل شوې چې راتلونکې اونۍ په متحده عربي اماراتو او عمان کې د شل اووریز کرکټ نړیوال جام سیالۍ پیل شي، تر دې دمه د هند، استرالیا، انګلنډ او ویسټ انډیز په اړه ویل کیږي چې شاید په دوی کې یې یو د شل اوریز نړیوال جام ګټونکی شي. د پاکستان او نیوزلنډ په اړه هم ویل کیږي چې سیمي فاینل ته به وځي. زه دلته په لنډ ډول خپل نظر لیکم.

افغانستان
افغانستان په شل اوریزو لوبو کې غوره لوبډله بلل کیږي. د شل اوریزو سیالیو غوره لوبغاړي راشد، نبي او مجیب لري. حضرت، نجیب، نوین او ګربز هم د دغو لوبو متخصصین دی. د اماراتو پچونه د افغانستان د بالرانو لپاره مساعد دي. د افغانستان غټ مشکل مډل ارډر بېټېنګ او فسټ بالینګ دی، فېلډېنګ یې یوه بله ستونزه بلل کیږي. بله خبره دا چې څو میاشتې کیږي‌ دا لوبغاړي یو ځای او د یوې لوبډلې په توګه لوبېدلي ‌نه دي، شاید د یکشنبې په ورځ له جنوبي افریقا سره خپله تمریني لوبه هم ونشي کړای، ځکه چې په وخت اماراتو ته نشي رسېدای. افغانستان له هند، پاکستان او نیوزلنډ سره مخامخ دی. اسانه ټیمونه نه دي، خو افغانستان هم کمزوری رقیب نه دی، زما زړه وايي چې شاید سیمې فاینل ته ووځي، خو په عقل سخته ده زما او د جانان مینه. توکل په خدای.

هند
هند د دغو لوبو کوربه دی، پچونه به خپل قوت ته په کتو جوړوي. ټول لوبغاړي یې په اماراتو کې لوبېدلي او د آی پي ال لوبې یې کړې، اب او هوا سره ښه بلد دي. اماراتو کې د هند مینه وال هم زیات دي. د ویرات، راهول، شرما، پنټ او پانډای په موجودیت کې د هند بېټېنګ ډېر قوی دی. د هند ورو او تیز توپ اچوونکي‌ دواړه غښتلي دي. سیمې فاینل ته د ورتلو ډېر چانس لري. هند د نړیوال جام د ګټلو ‌‌‌‌‌‌ډېر چانس لري.

اسټرالیا
اسټرالیا تر نورو هېوادونو ډېر نړیوال جامونه ګټلي دي. د نړیوالو جامونو د ګټلو هنر لري، وارنر، سمیت، فینچ او مکسویل یې د شل اوریزو لوبو ماهرین او مجرب لوبغاړي بلل کیږي. د سټارک او زمپا په موجودیت کې د ورو او تیز توپ اچونې ترکیب یې هم برابر دی. استرالیا تل یو ثابت ټیم بلل کیږي او د دغه جام د ګټلو هوډ لري. اسیایي پچونه د استرالیا لپاره یوه ستونزه بلل کېدای شي،‌ خو شل اوریزو لوبو کې شاید ډېره ستونزه نه وي. سیمې فاینل ته د وتلو چانس یې ‌‌‌‌‌‌ډېر دی.

انګلستان
د انګلنډ ټیم تر دې دمه یو د شل اوریزو او بل د یوې ورځنیو لوبو نړیوال جامونه ګټلې دي. د مورګن، بیرسټو او بټلر په موجودیت کې د انګلنډ د بېټېنګ ترکیب برابر دی. معین علي ‌او عادل رشید یې د ورو توپ اچونې برخه غښتلې کړې ده. تیز بالینګ خو یې تل غښتلی وي. یوه ډېره مجربه لوبډله بلل کیږي او ډېر لوبغاړي یې په آی پي ال کې هم لوبېدلې او د اماراتو له آب او هوا سره هم اشنا دي. سیمې فاینل ته د وتلو چانس یې ‌‌‌‌‌‌ډېر نه لیدل کیږي.

پاکستان
د بابر اعظم په کپتانۍ کې د رضوان، شعیب ملک، فخرالزمان، او سرفراز موجودیت د ځوانو او مجربو لوبغاړو ترکیب جوړ کړی دی. پاکستاني لوبغاړي د اماراتو له پچونو سره اشنا دي، هلته یې سوپرلیګ سیالۍ هم وکړي. د شاداب او شاهین په موجودیت کې یې د تېزو او ورو توپ اچوونکو ترکیب هم برابر دی. پاکستان د شل اوریزو لوبو یوه متخخصه لوبډله بلل کیږي چې غواړي نړیوال جام وګټي. ټيم متوازن دی. سیمې فاینل ته یې د وتلو چانس زیات دی.

ویسټ انډیز
ویسټ انډیز د شل اویزو لوبو تېر نړیوال جام ګټلی دی. دا ټیم هم د شل اوریزو سیالیو متخخص ټیم دی. پولارد، براوو، رسل، ګیل، هتمایر، پوران او ډېر داسې نور نومونه شته چې د شل اوریزو سیالیو متخصصین دي. دوی تازه د آی پي ال لوبو کې هم لوبېدلي دي. ډېر ثابت، متوازن او قوي سکواډ لري. سیمې فاینل ته یې د وتلو چانس زیات دی او د نړیوال جام د ګټلو مدعي هم دی.

نیوزلنډ
نیوزلنډ که څه هم د شل اوریزو لوبو ځينې متخصص لکه کپتان ویلیمسن، جیمي نېشان، ګاپټل په څېر ځینې مجرب لوبغاړي لري،‌ خو لویه ستونزه یې دا ده چې د اسیا په پچونو کې ډېر لوبېدلي او ځلېدلي نه دي. نیوزلنډ تر دې دمه هېڅ یو نړیوال جام ګټلی نه دی، یوازینی ټایټل چې لري هغه د ټسټ سیالیو د اتلولۍ ګټل وو. بېټېنګ یې تر بالینګ کمزوری ښکاري. نیوزلنډ ډېر موازن ټیم نه دی.‌ زما په نظر شاید تر سیمې فاینل پورې ولاړ نشي.

جنوبي افریقا
د جنوبي افریقا لوبډله په لویو سیالیو کې د ښې لوبې تاریخ نلري. دا لوبډله لا هم د انتقال په بهیر کې ایسار پاتې دی. کپتان یې بدل شوی او پاکستان او ایرلنډ سره یې وروستۍ لوبې هم ښې نه وي. په بېټېنګ کې یې د ډي کاک او میلر او بالینګ کې د روبادا او شمسي او ځینو نورو موجودیت د دغې لوبډلې توازن برابروي، خو فکر نکړم چې سیمې فاینل ته دې ووځي. کاش د افغانستان سره په ګروپ کې وای.

سري لانکا
د سریلانکا لوبډله له ځوانو لوبغاړو جوړه ده. سپین بالینګ یې تر فسټ بالینګ غښتلی دی. په بېټېنګ کې یې د داسن، چندیمال او دننجایا هغه لوبغاړي دي چې د ښه پیل بنسټ اېښودلای شي، مګر ثابت ټیم نه دی او داسې نه انګیرل کیږي‌چې سیمې فاینل ته دې ووځي. د افغانستان غوندې به یې ډېره تکیه په ورو توپ اچوونکو وي.‌ دوی خو آن نړیوال جام ته مستقیمه لاره هم ونکړه،‌ هاغسې چې افغانستان لاره وکړه. کاش له افغانستان سره په ګروپي سیالیو کې مخامخ شي، د افغانستان د بري چانس زیات لېدل کیږي.

بنګله دېش
بنګله دېش تل داسې یوه لوبډله بلل شوې ده چې ډېر حساب پرې نشي کېدای، مګر په ځینو حساسو لوبو کې یې لویې لوبډلې ماتې کړي‌دي. د شکیب، مشفق، سرکار او محمد الله په موجودیت کې د بنګله دېش ټیم د مجربو لوبغاړو برخه غښتلې ده. په ځوانو لوبغاړو کې یې دوه درې الراونډران او ورو توپ اچوونکي هم په سکواډ کې شامل دي. بالین مې یې مستفیظ بریالی دی. له استرالیا او ځینو نورو هېوادونو سره په وروستیو لوبو کې ښه ځلېدلي او لوبې یې وګټلې. یوه خوارېکښه لوبډله ده، مګر ستونزمنه به وي چې سیمي‌ فاینل ته لاره وکړي.

یادونه:  دا لیکنه د لیکوال خپل نظر دی؛ پژواک یی مسوولیت نه اخلي.

Visits: 1348

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.