ژبه

د حزب‌الله مشر حسن نصرالله د اسرائیلو برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۷ تله ۱۴۰۳): د ایران تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، حزب‌الله تایید کړې چې د دغه غورځنګ مشر حسن نصرالله د اسرائیلي ځواکونو په یوه برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د راپورونو له مخې، د لبنان حزب‌الله غورځنګ مشر حسن نصرالله تېره شپه پر بیروت د اسرائیلي ځواکونو په برید کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د راپورنو له مخې، اسرائیل د جمعې پر ورځ د بیروت د سویل په ضاحیه سیمه کې د حزب‌الله پر عمومي‌ مرکز برید وکړ.

د لبنان د روغتیا وزارت ویلي، په دغه برید کې ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹۱ نور ټپیان دي.

د ایران تسنیم خبري اژانس لیکلي: «حزب‌الله د سیدحسن نصرالله شهادت تایید کړ.»

حسن نصرالله له ۱۹۹۲ کال راهیسې د دغه غورځنګ عمومي منشي او مشر و.