په ۶۰مه او ۷۰یمه میلادي لسیزو کې د اوبو بندونو، کرنې او مواصلاتي لارو ته د افغانستان د ملي پراختیا د پوتنشیل په سترګه کتل کېدل. که څه هم د افغانستان په ناهمواره او غرنۍ جغرافیه کې یو بل ثروت هم پټ و- جامد منرالونه او هایدروکاربنونه! خو هغه وخت د انکشاف لپاره د یاد مسیر ټاکل یو منطقی انتخاب و؛ ځکه چې په اسیا کې زموږ په سویه هېوادونو کې استخراجي صنعت چندانې انکشاف نه و کړی.
له اتیایمې لسیزې راهیسې تر ننه د نړۍ له بدلېدونکو شرایطو او محیط سره سم د افغانستان د پراختیا او ځان بساینې پوتنشیل اپډېټ او بیاتعریف نه شو. ظاهرا یو عمده عامل یې په دغې زماني مقطع کې د نظامونو پرلپسې انقطاع ګانې وې چې په دې موده کې په افغانستان کې بېلابېلو رژیمونو په اوسط ډول ۱۰ کاله عمر کړی، هغه هم د هر رژیم د پالیسۍ اساسي لومړیتوب د ثبات او امنیت ټینګښت و.
که څه هم دا د اکاډمیک قشر لپاره د ریسرچ ښه ټاپېک دی او لا انکشاف ته اړتیا لري، خو په دې تېره لنډه موده کې زما کاري تجربې او د هېواد له مختلفو سیمو څخه زما مشاهداتو ما ته دا ایډیا راکړه چې اوبه او خاوره زموږ د پراختیا راز نه بلکې جامد منرالونه او هایدروکاربنونه (نفت او ګاز) دي. خو، په دې هم قانع یم چې معدنیات په ځانګړې توګه جامد منرالونه د هغه پېچلي تخنیکي، اقتصادي، سیاسي او حقوقي ماهیت له کبله چې لري یې، موږ غوندې جګړه ځپلو هېوادونو لپاره هېڅکله تیاره مړۍ نه ده ثابته شوې. ما په دې اړه ډېر معتبر تحقیقونه لوستلي چې بیا به په فرصت پرې بحث وکړو.
راځم اصلي موضوع ته چې د افغانستان هایدروکاربوني سرچینې یا نفت او ګاز دي.
د تخمین له مخې د افغانستان په ۲۷۰،۰۰۰ کیلومترمربع ساحه کې د نفتو او ګازو پوتنشیل موجود دی، یعنې دا د افغانستان د ټول مساحت (۶۵۲،۸۶۴ کیلومتره مربع) ٪۴۱ سلنه برخه تشکیلوي. له دې جملې موږ تر اوسه یوازې ۲٪ ساحې څخه هم استخراج او ګټنه نه ده کړې.
افغانستان د نفتو او ګازو پر پنځو حوزو وېشل شوی دی چې له امودریا، افغان تاجیک، کُشک-تیرپل، هلمند او کټواز څخه عبارت دي. له دې جملې یوازې د آمودریا او یوه اندازه د افغان تاجیک حوزو کې اکتشافي کارونه شوي دي او په پاتې درې نورو حوزو کې تر اوسه لازم مطالعات او اکتشافات نه دي شوي دي.
د امریکا د جیولوجیکي سروې اداره تخمین کوي چې د افغانستان په شمال کې په یادو دوو حوزو (امودریا او افغان-تاجیک) کې ۱.۶ میلیارد بیرل خام نفت، ۱۶ تریلیون مترمکعب فیټ طبیعي ګاز او ۰.۵ میلیارد بیرله مایع طبیعي ګاز موجود دي. تر اوسه د امودریا حوزې په ۵۷ زره کیلومتره مربع ساحه کې یوازې ۱۵ ساحې تثبیت شوې دي- هغه هم د ۱۹۵۷ او ۱۹۸۴ کلونو ترمنځ چې په دې کې څه یې نفتي دي او څه ګازي. ګاز یې له تېرو پنځو لسیزو راهیسې په جوزجان کې د افغان ګاز دولتي تصدي استخراجوي او د نفتو قرارداد یې له افچین شرکت سره دی. دا کمپنۍ اوس په سرپل ولایت کې د امو دریا حوزې په ۳ بلاکونو قشقري، بازارخمي او زمردسای کې د نفتو استخراج او اکتشاف دواړه کوي. دې شرکت په تېر یو کال کې د پخوانیو څاه ګانو د فعالولو ترڅنګ تازه ۸ څاه ګانې هم بشپړې کړې او پرون افتتاح شوې چې له دې سره د قرارداد له ساحې څخه د نفتو ورځنی تولید ۸۰۰ ټنو ته ورسېد. د قرارداد د شرایطو له مخې تر هغې چې شرکت خپل لګښتونه ریکور کوي، له ناخالص تولید څخه ۱۵٪ الریډي حکومت ته رویالټي ورکوي او نور مالیات پرې له پاسه. نفت هم په داخل کې په تصفیه خانو کې تصفیه کېږي او بهر ته د صادرولو اجازه نشته.
نو افغانستان کې د هایدروکاربنونو سکتور کې یو فوق العاده پوتنشیل پروت دی: دا منابع د جامدو منرالونو برعکس اکتشاف یې لږ مصرف او لږ وخت غواړي او ګټه یې سمدستي ده، د پراختیا په صورت کې په لنډ وخت کې د هېواد مارکېټ اشباع کولی او دولت ته ښه عواید پنځولی شي.
موږ پر امو دریا او افغان-تاجیک سربېره د کټواز، هلمند او کشک-تیرپل حوزې لرو چې د ذخایرو د تثبیت لپاره شاید هره حوزه حداقل ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت هوایي جاذبوي او مقناطیسي سروې ګانو ته اړتیا ولري. دلته تر ځمکې لاندې میلیاردونه ټنه تېل او ګاز پراته دي، یوازې د هلمند حوزې مساحت ۱۳۱ زره کیلومتره مربع تخمین شوی دی. د کشک-تیرپل حوزه د اکتشاف او د تولید شراکت د موډل پر اساس تېره میاشت داوطلبي ته وړاندې شوه چې که داوطلب مشخص او ساحه کې کار پیل شي نو دا حوزه هم په درې کلونو کې په تولید راځي.
په هرحال؛ افغانستان حیرانوونکې جامد او مایع منرالونه لري. کله کله د کانونو وزارت د سروې ټیمونه او ځايي خلک وزارت ته د منرالونو داسې نادرې نمونې راوړي چې مخکې یې هېچا تصور نه کاوه. زموږ دا خړې دښتې او تور غرونه ټول له قېمتي منرالونو ډک دي.
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Views: 3018
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن