ليکوال: رفیع الله «طوطاخېل»
دا چې په دې وروستېو بدلونونو کې هېواد د اقتصادي رکود سره مخ ده او د فقر کچه په بې دریغه ډول د لوړیدو په حال کې ده، د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو بنسټونو په وینا ښایي تر راتلونکو څو میاشتو دا کچه ۹۷ سلنې ته ورسیږي، او ولس له یوه سترې اندېښنې سره مخ ده دا چې موږ لله الحمد دا نسبي امنیت په راتګ سره د دې وضعیت د مهار لپاره خورا ښه فرصتونه لرو، نو دا مې اړینه وګڼله چې د پورتنې عنوان لاندې خپله څېړنه د یوې طرحې په توګه وړاندې کړم، همدارنګه لازمه ګڼم چې په پیل کې له قدرمن استاد ښاغلي محمد داوود «نیازي» څخه مننه وکړم چې په دې طرح کې راسره مرسته کړې.
لومړنۍ برخه: د افغانستان اقتصادي او سترانيژک موقعیت
افغانستان له جغرافیاوي پلوه په سيمه کې فوق العاده ستراتیژیک ایکونومیک او جیوپلوتیک ارزښت لري. افغانستان د منځنۍ اسیا، منځنۍ ختیځ او د سوېلي اسیا تر منځ د یوه پله حیثیت لري او د سېمې د لویو او نویو اقتصادنو (هندوستان او چین) لپاره نړیوالو بازارونو ته د لنډې لارې په توګه خورا اهمیت لری.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن