لیکوال : محمد اسماعیل یون
++++++++++
کله کله په ډېرو غمجنو شېبو کې د خوښۍ یو خبر هم د دې سبب کرځي ، چې څو اوونۍ دې پام پر بله شي، غمونو ته دې شا شي او یوه پټه شان خوښي دې په زړه کې وغوړېږي. پر موږ خو د خوښۍ خبر ځکه ډېر ښه اغېز کوي، چې له غم پرته مو نور څه لیدلي نه دي. په پښتو کې یوه لنډۍ ده ، چې د خپل ولس د مظلومیت انځورنه کوي:
لستوڼي بډ وهئ ګډېږئ
د غریبانو ښادي کله کله وينه.
له نن څخه درې کاله وړاندې مو د (کمال خان بند) د بشړېدو خبر واورېد، تر ننه پورې مو خوله پرې خوږه ده . تر هغه دمخه د ( سلما بند) د بشپړېدو خبر و چې د مرحوم داودخان د ماسټر پلان برخه وه او د کرزي صیب په واکمنۍ کې یې کارونه بشپړ شوي وو، دا دی نن مو د هېواد دسوو دښتو په رګونو کې د قوشتېپې کانال د لومړي فاز د بشپړېدو خبر واورېد او درڼو اوبو انځورونه مو وکتل ، یو ځل بیا مو زړه د خوښښو څپو ونیو، دې خبر مو هم زړه دومره باغ باغ کړ، چې د یو څه مودې لپاره پرې بیا د غمونو مقابله کولای شو.
نن زما په شان ډېر هېوادوال د دې کانال د لومړۍ برخې پر بشړېدا خوشاله دي، خو له بده مرغه داسې وګړي هم شته چې له زړه یې وینې څاڅي.
څوک چې د هېواد د مالکیت رښتینی احساس لري، هغوی به د کمال خان پر بند هم ډېر خوشاله شوي وي ، پر سلما هم او نن به د قوشتېپې پر کانال هم ډېر خوښ شوي وي او سبا به دېته ورته د نورو پروژو پر تکمیل هم همدومره خوشالېږي . د(۲۸۵)کیلو متره اوږد کانال جوړول، چې نږدې( درې ملیونه) جریبه ځمکه خړوبوي، اسانه کار نه دی.
دا تش د اوبو یو کانال نه دی ، دا د سرو زرو یوه ویاله ده، دې کې د یو ملت د صنعت ، زراعت او سیاسي متانت اتځور را ټول دی . دا چې داسې یو لاسی او هوډمن حکومت نه وای ، ډېره سخته به وای چې د شریرو او مفتخورو ګاونډیو او د هغوی د کورنیو څالیڅټو له خوا دې داسې یوه لویه ملي پروژه کار او بشړېدو ته پرېښودل شوې وای.
ملي پروژې باید د حکومتونو د سیاسي او فکري تمایلاتو او نظریاتو په هنداره کې مطالعه نه کړو. د کمال خان بند چې د مرحوم داود خان د لویو پروژو له جملې څخه یوه پروژه وه، په هېواد کې د اوږده ناورین د پیل له امله وځنډېله ، خو د کرزي صیب په حاکمیت کې یې کارونه پیل شول او د ډاکتر صیب غني په واکمنۍ کې بشپړه او پرانیستل شوه، پر هغې پروژې زموږ اکثریت هېوادوال خوشاله ، خو ایران او د هغوی کورني تالیڅټي پرې سخت خفه شول ، ان چې چغې یې اسمان ته پورته شوې.
د قوشتېپې کانال هم ورته یوه لویه پروژه ده ، مرحوم داودخان ډیزاین کړې وه ، د ډاکټر اشرف غني د حاکمیت په وروستیو کې یې کارونه پیلېدو ته نږدې شول ، خو د شمالي ګاونډیو د منفي اغېز او د سیمه ییزو جنګسالارانو د مخالفت او مزاحمت له امله یې کارونه عملاً پیل نه شول، خو د اوسني نظام په راتګ سره چې پر جنګسالارانو کومه دواپاشي وشوه او د ملاریا د ماشو په څېر یې ټول جارو کړل، د ګاونډیانو سلا او مشوره یې هم بلا ورپسې وګڼله ، له تنګو اقتصادي شرایطو سره سره پر دې پروژه یې داسې چټک کار پیل کړ ، په هېواد کې څه ، ان چې په سیمه کې یې هم ساری نه لیدل کېږي. هر څوک چې د سیاسي انګېزې له مخې د دې لویې پروژې مخالفت کوي ، هغوی د سیاسي حماقت پر نري رنځ اخته دي.
د هر نظام له سیاسي تکلارې څخه مخالفت د هر افغان حق دی ، خو له دې ډول ملي پروژو سره مخالفت له سیاسي بېناموسۍ پرته بله مانا نه لري، هغوی پرته له دې چې ځان وخوري ، نور یې هېڅ لاسته نه ورځي . که اوسنی نظام غواړي خپل تښتېدلي او ملت رټلي ټوپکمار سیاسي مخالفین لاپسې پیکه او ملت ته نوره خوشالي هم ور په برخه کړي ، نو د قوشتېپې کانال پاتې برخه دې هم ژر تر ژره بشپړه کړي ، د دې تر څنګ دې د قوشتېپې په شان یو ځو نورې پروژې هم پیل کړي ، د سالنګ اوسنۍ لاره دې هم ژر تر ژره ورغوي او شمال ولایتونو ته دې د یوې بلې بدیلې لارې پر جوړېدلو هم فکر وکړي. که د پیسو کمی وي ، خیر دی زموږ ملت له لوږې او سختیو سره روږدی شوی ، د دې ډول پروژو په تکمیل کې دې د ملت او د ملي پانګوالو مشوره او مرسته هم راجلب شي .
د هېواد او اوسني نظام د ټوپکمارو مخالفینو بېړۍ به هغه وخت لا پسې غرقه شي چې اوسنی نظام د ښځو پر وړاندې د تعلیم بندې دروازې پرانیزي ، د هغوی مدني او کاري حقوق تضمین کړي ، ملي بیرغ بیا ورپوي او تر ټولو مهمه دا چې د یوې دودیزې رښتینې لویې جرګې له لارې اساسي قانون تصویب او خپل نظام په پوره مانا قانونمند کړي ، نړیوالو سره د تعامل او تفاهم ژبه پیدا کړي. بیا به نو شلکلنو غلو او ټوپکمارو ته ، چې په خپله د ښځو او بشري حقوقو مخالفین او ناقضین وو ، دا ډول پلمې برابرې نه شي چې له دې ډول شعارونو څخه ناوړه ګټه پورته کړي او یو ځل بیا د مظلوم ملت پر برخلیک واکمن شي.
د قوشتېپې کانال ټولو انجنیرانو او کارګرانو ته د دې لومړي فاز د بشپړېدو په پار (۹۵) نومرې او یو ښه شاباسی .
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Views: 1864
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP