لیکنه: سید محمداعظم
موضوع:
په تېرو سلو کلونو کې د دويمې نړۍوالې جګړې او پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له نظامي یرغل پرته بل هيڅ داسې سیاسي – نظامي انکشاف چې په بالقوه توګه د سیپېک ګواښ په اندازه د افغانستان استقلال او ځمکنۍ بشپړتیا له ستر خطر سره مخ کړي، نه دی رامنځته شوی.
د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز یا سیپېک که د چین او پاکستان له خوښې سره سم، افغانستان هم په کې شامل شي، په افغانستان کې د دې پروژې تطبیق به پاکستان ته دا توانمندي ور په برخه کړي، څو د افغانستان بهرنی سیاست کنټرول، خاوره یې د پاکستان د نظامي او امنیتي ګټو لپاره وکاروي او تر ځمکې لاندې طبیعي زېرمې یې د چین په ملتیا چور او لوټ کړي. څرنګه چې د چین او پاکستان ترمنځ اړیکې په محرمه او پټه توګه پالل کېږي، ګرانه ده چې افغانستان ته د سیپېک غځولو اصلي انګېزه په کره او هر اړخیزه توګه معلومه او وسپړل شي؛ خو د دوی ترمنځ د تاریخي اړیکو څېړل او د هغو په رڼا کې د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز ارزونه، مرسته کولای شي چې د سیپېک اصلي اهداف تر یو حده روښانه کړي. مخ کې له دې چې و افغانستان ته د سیپېک پر ګواښ باندې تفصیلي بحث وشي، په لنډو ټکو کې به و افغانستان ته د شوروي اتحاد د اشغال او دویمې نړۍوالې جګړې په ترڅ کې د ګواښونو لنډه پېژنده وشي.
اول: د شوروي اتحاد له خوا د افغانستان له نظامي اشغال وروسته د دې احتمال چې افغانستان لکه د مرکزي اسیا نورو جمهوریتونو په شان د شوروي برخه شوی وای، ډېر و.
دویم: د دویمې نړۍوالې جګړې پر مهال امریکا، انګلیستان، شوروي اتحاد او د دوی نورو متحدینو افغانستان ته اخطار ورکړ چې جرمن، ایټالوي او جاپاني متخصصین چې په افغانستان کې په دندو بوخت وو، دوی ته تسلیم کړي. د افغانستان حکومت سمدستي لویه جرګه راوغوښته او د دنیا د هغه وخت د سترو قوتونو ضرب الاجل په ځواب کې یې د خپل غبرګون پر سر ورسره مشوره وکړه. جرګې پرېکړه وکړه چې د یادو ملکونو متخصصین افغانستان ته د خدمت لپاره راغلي او د افغانستان مېلمانه دي، ترڅنګ یې د نړۍ له پیاوړو او لویو نظامي ځواک لرونکو هېوادونو سره ښکر په ښکر کېدل د افغانستان په خیر نه دي، بناً د افغانستان دولت حق نه لري چې دا مېلمانه دې هغو غلیمو هېوادونو ته تسلیم کړي، خو دولت باید دغو متخصصینو ته موده وټاکي څو هغوی په خپل اختیار د افغانستان خاوره په ټاکل شوې موده کې پرېږدي. ایران چې له ورته الټیماټوم سره مخ شوی و او ویې نه کړای شول امریکا، انګلیستان او شوروي اتحاد ته د قناعت وړ ځواب ورکړي، د همدغو هېوادونو پوځونو له خوا اشغال شو؛ تقریباً وضعیت په امریکا کې د ۲۰۰۱ کال له ترهګریزو حملو وروسته حالت سره د پرتلې وړ دی خو هغه وخت د افغانستان د پاچا، صدراعظم سردار محمدهاشم خان او د افغانستان د نورو مشرانو او مخورو په ښه تدبیر او لوړه ډیپلوماسۍ سره، په نړۍ کې د افغانانو حیثیت هم وساتل شو (خپله مېلمانه یې د هغو و غلیمانو ته تسلیم نه کړل) او هم یې افغانستان له یو ستر ناورین او بهرني اشغال څخه وژغوره. اوس به بېرته د سیپېک ګواښ ته راستانه شو.
تشریح:
د چین د یوې لارې او يو کمربند ستر اقتصادي پروګرام او له دغه پروګرام سره د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (سیپېک) د ارتباط ورکولو کمپاین په تېرو لسو کلونو کې رامنځته سوي نوښتونه دي خو د پاکستان او چین ترمنځ ژورې، ستراتیژیکې او تر ډېره حده پټې او مرموزې اړیکې د ۱۹۵۰م لسیزې د پای له کلنو راپه دېخوا په نه شلېدونکې او ورځ تر بلې مخ پر وده ټینګې دي. د چین او پاکستان د پخو اړیکو بنسټ د دغو هېوادونو او هندوستان ترمنځ پر دښمنۍ جوړ او ولاړ دی؛ دواړه هېوادونه له هندوستان سره سرحدي لانجې لري او دواړو په جلا وختونو کې له هندوستان سره د همدغو سرحدي لانجو پر سر جګړې کړې دي. پاکستان له هندوستان سره درې غټې جګړې او چین بیا یو وار له هندوستان سره په ۱۹۶۲م کال کې غټه جګړه کړې ده. پاکستان په ټولو جګړو کې له هندوستانه ماته خوړلې ده او چین بیا هندوستان سخت ځپلی او مات کړی دی. له همدې امله هندوستان چین خپل لومړی او تر ټولو لوی دښمن ګڼي او له هغه وروسته بیا پاکستان د ځان دښمن بولي.
برعکس، که څه د سرحداتو د ټاکنو پر سر د چین او پاکستان ترمنځ هم د شخړې او لانجې احتمالات وجود درلود، خو د چین له خوا له سخاوته ډک او د راتلونکي په اړه د چین د هغه وخت د مشرانو د اوږده او پاخه لیدلوري له کبله د سرحداتو ټاکلو پروسه د دواړو هېوادونو ترمیږنځ د یو بې سارې او ژورې دوستۍ جوړولو لپاره وکارول شوه او احتمالي خطر او ګواښ یی په یو ښه فرصت تبدیل کړ. چین د سرحداتو د تعیین پر مهال د پاکستان تقریباً ټولې غوښتنې ومنلې او له هغو سیمو شاته شو چې پاکستان یې له خپلې خاورې سره د ضمیمه کولو غوښتنه کوله. پاکستان په خپل وار د شکسګام دره چې د کشمیر برخه شمېرل کېږي، چین ته ورکړه.
دا هر څه هغه وخت تر سره شول چې پاکستان د امریکا تر ملاتړ لاندې دوه امنیتي ایتلافونو، د سوېل ختیځي اسیا تړون سازمان (سیاټو) او د مرکزي تړون سازمان (سینټو) غړی هېواد و؛ په هغه وخت کې د امریکا متحده ایالاتو او د چین د خلکو جمهوریت ترمنځ رسمي اړیکې نه وې جوړې شوې او د دوی ترمنځ مخالفت د دښمنۍ تر حده رسېده. چین ته تر ټولو هڅوونکې لېوالتیا چې د سرحداتو ټاکنو په پلمه پاکستان خپلې خوا ته نږدې کړي او خپل هدف ته د رسېدو په موخه د پاکستان هره غوښتنه بې له کومې ملاحظې ومني، د هغه هېواد او هندوستان ترمنځ جګړه وه؛ ځکه چین نه غوښتل په بله سرحدي لانجه کې راګیر شي. ترڅنګ یې له پاکستان سره نږدېوالی او دوستي په راتلونکي وختونو کې د چین لپاره د ډېرو ښیګڼو راوړلو زمینه مساعد کوله. د چینایانو یو بل هدف دا هم و چې د خپل هېواد د ناارامه سینکیانګ ولایت نړیوالې پولې په واضح توګه وټاکي.
پاکستان بیا په خپل وار د ۱۹۵۰م لسیزې اخري کلنو کې د امریکا او هندوستان ترمنځ په اړیکو کې د نسبي ښه والي له کبله ډارېدلی و چې داسې نه شي امریکا هندوستان د ځان دوست کړي او پاکستان له ځانه وشړي؛ همدغه ډار پاکستان و هڅاوه چې له چین سره د ابتدایي اړیکو جوړولو په هدف له هغه هېواده غواړي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي نښي و ټاکل شي. بل ستر هدف یې دا هم و چې چین د کشمیر په قضیه کې د یو طرف او د هند په مقابل کې دخیل کړي؛ ځکه یې د شکسګام دره و چینایانو ته ور وبښله.
په بریالیتوب او دوستۍ په فضا کې د سرحداتو ټاکلو پروسې له پای ته رسېدو سره جوخت د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې هم مخ پر غوړېدو شوې او د دوی ترمنځ ایتلاف له هم هغه ځای څخه جوړ شو. هندوستان د چین او پاکستان ترمنځ د ایتلاف جوړېدو له کبله ناهیلی او خواشینی شو؛ ځکه د سرحد ټاکنې پر سر د دواړو هېوادونو ترمنځ د شخړې رامنځته کېدو احتمال ډېر و. که داسې شوي وای د هند ګټه وه چې دوه دښمن هېوادونه یې په خپلو کې دښمنان وای. برعکس، د دښمنۍ او تربګنۍ پر ځای دوی سره دوستان شول. برسېره پر دې، چین ته د کشمیر د شکسګام درې په ورکولو سره، پاکستان چین په مستقیمه توګه د کشمیر پر سر لانجه کې شامل کړ؛ دا هر څه د هندوستان په زیان تمام شوي دي خو پاکستان او چین دواړه د خپل منځي ایتلاف له برکته بې نهایته پیاوړي شوي دي. نن ورځ د چین-پاکستان د اړیکو متخصصین د دغو هېوادونو ترمنځ نږدېوالې ته نور د اړیکو په سترګه نه، بلکه د یووالي په سترګه ګوري.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحداتو پر سر بریالیو مذاکراتو او جوړجاړي پاکستان او چین وهڅول څو د ۱۹۶۰ م کلونو په ترڅ کې خپلمنځي اړیکې لا پیاوړې کړي. په همدې موده کې د پاکستان د نظامي مشر ایوب خان د امریکا پر نیتونو باندې چې ګواکې امریکا، هندوستان ته وسلې او پوځي امکانات برابروي، شک لا ډېر شو؛ په دې لړ کې د ۱۹۶۳ م کال د اګسټ په میاشت کې پاکستان له چین سره د هوایي چلند په برخه کې هوکړه لاسلیک کړه. د همدغه سند له مخې د پاکستان د پې آی اې هوایي شرکت له ډاکي څخه د چین د ګوانزو او شنغای ښارونو ته منظمې الوتنې پیل کړې. د ۱۹۶۴م کال د فبرورۍ میاشت کې چین په رسمي توګه د کشمیر پر سر لانجه کې د پاکستان له دریځ څخه ملاتړ اعلان کړ؛ که څه هم د هند او پاکستان ترمنځ د ۱۹۶۵ م کال جګړه کې پاکستان سخت وځپل شو او ماته یې وخوړه، چین د جګړې پر مهال د پاکستان سیاسي ملاتړ او د هندوستان، غندنې ته او له جګړې وروسته له پاکستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړ. پاکستان لا هم د امریکا تر ملاتړ لاندې ایتلافونو غړی هېواد و. پاکستان له خپل موقف څخه په ګټه اخیستو د امریکا او چین ترمنځ د رسمي او ډیپلوماتیکو اړیکو جوړولو او چین ته د امریکا د ولس مشر ریچارد نیکسن د سفر زمینه برابره کړه.
له پاکستان څخه د بنګلدېش له بېلتون وروسته د چین او پاکستان ترمنځ اړیکو نوې معنا وموندله. دواړو هېوادونو کوښښ وکړ چې د دوی ترمنځ اړیکې د هغه وخت د زبرځواکونو (امریکا او شوروي) ترمنځ له سیالیو څخه په امان او ترڅنګ یې پټې وساتي. د دوه اړخیزو او پټو اړیکو په جوړولو کې تر ټولو مهمه ونډه د دواړو هېوادونو ترمنځ غځېدلې د کاراکورم لویې لارې درلوده.
د کاراکورم له جوړولو مخکې د دواړو هېوادونو ترمنځ راکړه ورکړه د چین له خوا و پاکستان ته د معمولي وسلو او پوځي مهماتو ترڅنګ د بشري او انکشافي مرستو تر لېږد پورې محدوده وه. د لویې لارې له جوړېدو وروسته د معمولو اشیاوو د راکړې ورکړې ډېرېدو ترڅنګ د چین له خوا و پاکستان ته د همدې لارې د اټومي مرستو لېږد تر ټولو ستر پرمختګ دی چې د دوی خپلمنځي ایتلاف ته یې پخه او ستراتیژیکه بڼه ورکړه.
د دې لارې جوړولو چارې په ۱۹۵۹ م کال کې پیل او په ۱۹۷۸ م کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه. د کاراکورم لویه لار په نړۍ کې تر ټولو پر لوړه ارتفاع جوړه شوې لار ده چې دوه بېل هېوادونه سره نښلوي. د کاراکورم لار د پاکستان د بهرینو چارو وزارت په وینا، د ساختماني ډګر معجزه ده. کاراکورم د چین او پاکستان د ګډ ايتلاف سمبول دی، دا لار د نظامي مقاصدو لپاره هم کارېدلای شي. د پاکستان د دولت په وینا، د چین او پاکستان ترمنځ نظامي اړیکې د دواړو هېوادونو د اړیکو د ملا تیر جوړوي. د کاراکورم لار د مسافرو او تجارتي اجناسو د انتقال پر مخ پرانیستې ده خو خبریالان د دغې لارې هغې برخې ته چې چین ته نږدې ده، د سفر حق نه لري مګر دا چې د پاکستان له پوځ څخه مخکې د سفر رسمي اجازه تر لاسه کړي. د کاراکورم له بشپړتیا سره د چین او پاکستان اړیکې یوه نوي او ستراتیژیک پړاو ته ورننوتي.
په ۱۹۸۰ او ۱۹۹۰م کلونو کې د چین-پاکستان ترمنځ ټولې اړیکې د چین له خوا پاکستان ته د اټومي پوهې پر لېږد پورې اړوند او تړلي وي. که څه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو محرمیت او پټو ساتلو له کبله پوره او دقیقه ارزونه ګرانه ده، عمومي باور دا دی چې چین پاکستان ته د اټومي بم جوړونې د تخنیکي معلوماتو او پوهاوي ترڅنګ ځیني توکي چې د اټوم بم په جوړونه کې اړینې دي، ورکړي دي. په دغو مرستو کې انګېرنه دا ده، د بم جوړونې هغه نقشه چې له مخې یې چین په ۱۹۶۶ م کال کې خپل اټومي بم ازمویلی و، په لوړه سطحه غني شوي یورانیم او ټرایتیوم او نور اړین معلومات او عناصر چې د اټوم بم په جوړونه کې کارول کېږي، پاکستان ته د ۱۹۸۰م کلونو په ترڅ کې لېږدولي دي. برسېره پر دې، په همدې موده کې چینایي اټومي ساینسپوهانو پاکستان ته سفرونه وکړل څو د هغو عناصرو له تولید څخه څارنه وکړي کوم چې د اټومي بم په جوړونه کې اړینې دي.
چینایانو نه یوازې پاکستان ته د اټومي وسلو جوړولو چل ور زده کړ؛ اړین کیمیاوي عناصر او د یورانیمو او پلاټینوم ویلې کولو کارخانې یې، دوی ته ولېږدولې، تر هغه لا مهم، د خوش اب اټومي رې اکټور په جوړولو سره یې پاکستان د اټومي وسلو جوړونې په برخه کې تقریباً په بشپړه توګه خودکفا کړ. پاکستان تر دا نن پورې د خپلو اټومي وسلو اړین پلاټینوم د خوش اب په هستوي دستګاه کې تولیدوي.
پاکستان خپل اټومي بم په ۱۹۹۸ م کال کې په بریالیتوب سره و آزمایه خو په دقیقه توګه نه ده جوته چې پاکستان څه وخت د اټوم بم څښتن شوی دی؛ دا ځکه چې د پاکستان او چین ترمنځ اړیکې فوق العاده محرمې او پټې ساتل کېږي. د دغو اړیکو په پټ او محرم ساتنه کې او پاکستان پر اټومي وسلو سمبالولو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د با ثباته سرحدي اړیکو او د کاراکورم لویې لارې موجودیت تر هر څه لوی نقش لوبولی دی. هندوستان او ځیني غربي هېوادونه حتا داسې ګومان کوي چې د ۱۹۹۰م کال د مې په میاشت کې چین، پاکستان ته اجازه ورکړه څو په پټه د خپل اټوم بم لومړنۍ ازموینه د چین په سینکیانګ ایالت کې ترسره کړي.
چین نه یوازې پاکستان پر پښو و دراوه، تر څو خپل اټوم بم جوړ کړي، ترڅنګ یې له پاکستان سره مرسته وکړه چې د لنډ واټن ویشتونکو توغندیو چې د اټومي وسلو د لېږد او د هندوستان د ډېرو سیمو د ویشتلو وړتیا لري، خاوند شي. په لومړي سر کې د ۱۹۸۰ م کلونو په پای او د ۱۹۹۰م کلونو تر نیمایي پورې یې د ام-۱۱ لنډ واټن ویشتونکي بالیستیکې توغندي پر پاکستان خرڅ کړل او د پاکستان پوځیانو ته یې روزنه ورکړه چې څرنګه دا توغندي وکاروي. برسېره پر هغه پاکستاني پوځیانو ته یې د همدغه توغندیو جوړونې چل ور زده کړ او بالاخره یې په پاکستان کې د همدغو توغندیو د تولید فابریکې په جوړولو کې له پاکستان سره مرسته وکړه.
د کاراکورم پرانیستلو او د دغې لارې په مرسته له پاکستان سره د محرمو اړیکو له جوړېدو وروسته چین په پټه پاکستان ته پوځي او اټومي امکانات برابرول او په ښکاره یې د کشمیر پر سر د پاکستان او هندوستان ترمنځ په لانجه او شخړه کې د بې طرفۍ او د نړۍوالې ټولنې د یو با مسؤولیته غړي نقش لوبولی دی. په دې موده کې چین تر ډېره حده له هندوستان سره کاري اړیکې هم جوړې کړې دي.
سیپېک د کاراکورم بل نوم:
د نړیوال سیاست او اړیکو په ډګر کې دا د چین او پاکستان شاهکاري ده چې سیپېک یې د یوې لارې او یو کمربند اقتصادې پروګرام د یوې برخې په نوم نړیوالو ته معرفي کړی دی. البته د خندا او حیرانتیا وړ هم ده چې د سیمې ځینو هېوادونو، د روسیې په شمول، سیپېک د یوې لارې او یو کمربند پروګرام برخې په توګه پېژندلی او په هغه کې یې د ګډون لېوالتیاوي ښودلې دي. نه یوازې د سیمې، بلکې ډېر غربي هېوادونه او هندوستان او په دغو هېوادونو پورې تړلي تحقیقاتي او مطبوعاتي مراکز په خطا سره سیپېک ته د یوې لارې او یو کمربند د یوې پروژې خطاب کوي. دا په داسې حال کې ده چې د یوې لارې او یو کمربند نوښت په تېرو لسو کلونو کې رامنځ ته شوی، اهداف یې تر ډېره حده معلوم او اقتصادي دي او د نړۍ له ۱۴۵ هېوادونو سره په دغه پروګرام کې د شمولیت هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي. خو سیپېک په اصل کې د کاراکورم عصري کړای شوې بڼه ده چې د تېرې پېړۍ په دویمه نیمایي کې یې بنسټ اېښودل شوی او یوازې د چین او پاکستان ترمنځ د امنیتي-ستراتیژیک یووالي سمبول او له هندوستان سره پر دښمنۍ یې بنسټ اېښودل شوی دی. لکه څرنګه چې په همدې لیکنه کې ورباندې رڼا واچول شوه، کاراکورم د پاکستان اټومي کولو او نورو نظامي اهدافو لپاره کارول شوې لار ده، په داسې حال کې چې د یوې لارې او یو کمبربند پروګرام و ټولې نړۍ ته د ښېرازۍ او سوکالۍ زېری له ځان سره لېږدوي. په نورو ټکو کې که وویل شي، کاراکورم د مرګ، دښمنۍ او ژوبلې لاره او یو لار او یو کمبربند د ژوند، یو او بل د پاللو او سوکالۍ پروګرام دی.
خو چینایان او پاکستاني چارواکي سیپېک د ټول یو لار او یو کمربند پروګرام د زړه په توګه سیمې او نړۍ ته ورپېژني. د ګواډر بندر بیا د سیپېک د سر تاج په نوم یادوي. سیپېک په ۲۰۱۵ م کال کې پاکستان ته د چین د ولسمشر د سفر پر مهال په رسمي توګه معرفي شو؛ چین د سیپېک تر چتر لاندې د پاکستان د انرژۍ د تولید سکټور او په ګواډر کې د تېلو پاکولو (تصفیه) فابریکې له جوړولو څخه نیولې تر زراعت، صنعت، طبابت، سایبر او انټرنېټ، لارې او پلونو جوړولو، ساحلي بندرونو او هوایي ډګرونو تر جوړولو او بیارغوني پورې په ټولو برخو کې پانګه اچونه کړې ده او لا هم دوام ورکوي. سیپېک د ۶۲ بیلیون ډالرو پروژه ده خو نه پاکستانی لوری او نه هم چینایي اړخ د دې پانګونې په اړه کره معلومات ورکوي چې د دغو پیسو کومه اندازه یې پور دی او په کومو شرایطو و پاکستان ته ورکړل شوې ده.
پاکستان کې د چین د نوي ګومارل شوي سفیر په وینا، تر اوسه پورې په سیپېک پورې اړوند ۴۷ پروژو کې چې د بشپړولو چارې یې یا وار د مخه پای ته رسېدلې او یا مخ پر بشپړېدو دي، ۲۵ میلیارد ډالر پانګونه شوې ده. د ده په وینا، تر اوسه زیاتره پانګونه د انرژۍ د تولید او لارو جوړولو برخو کې شوې ده. له دې وروسته پړاو کې به د صنعت، زراعت، ساینس او ټکنالوژۍ ودې او پیاوړتیا ته وقف کېږي څو پاکستان پر یو صنعتي او صادروونکي هېواد بدل شي. نوي سفیر همدا راز د چین او پاکستان ترمنځ د پوځي او امنیتې ژورو اړیکو یادونه کړې ده او د دغو اړیکو د لا پیاوړې کېدو هیله یې څرګنده کړې ده.
پاکستان او چین د سیپېک پلې کولو د همکارۍ ګډه کمېټه جوړه کړې ده. دا کمېټه د یو چینایي او یو پاکستاني وزیر تر مشرۍ لاندې د بېلابېلو کاري ګروپونو په ملاتړ خپلې چارې مخ ته وړي. کاري ګروپونه یې: ۱- انرژۍ ۲- ترانسپورټي زیربنا ۳- ګواډر ۴- صنعتې همکارې ۵- پلان او مالي چاري ۶- امنیت ۷- ټولنیز-اقتصادې انکشاف ۸- نړیواله همکارۍ ۹- ساینس او تکنالوژي او ۱۰- زراعت دي.
سیپېک او افغانستان:
که د سیپېک د راتلونکي پړاو له پلان سره سم، پاکستان په لوړه سطحه صنعتي کېږي او ترڅنګ یې پر یو مهم صادرېدونکي هېواد تبدیلیږي، نو دا هېواد هم خامو طبیعي موادو ته او هم په پوره اندازه سون توکو (تېل، ګاز، د ډبرو سکاره او داسې نور) ته اړتیا لري. دلته ده چې افغانستان ته د سیپېک غځونې انګېزه تر یو حده راڅرګندېږي؛ ځکه پاکستان خپله نه هغومره د طبیعي شتمنیو خاوند هېواد دی او هم خپل د سون مواد تر ډېره حده له بهر څخه واردوي. ترڅنګ یې چین په خپله هم لا ډېرو یاد شوو موادو ته اړتیا لري او له بهر څخه یې واردوي خو افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه د نړۍ په سطحه د سترو طبیعي زېرمو څښتن هېوادونه دي. له افغانستان څخه پاکستان او بالخصوص و چین ته د سیپېک له لارې معدني موادو لېږد، تر یو حده د سیپېک اقتصادیوالی توجیه کوي؛ ځکه سیپېک په اصل کې نظامي او سوق الجیشي اهمیت لري او د اقتصادي تحلیل له لحاظه د توجیه وړ نه شي کېدای.
ترڅنګ یې سیپېک د افغانستان په اړه د پاکستان د پوځي پالیسۍ عملي کولو ته لاره هواروي. کله چې افغانستان د پخواني شوروي اتحاد له خوا اشغال شو او د افغانانو پر بده ورځ ټولې نړۍ اوښکې تویولې، د افغانستان په مقابل کې پاکستان خپل کرکجن او له دښمنۍ ډکې رویې ته لا زور ورکړ. د ۱۹۸۰م کلونو په ترڅ کې پاکستاني نظامیانو یوه داسې نظامي-سیاسي نقشه جوړه کړه چې له مخې یې پاکستان باید تل په دې لټه کې وي څو افغانستان هیڅکله د یو قوي حکومت خاوند نه شي او تل باید ضعیف، پر پاکستان پورې ټړلی، ورته اړ او له بهر سره اړیکې یې، په تېره له هندوستان سره، باید د پاکستان له خوښې او د پاکستان له منافعو سره سم جوړې او پر مخ یووړل شي. دغه پالیسي چې په افغانستان کې د پاکستان د ستراتیژیک عمق په نامه مشهوره ده، په تېرو څلورو لسیزو کې د پاکستان له خوا تعقیب او د تطبیق لپاره یې بې له ځنډه کوښښ کړی دی.
له هندوستان سره د پاکستان دښمني د ستراتیژیک عمق پالیسۍ اصلي انګېزه جوړوي. پاکستاني نظامیان د هندوستان په مقابل کې د جګړې په ډګر کې په وار وار د خپل پوځ د ماتې او له پر ګونډو کېدو وروسته دې پایلې ته رسېدلي چې د پاکستان جغرافیه د پوځي لید له لحاظه زیانمنونکې ده؛ د پاکستان نقشې ته په کتو چې د یوې اوږدې او کم بره تراړې شکل لري، د دغه هېواد نظامیان پر دې باور دي چې له هندوستان سره د احتمالي جګړې پر مهال هندوستانی پوځ کولای شي په خپل ګڼ جبهه ییز یرغل سره د پاکستان خاوره په داسې توګه اشغال کړي چې د پاکستان ښارونو او په همدې ترتیب د پاکستان د پوځي قطعاتو ترمنځ اړیکې وشلوي او خپل منځ کې یې بې ارتباطه کړي، نو له هندوستان سره د راتلونکې جګړې تیاري لپاره پاکستان اضافي خاورې او جغرافیې ته اړمن دی تر څو له هغه ځایه خپل پوځي قطعات بېرته چمتو او د هندي پوځ په مقابل کې ځوابي حملې او یرغلونه ترسره کړي. د همدغه مقصد لپاره پاکستاني پوځیانو د افغانستان خاورې ته د طعمې سترګې نیولې دي او د افغانستان خاوره پاکستان هغه وخت کارولی شي، دوی استدلال کوي چې افغانستان ضعیف، پر پاکستان باندې تړلی او له نورې نړۍ څخه منزوي شوی وي.
سیپېک افغانستان په اقتصادي لحاظ پر پاکستان تړي او له سیاسي او ستراتیژیک لحاظه یې د هندوستان په مقابل او دښمنۍ کې دروي؛ ځکه سیپېک له کشمیر څخه تېرېږي او هندوستان د کشمیر ټوله خاوره د ځان بولي. کله چې د تېرې میلادي میاشتې په سر کې د چین او پاکستان مشرانو په خپله ګډه اعلامیه کې یو ځل بیا په سیپېک کې د افغانستان پر شمولیت ټینګار وکړ، هندوستان سمدستي غبرګون وښود او په سیپېک کې یې د درېیمګړي هېواد احتمالي شمولیت پر خپل مځکنۍ بشپړتیا باندې د تعرض په معنا وګاڼه.
ومو لیدل چې کاراکورم او سیپېک څرنګه د چین او پاکستان ترمنځ ستراتیژیکې اړیکې او حتا یووالی رامنځ ته کړی دی. هېره مو نه وي چې د چین او پاکستان ترمنځ ښو سرحدي اړیکو د کاراکورم له لارې و جوړولو ته زمینه مساعده کړه خو افغانستان او پاکستان خپلو منځو کې ښې سرحدي اړیکې نه لري؛ کوم چې وکولای شي د دغو دوو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ لکه د چین او پاکستان په شان له همکارۍ ډکيږې پخې اړیکې وزېږوي. دغه دوه هېوادونه تل پر یو او بل باندې بدګومانه او شکمن دي.
د بریتانوي امپراتورۍ له ړنګېدو وروسته کله چې هندوستان او پاکستان د خپلواکو هېوادونو په توګه راڅرګند شول، افغانستان پر دې باور و چې د بریټانیا په لاس له هغه څخه جلا شوې خاوره به بېرته له افغانستان سره یو ځای کېږي. د پاکستان له جوړېدو وروسته افغانستان په خپل ګاونډ کې د یو مسلمان مملکت جوړېدو ته هرکلی ووایه او د افغانستان پاچا محمدظاهر شاه د افغانستان د خلکو په استازیتوب پاکستان ته په سر او مال د مرستې ټټر وواهه خو پاکستان تر ډېره حده ځان د متوفې بریټانوي امپراطورۍ څخه زېږېدلی هېواد او د راپرځېدلې امپراطورۍ ځای ناستی او وارث ګني.
بریټانیا په ۱۸۹۳ م کال کې افغانستان مجبور کړ تر څو د خپلې خاورې ځینې برخې و هغې ته پرېږدي. انګرېزانو په هغه وخت کې وېره درلوده چې روسان د منځنۍ اسیا له اشغال او استعمار وروسته د افغانستان له لارې پر هندوستان یرغل کوي. په دغه وخت کې روسانو په ډېره چټکۍ د منځنۍ اسیا ډېرې سیمې اشغال کړې او مخ پر جنوب یې خپل پوځي پرمختګ ته دوام ورکاوه. د روسانو د احتمالي یرغل په مقابل کې انګریزي نظامیانو غوښتل چې له افغانستان څخه د جلا شوو سیمو په مرسته چې په کې دنګ غرونه، ژورې شېلې او سیندونه شامل وو، طبیعي دفاعي خط جوړ کړي. انګرېزانو د خپل نظامي ضرورت له مخې او دا چې د دښمن د احتمالي یرغل په مقابل کې د طبیعي خنډونو (غرونو، شېلو، او سیندو) په مرسته د هندوستان دفاع وکړای شي، له افغانستان څخه یې خاوره بېله کړه.
افغانانو د انګرېز په لاس د خپلې خاورې بېلېدو ته تل په داسې سترګه کتلي لکه چې انګرېزانو د دوی په سینه کې خنجر ټومبلی وي. کله چې پاکستان د افغانستان خاورې لع مسترېدو څخه انکار وکړ، دا لکه چې پاکستان د انګرېزانو خنجر د افغانانو، زړه ته ورټېل وهلی وي. له همدغه ځایه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو بنسټ پر بدنیتۍ او بدبینۍ کښېښودل شو، له همدې امله په ټوله نړۍ کې افغانستان یوازېنی هېواد و چې د ملګرو ملتونو په سازمان کې یې د پاکستان د غړیتوب خلاف رایه ورکړه.
که نن ورځ په افغانستان کې یوه عمومي ټولپوښتنه ترسره شي چې د افغانستان ملي دښمن کوم هېواد دی، ډېر کم خلک به د پخواني شوروي اتحاد او یا د بریټانوي امپراطورۍ نومونه واخلي. خو غوڅ اکثریت به پاکستان د افغانستان ملي دښمن په توګه په ګوته کړي، په همدې ترتیب که د سروې دویمه پوښتنه دا وي چې د نړۍ کوم هېواد د افغانستان ملي دوست دی، ډېر کم خلک به د دیني اړیکو په پار د سعودي عربستان نوم او یا د ایران چې له افغانستان سره د یوه تن او وجود څخه جلا شوی هېواد دی، نومونه واخلي. خو ډېر افغانان به هندوستان د افغانستان د ملي دوست په نامه په ګوته کړي؛ ځګه چې هغه هېواد له پاکستان سره دښمني لري نه دا چې هندوستان له افغانستان سره پوره او له اخلاصه ډکه دوستي لري لکه څرنګه چې د چین او پاکستان ترمنځ موجوده ده.
دا چې افغانستان سیپېک ته ور شامل شي او که نه د افغانستان د نن ورځې د حاکمانو مسؤولیت دی چې په اړه یې تصمیم ونیسي. تاریخ ته په کتو، امیر عبدالرحمن خان د بریټانوي او روسیې امپراطوریانو هغه وړاندیزونه نه منل چې غوښتل یې افغانستان ته د اورګاډو پټلۍ وغځول شي؛ ځکه د امیر په باور، د اورګاډو په مرسته دغو سترو امپراطوریانو کولای شول چې په اسانۍ خپل پوځیان او پوځي وسایل انتقال او افغانستان اشغال کړي خو صدراعظم سردار محمد داوود خان د شوروي اتحاد له خوا د افغان پوځیانو روزولو او همدا راز د سالنګ تونل له جوړولو سره موافقه وکړه. تاریخ ثابته کړه چې سردار محمد داوود خان د شوروي اتحاد له خوا روزل شوو افسرانو په لاس ووژل شو او سالنګ تونل افغانستان ته د شوروي پوځیانو د لېږدونې لپاره وکارول شو. څرنګه چې پاکستان د افغانستان د خاورې د اشغال نقشه څلوېښت کاله پخوا جوړه کړې ده او د هغه د تطبیق لپاره یې خپل ټول امکانات په کار اچولي، په لوړ احتمال، سیپېک هغه وسیله ده چې د افغانستان په اړه د پاکستاني نظامیانو کړغېړن خوب پر رښتیا بدل کړي. ترڅنګ یې افغانستان د هندوستان په مقابل او دښمنۍ کې ودروي. برسېره پر دې، د چین په ملتیا د افغانستان طبیعي زېرمې چور او چپاول کړي څو پاکستان پر یو صنعتي او صادروونکي هېواد تبدیل شي او د سیپېک/کاراکورم اقتصادي والی هم توجیه شي.
د یوې لارې او یو کمربند نوښت:
د یوې لار او یو کمبربند نوښت د چین د اوسني مشر په دوران کې رامنځته شوی دی. خو په نړۍ کې ډېرو خلکو هېره کړې ده چې له نن څخه اته سوه کاله پخوا د چنګیزي مغلو ورانوونکی او له ترهګرۍ ډک کمپاین تر ټولو ستر پاروونکی عامل د تجارتي لارو پر سر لانجې وي. کله چې چنګیز خان ولیدل چې د چین ډاډمنتیا د خوارزمي سلطان محمد له خوا هغه هېواد ته د غځېدلو لارو د ناامن کېدو له کبله وګواښل شوه، د هغه له خوا و خوارزمي امپراطورۍ ته د اقتصادي او تجارتي امتیازاتو وړاندیزونه او ډیپلوماتیکې هڅې د سلطان محمد له خوا شنډې او ناکامې شوې، چنګیز مجبور شو چې خپل ټول نظامي قوت په کار واچوي چې د لارو پر سر خنډونه د نظامي قوت په مټ له منځه یوسي. نن ورځ د چین د امنیت او اقتصاد ډاډمنتیا د امریکا له خوا ګواښل شوي دي. کله چې د امریکا اسیا-محوره پالیسي د جمهور رییس بارک اوباما له خوا اعلان شوه، چین هغه د امریکا له خوا د چین د مهار نقشه وګڼله او چین ته د غځېدلو بحري لارو خطر یې په کې ولید. په ځواب کې یې چینایانو، د یوې لارې او یو کمبربند نوښت په لاره اچولی دی څو بې له جګړې، د امریکا هڅې شنډې او د چین امنیتي-اقتصادي ډاډمنتیا خوندي وساتي. هم هغسې لکه چې اته سوه کاله مخکې د سلطان محمد خوارزمي د بې سنجشه رویې او عمل په مقابل کې چې لومړی د ډیپلوماسۍ او اقتصادي امتیازاتو ورکولو هڅې د چنګیز خان له خوا ترسره شوې خو که بله چاره یې ونه مونده، چین به د خپل هېواد پر مخ د نړیوال تجارت د لارو او دروازو پرانیستې پاته کېدو په پار جګړه هم پر ځان مني او د بل هر ستر قیمت پرې کولو ته هم چمتو دی. لکه چنګیز خان، د چین اوسنی مشر شي جین پینګ د چین بقا له اقتصادي ودې او نړیوال تجارت سره غوټه ویني.
د چین د یو کمبربند او یوې لارې پروګرام کولای شي چې په ټوله سیمه کې د ښېرازۍ او سوکالۍ داسې کمبله وغځوي چې د نن ورځې سوکاله او پرمخ تللې اروپا په شمول ټوله نړۍ ورته ګوته په غاښ شي او لاس ته راوړنې یې وستايي. له پاکستان څخه نیولې تر ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا پورې هېوادونه د دې وړتیا لري چې د چین او هند په ګډون پر یو ګډ مارکېټ تبديل شي چې هم په خپله د مصرفي توکو تولیدوونکي او هم مصرف کوونکي و اوسي او هم یې د اړتیا وړ د انرژۍ توکي (تیل، طبیعي ګاز، د ډبرو سکاره) او د کار بشرې قوه له کور دننه څخه تأمین شي. د چنګیزیانو د ترهګریز او ویجاړوونکې کمپاین وروسته چې ټوله سیمه د اقتصاد، علم، پوهې او سوکالۍ څخه د اته پېړیو لپاره لرې پاته شوې وه، دا لومړی ځل دی چې د نړۍ د زړه سیمه (مرکزې، ختیځه، لوېدیځه، او سوېلي اسیا) په یوه اقتصادي پروګرام کې شامیلېږي او د ټولې سیمې خلکو ته د ښو، دوستانه او نژدې اړیکو او په اسانه د تګ راتګ فضا د رامنځته کېدو هیلې غوړولې دي. له یوې خوا د اقتصاد، علماوو ټکنالوژۍ په برخو کې د چین او هندوستان حیرانوونکو پرمختګونو او لاسته راوړونو و یو داسې ایدیال حالت ته زمینه مساعده کړې، له بل پلوه د پخوانیو استعماري امپراطوریانو، بریټانوي او تزاري روسیې/شوروي اتحاد ړنګېدو د سیمې هېوادونو ته چانس په لاس ورکړی څو له خپلو طبیعي او بشري شتمنیو څخه په خپله ګټه کار واخلي.
د یوې لارې او یو کمبربند په پروګرام کې د افغانستان شمولیت بې له شکه د افغانستان په ګټه تمامېږي؛ بالخصوص چې خپل ځان او د سیمې په اړه د افغانستان او چین ستراتیژیک لیدلوری ډېر سره نږدې دی، دواړه هېوادونه په تاریخي لحاظ ځانونه د اروپایې استعمارچیانو په لاس قرباني ګڼي او د هغوی د امپراطوریانو له نسکورېدو وروسته چین او افغانستان لېوال دي چې د سیمې هېوادونه او ملتونه خپلې ستونزې د خپل ملي لیدلوري او ملي ګټو پر بنیاد او ټولې سیمې ته د ثبات، سوکالۍ، او امنیت د راستنېدنۍ او پیاوړې کېدو په چوکاټ کې حل او جوړجاړی پرې وکړي. نه دا چې لکه پاکستان او هندوستان چې ځانونه د متوفې بریټانوي امپراتورۍ وارثان ګڼي او د هغوی د استعماري او تاریخ تېره پالیسیانو په چوکاټ کې خپل خیر او ګټه لټوي. هغه هم په پټو سترګو. نن نه د تزاري روسیې امپراتوري وجود لري او نه هم د هغوې لخوا مخ پر جنوب چټک پوځې کمپاین چې د پاکستان رویه د افغانستان د مځکنۍ بښپړتیا پر وړاندې توجیه کړي.
دلته یوه ډیره ظریفه باریکې موجوده ده. هغه دا چې د یوې لارې او کمبربند پروګرام او سیپېک ترمنځ تفاوت او دا دواړه له یو بل څخه په جلا توګه ارزول دي. هغومره چې پاکستانیانو او چینایانو کوښښ کړی چې دا دوه د یوه پروګرام برخه معرفي کړي او د دواړو اهداف په یوه شان وښیي، افغانستان او د مرکزي اسیا نور هېوادونه باید ځیر او هوښیار و اوسي تر څو پرې نه ږدي چې دوی د چین-پاکستان په اېښودل شوي دام او جال کې راګیر شي او په ناخواسته توګه د دغو دوو هېوادونو او هندوستان ترمنځ دښمنۍ کې راښکېل شي. چین د یوې لارې او یو کمبربند پروګرام د خپلو ستراتیژیکو اهدافو او سترو اقتصادي-امنیتي ګټو ساتلو په هدف په لاره اچولی دی. افغانستان او نور هېوادونه لومړی باید د خپلو ملي ګټو تأمین په دغه پروګرام کې وویني تر څو له چین سره مله او ملګري شي چې د یوې لارې او یو کمبربند پروګرام په بریالیتوب سره تطبیق شي. لکه څرنګه چې په کاراکورم/سیپېک کې چین او پاکستان دواړه خپلې ګټې ویني نو له یو بل سره یې اړیکې حتا د یووالي تر حده رسېدلي دي. با وجود د دې چې د چین له خوا په لاره اچول شوي پروګرام کې ټولې سیمې ته د خیر او سوکالۍ پوتانسیل او اُمید تر څرک کېږي، خو هم په سیمه کې او هم د نړۍ په سطحه له ډېرو ننګونو او ستونزو سره مخ دی.
د پای خبره:
د افغانستان جغرافیایي موقعیت او په دغه هېواد کې سیاسي-امنیتي وضعیت د یوې لارې او یو کمربند پر پروګرام باندې سترې او مهمې اغېزې درلودلای شي. چین د افغانستان د واخان له لارې کولای شي چې هم د منځنۍ اسیا هېوادونو، هم له ایران او هم له پاکستان سره وصل شي، له همدې لارې له ترکمنستان او ازبکستان څخه طبیعي ګاز او له ایران څخه تېل وارد کړي. ترڅنګ یې له افغانستان څخه پروسس شوي اوسپنه او مس چین ته ولېږدوي. له بل پلوه، په افغانستان کې سیاسي او امنیتي بې ثباتۍ او د خلکو کمزوری اقتصاد د یوې لارې او یو کمربند پر امنیت باندې خورا سترې اغېزې شیندلای شي. په تېره چې د افغانستان خاوره د چین د سیمه ییزو او نړیوالو رقیبانو او دښمنانو له خوا د چین د ګټو خلاف وکارول شي. د دې لیکنې د لیکوال په لاس مخکې چاپ شوې لیکنه کې چې څرنګه د پاکستانې چارواکو په وینا، هندوستان په افغانستان کې له خپل حضور څخه د پاکستان او چین پر ضد کار اخلي، تفصیل ورکړل شوی دی. د هغې لیکنې او یوې بلې اړوند مقالې لینکونه د همدې لیکنې په پای کې له درنو لوستونکو سره شریک شوي دي.
دا چې چین له پاکستان سره لاس یو کړی څو سیپېک و افغانستان ته وغځوي، ټوله موضوع لا ډېره پیېچلې کوي؛ ځکه و افغانستان ته د سیپېک غځونه په اصل کې د کاراکورم لویې لارې غځونه ده چې له هندوستان سره د دښمنۍ او د چین-پاکستان د امنیتې-ستراتیژیک یووالي سمبول دی. ترڅنګ یې سیپېک په بالقوه توګه په افغانستان کې د پاکستان د نظامي پالیسۍ هدف ته د رسېدو په معنا ده؛ ځکه افغانستان په اقتصادي لحاظ پر پاکستان باندې پېیل کېږي او د سوق الجیشی لحاظه له هند سره په دښمنۍ کې اچول کېږي. کوم اهداف چې د پاکستان پوځي پالیسي جوړوونکو څلوېښت کاله پخوا په افغانستان کې ځان ته ټاکلې وه.
یوې داسې خطرناکه معاملې ته د افغانستان ورټېل وهل، هغه هم په داسې حال کې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي ستونزه لا نه ده حل شوې، که په ظاهره توګه ورته وکتل شي، چین په خپل لاس خپل قبر کني؛ ځکه داسې یوه چاره د پاکستان پر ضد د افغانانو منفي احساسات لا ډېر راپاروي. نه یوازې د پاکستان پر ضد، بلکې چین په خپله د افغانانو د کرکې هدف ګرځي چې هغه بیا د هندوستان او نورو هغه هېوادونو او سازمانونو له خوا چې له چین سره دښمني او سیالي لري د چین پر ضد کارېدلای شي.
که افغانستان کولای شي چې په مستقیمه او مستقله توګه چین له منځنۍ، جنوبي او لوېدیځې اسیا سره وصل کړي، ترڅنګ یې دا وړتیا هم لری چې له همدې ځایه د چین منافع او تاسیسات په ټولو هغو سیمو او حتا د چین دننه کې له ګواښ او خطر سره مخامخ شي. که څه هم د شوروي اتحاد د اشغال ضد جهاد کې د افغانانو هدف د خپلې خاورې ازادول و او نړیوالو له افغانانو سره دې هدف ته د رسېدو په پار مرسته او ملاتړ کاوه، پاکستان په همدغه وخت او له خپل موقعیت څخه په ګټه اخیستنه، لکه د لستوڼي مار په څېر، د افغانستان لپاره د خپل ستراتیژیک عمق پالیسي جوړه کړه. هم یې د افغانانو او هم یې د هغوی د نړیوالو ملاتړو په سترګو کې خاورې شیندلې او د دوست په جامه کې یې له افغانستان سره تر شورویانو د بدترې دښمنۍ نقشې جوړولي. خو نن د چین او پاکستان ترمنځ و یووالي ته په کتو، دا احتمال لږ لیدل کېږي چې پاکستان دې د چین له همغږۍ او ملاتړ پرته د سیپېک په واسطه د خپلې نظامي پالیسۍ د تطبیق او هدف ته د رسېدو مزل لنډیدل وغواړي، بلکې له چین سره په پوره همغږۍ لکه د شرقي هند کمپنۍ چې د اروپایي مستعمره چیانو له خوا د هندوستان او چین د اشغال او استثمار لپاره وکارول شوه، دوی د سیپېک په واسطه غواړي د افغانستان او د منځنۍ آسیا له نورو هېوادونو څخه ورته ګټه پورته کړي؛ ځکه که د چین لپاره له افغانستان سره د اقتصادي اړیکو تأمینول اولویت ولري، لاره یې باید د واخان-هرات او یا هم د منځنۍ اسیا هېوادونو لکه ازبکستان څخه را وغځېږي او که چین ته د امنیتي لحاظه مهم هېواد وي، بیا دې د شنغای امنیتي تړون د غړیتوب بلنه افغانستان ته ورکړي. ولې سیپېک؟
یادونه: سید محمداعظم خپلې لوړې زده کړې په کابل او امریکا کې د سیاسي علومو او پالیسۍ جوړونې په څانګو کې بشپړې کړې دي
د ټویټر پته یې: (@AlumniAzam)
دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.
Views: 1325
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP