ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مقدمه

ملي امنيت شورا د جمهور رييس او وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقوماندان په رياست د ملي ګټو، ملي ارزښتونو، ځمکنۍ بشپړتيا او د هېواد د ملي حاکميت په برخو کې د تصميم نيولو مرجع ده. په ډېرو هېوادونو له دې جملې په افغانستان کې  هم ملي امنيت شورا د بهرني سياست، دفاعي او امنيتي چارو او نورو مواردو کې خورا مهم تصميمونه نيسي. د دې شورا تشکيل د هېواد له لوړپوړو سياسي، نظامي او امنيتي مقاماتو جوړ وي.

په ډېرو هېوادونو کې د ملي امنيت شورا د اداري او دارالانشايي چارو د پر مخ وړلو لپاره بېلابېل عنوانونه لکه درالانشاء، دبیرخانه، سکرتريت او ملي امنيت شورا دفتر کارېږي چې د ملي امنيت سلاکار يې رهبري کوي.

زموږ په هېواد کې د ملي امنيت سلاکار د امنيت شورا دفتر په راس کې دی چې د ملي امنيت شورا دفتر اړينه وظيفه او مسووليت د امنيتي بنسټونو ترمنځ همغږي، نظارت، د اجرااتو ارزونه او د دارالانشايي چارو پر مخ وړل دي.

په دې وروستیو کې د ملي امنيت شورا دفتر، اجرااتو، کارونو، صلاحيتونو او د هېواد له نورو امنيتي او دفاعي بنسټونو سره يې د تعامل په اړه د ځينو کړیو له خوا ضد و نقيض بحثونه کېږي. دغه بحثونه په ټوله کې د دغه مهم دفتر د تخريب په خاطر کېږي او يا يې ځيني عاملان د ناخبرۍ له امله کوي. د ملي امنيت شورا دفتر د ولسمشر د دفتر په توګه د افغانستان د رييس جمهور د هداياتو د څارنې او ارزونې مسووليت لري چې د هېواد په نافذه قوانينو، په تېره بيا اساسي قانون کې خو يې د ايجاد او فعاليت په مخ کې خنډ نشته- نشته، بلکې په څو نافذه قوانينو کې دغه دفتر ته مشخص مسووليتونه هم سپارل شوي دي؛ مثلاً له پيسو مینځلو او جرمي عايداتو سره د مبارزې او څو نور قوانين. د ملي امنيت سلاکار ځای هم د هېواد په نافذه قوانينو کې د دولت د يوه مقام په توګه ثابت دی او په څو قوانينو کې يې مشخصاً يادونه شوې ده.

د بيان ازادي او د بیان حق د هېواد د اوسېدونکو بنسټي حق ګڼل کېږي او هر څوک حق لري چې خپل نظرونه او ليدلوري بیان کړي، که دغه ليدلوري او نظرونه رغنده او پر حقيقتونو ولاړ وي، هرو مرو په درد خوري، مګر که شخصي، مغرضانه او ګمراه کوونکي وي، خامخا د ټولنې عمومي افکار يوه نامعلوم لوري ته سوق کوي.

دغه معلومات يوازې د ملي امنيت شورا دفتر او نورو دفاعي او امنيتي بنسټونو د اجرااتو، صلاحيتونو او مسووليتونو د وضاحت په خاطر وړاندې شول چې خلک د خپلو مسوولانو په هکله هم پوه شي او هم قضاوت وکړي. لاندې په لنډو کې د هر ډول سو تفاهم د مخنيوي په خاطر مهمو او اساسي شاخصونو ته اشاره شوې چې چارې سره تفکيک شي.

لومړی: د ملي امنيت شورا او ملي امنيت شورا دفتر ترمنځ توپير

۱- ملي امنيت شورا په مهمو مسايلو کې د تصميم نيولو د تر ټولو مهمې مرجع په توګه د اساسي قانون د ۶۴مې مادې په رڼا کې ايجاد شوې ده.

۲- جمهور رييس د اساسي قانون د ۶۴مې مادې له حکم سره سم چې هلته «د وسله‌وال ځواک د اعلی قيادت» موضوع مطرح شوې، د ملي امنيت شورا رييس هم دی.

۳- د ملي امنيت شورا په عضويت کې د ولسمشر د مرستیالانو، د دفاعي او امنيتي سکټور وزيرانو او بهرنيو چارو او ماليې وزيرانو ترڅنګ د ملي امنيت سلاکار/ مشاور هم غړيتوب لري.

۴- د ملي امنيت شورا دفتر لومړی ځل د انتقالي دولت په موده کې د وخت د رييس پر ځانګړي حکم جوړ شو او تر اوسه پورې له لازمې جرحې او تعديل سره د ملي امنيت شورا د «دارالانشاء» يا «سکرتريت» چارې پر غاړه لري.

۵- د جمهور رييس د ملي امنيت سلاکار په افغانستان کې «د افغانستان اسلامي جهوري دولت د ملي امنيت سلاکار» بلل کېږي. په نورو هېوادونو کې هم په مختلفو عنوانونو يادېږي، لکه د ملي امنيت مشاور، د ملي امنيت شورا منشي، د ملي امنیت شورا سکرتر او د جمهور رييس د ملي امنيت مشاور.

۶- د ملي امنيت سلاکار خپل محوله وظايف د ملي امنیت شورا د رييس او غړو د هداياتو په رڼا کې پر مخ وړي.

۷- د ملي امنيت شورا دفتر يو خورا کوچنی تشکيل لري چې له نخبه کارپوهانو او کارمندانو جوړ دی او صرف د مسلکي اړتيا پر بنسټ تعيين شوي او کار کوي.

دويم: اجرايي ميکانيزمونه

۱- د ملي امنيت شورا دفتر خپل محوله وظايف د ځانګړې مقررې پر اساس چې «د ملي امنيت شورا د اجرااتو د تنظيم مقرره» بلل کېږي، سر ته رسوي.

۲- ياده مقرره هر وار د انتخابي ولسمشرۍ دورې له پيله وروسته د ملي امنيت شورا له تصويب وروسته، مرعی الاجرا ګرځي.

۳- همغږي، چټکول (تسريع) او د دفاعي او امنيتي وظايفو د محوله چارو تسهيل د ملي امنيت شورا دفتر دندې دي چې موږ يې په خپل کاري چاپېريال کې «کاري اساسي اصول» هم بولو.

۴- د ملي امنیت شورا مصوبې، د ملي امنيت شورا د رييس مستقيم هدايات او د هېواد امنيتي لومړيتوبونه هغه لارښوو عنصرونه دي چې د ملي امنيت شورا دفتر چوکاټ تعيينوي.

۵- د ملي امنيت شورا دفتر د خپلو اصلي وظایفو يا د هماغو خپلو اساسي کاري اصولو د اجرا لپاره دغه کاري بڼې لري:

۱) د جمهور رييس په مشري د ملي امنيت شورا جلسې او د غړیو ګډون يې

۲) د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومانداني جلسې، د رييس جمهور په رياست او د دفاعي او امنيتي سکټور د وزيريانو په ګډون

۳) د سترو امنيتي جلسو رهبري، د ملي امنيت سلاکار په مشري، د دفاعي او امنيتي سکتور د وزيرانو په ګډون؛

۴) د مرستیالونو د کمېټې جلسې، د ملي امنيت سلاکار په مشري، د اړونده وزارتونو د معينانو په ګډون؛

۵) تخنيکي بين الوزارتي جلسې، د محوله چارو د اجرا د اطمينان لپاره پلټنه او تعقيب؛

۶) د مهمو امنيتي اسنادو تسويد او تدقيق، په پورته يادو جلسو کې د ارزونې او تصويب (په ترتيب) په خاطر؛

۷) د دفاعي او امنيتي او نورو اړونده بنسټونو ترمنځ د محوله چارو همغږي، نظارت او تسهيل؛

۸) د جمهور رييس او نورو بنسټونو له خوا د امنيتي لومړيتوبونو پر بنسټ نورې محوله چارې چې دغه دفتر ته محول کېږي؛

درېيم: کليدي کارونه او لاسته ‌راوړنې

د ملي امنيت شورا دفتر له جوړېدو تر اوسه پورې په سياسي، امنيتي، نظامي او نورو برخو کې چې له دغه دفتره يې غوښتنه شوې، ډېرې لاس‌ته‌راوړنې لري چې لاندې به يې څو مهمو او کليدي هغو ته اشاره وشي:

۱- د ملي امنيت او بهرني سیاست اړوند د کليدي اسنادو تسويد او تصويب

۲- له دوستو هېوادونو سره د بهرنیو اړيکو تحکیم او تسهيل

۳- د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د ملاتړ او پياوړتيا لپاره له دوستو هېوادونو سره د مذاکراتو کول

۴- له ذيربطو کورنیو او بين المللي مراجعو سره د سياسي، نظامي، امنيتي او تخنيکي چارو تسهيل او همغږي او له ناټو سازمان او امريکا متحده ايالتونو سره د امنيتي همکاريو د هوکړو د تطبيقي اسنادو نظارت

۵- له ګاونډيو هېوادونو سره د اړيکو د ايجاد او پياوړتيا لپاره د اړونده بنسټونو ملاتړ کول

۶- د دفاعي او امنيتي سکټور د پياوړتيا او محلي حکومتولۍ د ښه کېدو لپاره د امنيتي او حکومتولۍ د کاري چوکاټونو د ايجاد تسهيل. د نمونې په ډول د کابل ـ باميان امنيتي جلسو پرېکړې يادولای شو.

۷- د راتلونکو دفاعي او امنيتي پروګرامونو په تدوين کې له دفاعي او امنيتي بنسټونو سره همکاري. د نمونې لپاره يې د جمهور رييس په مستقیم نظر د «راتلونکي قوتونه» کنفرانس دايرول

۸- د هېواد د دفاعي او امنيتي ځواکونو د شهيدانو او ټپيانو او هغوی د کورنیو وضعيت ته د پرله‌پسې رسېدنې تسيهل او څارنه.

د يادونې ده، د ملي امنيت شورا دفتر هماغو کاري اصولو ته په پابندي چې همغږي، تسريع او تسهيل دي، په هيڅ صورت د نورو بنسټونو په تېره بيا دفاعي او امنيتي سکټور په چارو کې لاس وهنې ته لېوالتیا نه لري. له ټولو بنسټونو په تېره بيا امنيتي هغو سره د ملي امنيت شورا دفتر اړيکې تعريف شوې او روښانه ده او په دې برخه کې هيڅ ابهام نه شته. د دفاعي او امنيتي ځواکونو اتلولۍ او وياړونه په هغوی او د افغانستان په ملت پورې تړاو لري. په اوسینو شرایطو کې چې دفاعي او امنيتي ځواکونه له کومو چلينجونو او سختيو سره مخ دي، انکار نه شي ترې کېدای، دا ډول له دې هم انکار نه شي کېدای چې امنيتي بنسټونه ورته متوجه دي او د حل لپاره يې جدي هڅې روانې دي. د ملي امنيت شورا د دفتر له نظره، د دفاعي او امنيتي بنسټونو وزيران او منسوبين د هېواد په اساسي قانون کې خپل مشخص ځایونه لري.

په پای کې دا موضوع هم بايد واضح شي چې د هېواد د دفاعي او امنيتي سکټور رهبري په ټولو کچو کې ځواب ويلو ته حاضره ده او څنګه چې هېوادوال هم شاهدان دي، د ملي امنيت سلاکار ډېر رسنيز حضور لرلی، د خبريالانو پوښتنو ته يې په کنفرانسونو او مرکو کې کې ځوابونه ويلي دي. د امنيتي مسوبينو، قومي مشرانو، افسرانو او سرتېريو پوښتنو ته يې په ولايتي سفرونو کې ځوابونه ويلي، له سياسي رهبرانو، وکيلانو، د مدني ټولنو له استازيو، خبريالانو او قومي متنفذينو سره يې ګڼ تماسونه لرلي دي. د ملي امنيت شورا دفتر رڼاوی «پاسخګويي» له سره تر پايه يو اصل ګڼي، مګر دا تصور او انتظار غير واقعي دي چې ګواکې د ملي امنيت شورا دفتر به د ورپسې پېيلو او ناپېيلو ټولو چارو ځواب وايي.

Visits: 42

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

author avatar

پاسوال عبدالمقيم عبدالرحیمزی د ملي امنيت شورا د دفتر رئيس دی.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.