ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کوچیانو چارو سمون ادارې ارزښت او اړتیا
د کوچیانو چارو سمون ادارې ارزښت او اړتیا

لیکنه: عرفان الله احمدزی

مخکې له دې چې د کوچیانو چارو سمون ادارې پر ارزښت او اړتیا خبرې وکړم، اړینه بولم چې لومړی کوچیان او بیا د کوچیانو چارو سمون ادارې لنډه پېژندنه هم درسره شریکه کړم.

کوچی ترکي کليمه ده چې له يوه ښار څخه بل ته کډه کولو ته وايي. یا کوچيان هغه خلک دي چې په ډله‌يیزه توګه د کال په ټاکلو موسمونو کې له خپلو مالونو سره پر ځانکړو لارو، ټاکلو سيمو ته ځي. يا کوچيان هغه وګړي دي چې د څارویو روزنه کوي او د موسم په بدلېدو سره خپلې کډې له یوه ځای څخه بل ځای ته لېږدوي. همدارنګه په وروستیو کې د کوچیانو چارو سمون ادارې له لوري د کوچي پېژندنې یوه سیمینار کې – چې د پوهنتون استادانو، د علومو اکاډمۍ غړو، کوچي مشرانو او د نظر خاوندانو برخه اخیستې وه – کوچی داسې تعریف کړی: «کوچی د افغانستان هغه تبعه ده چې ابایي(پلرنی) کسب یې مالداري وي او موسمي مېنې ولري. د افغانستان کوچيان لومړي سر کې پر دوو لویو برخو وېشل کېږي چې اصلي او نیمه کوچیان دي چې دا هر یو یې نور ډولونه لري.»

د کوچیانو اداره له ۱۳۴۲لمریز کال راهیسې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په اډانه کې د کوچیانو مدیریت او بیا د امریت په بڼه موجوده وه؛ بالاخره په ۱۳۸۵ لمریز کال کې کوچیانو ته د لا ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د خپلواک ریاست په توګه رامنځته شوه.

دغې ادارې د یوې پاليسي جوړوونکي او همغږي کوونکي ارګان په توګه د هېواد د کوچیانو د ټولنیز ژوند سمون، معیشتي ژوند ښه‌والي، ښوونې او روزنې، روغتیا، مالداري نظام بیارغونې، وترنري خدماتو وړاندې کولو، اسکانو، فرهنګي ودې، د جرګو نظام ژوندي کولو، عامه پوهاوي او له غاصبـینو څخه د کوچیـــانو د ورشو او څرځایونو خوندي کولو لپاره کار او فعالیت کاوه.

د کوچیانو ادارې د هېواد په پنځو لویو ولایتونو (کندهار، ننګرهار، خوست، هرات او بلخ) کې د ریاستونو او نورو ولایتونو کې د آمریتونو په کچه سیمه‌ییز دفترونه  لرل چې په اړوند ولایتونو کې یې د کوچیانو ستونزو د حل په موخه خپل فعالیتونه ترسره کول. دغې ادارې د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې  ۳۸۰ رسمي او خدماتي پرسونل درلود چې ۱۴۱ یي په مرکز او ۲۳۹ نور یې په ولایتونو کې پر دندو بوخت ول.

د کوچیانو چارو سمون ادارې د هېواد په کچه د کوچیانو لپاره ۲۳۱ ښوونځي درلودل چې له دې جملې څخه یې، ۱۵۸ لومړني یا ابتدایه ښوونځي، ۲۴  منځني،  ۱۲ لېسې، ۱۵ دیني مدرسې او ۲۲ ګرځنده ښوونځي ول.

له دې ډلې په شپږو لېسو (خوست، غزني، ننګرهار، کابل، لوګر او هرات) کې  د لیلیې امکانات هم موجود وو. په دغو لېسو کې درې (د ننګرهار، غزني او هرات لېسې) د کوچیانو ادارې له لوري او نورې د پوهنې وزارت له لوري مدیریت کېدلې. په دغو ښوونځیو کې نهه شپیته زره شپږ شپیته( ۶۹۰۶۶) زده‌کوونکي پر زده‌کړو بوخت ول چې نهه څلویښت زره اته سوه یو اتیا ( ۴۹۸۸۱) ذکور او نولس زره یوسل پنځه اتیا ( ۱۹۱۸۵) یې نجونې وې.

همدارنګه په ټول هېواد کې کوچیانو ته ۲۶ ګرځنده او۱۰ ثابت روغتیايي مرکزونه فعال ول چې هره ورځ یې سلګونو کوچیانو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کول. د دې ترڅنګ شاوخوا۶۰ ګرځنده او ثابت حیواني روغتیايي مرکزونه او پنځلس فیډربانکونه(د حیواني خوړو زېرمه‌تونونه) هم موجود ول چې د اړتیا په صورت کې یې د کوچیانو مالونو ته روغتیايي چوپړونه او خواړه برابرول.

د کوچیانو چارو سمون ادارې په خپل لنډ مزل کې د کوچیانو تاریخي او فرهنګي حیثیت وځلاوه او ټولو هېوادوالو ته یې هغه انګېرنه چې ګوندې کوچی د ټولنې د اوږو بار دی غلطه ثابته کړه. ادارې د غونډو، ناستو او خپرونو له لارې د کوچي واضح او جامع تعریف وړاندې کړ چې له مخې یې، کوچی د افغانستان بومي اوسېدونکی، د قومونو د وصل کړۍ، د تجارت او لېږد رالېږد بنسټ اېښودونکی، د هېواد د اقتصاد د ملا تیر، د چاپېریال ساتونکی، د هېواد بې معاشه عسکر او د اصیل افغاني فرهنګ باني وګڼل شو. یادې ادارې د تحقیق او ظرفیت لوړونې پروژې پرمټ د کوچیانو نفوس، څرځایونه او د تګ راتګ تاریخي لارې تثبیت کړې او کوچیانو ته یې په مختلفو برخو کې عامه پوهاوی ورکړ. له سکتوري وزارتونو او نهادونو سره وخت پر وخت د کوچیانو ستونزې شرېکېدلې او د حل لارې ورته لټول کېدې. په ټوله کې به په لنډ ډول ووایم چې کوچیانو د خپلو ستونزو حل ښکاره ادرس درلود چې تل یې ورته مراجعه کوله .

د ا.ا.ا له راتګ سره سم د کوچیانو چارو سمون اداره د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت کې مدغم شوه چې تشکیل یې د یوه کوچني ریاست په کچه د شل دوه ویشت کارمندانو په اندازه شو او مهمې څانګې یې له منځه لاړې. د کوچیانو له‌پاره د خدماتو وړاندې کول او د هېواد په کچه له کوچیانو څخه د لویو موخو ترلاسه کول د دغه کوچني ریاست له واکه وتلې خبره ده. د کوچیانو ادارې د شمېرو له مخې، د کوچیانو نفوس شاوخوا پنځه میلیونه اټکل شوی او د احصایې ملي ادارې بیا دغه شمېر یونیم میلیون ښودلی. د دومره عظیم قشر لپاره چې د افغانستان په ټوله جغرافیه کې موسمي مېنې لري، د یوه جلا وزارت اړتیا وه، خو د کوچیانو له غوښتنې سره سره په تېر کې دغه اداره پر وزارت بدله نه شوه.

زه د یوه کوچي پېژندونکي په حیث چې د کوچیانو اداره کې مې شپږ کاله کار کړی او په کوچیانو مې ګڼې مقالې او یو کتاب لیکلی، د کوچیانو د یوې خپلواکې او واکدارې ادارې موجودیت د دغو لاندې اړتیاوو له مخې ضرور بولم:

۱-  د اټکل له مخې، په کوچیانو کې د سواد کچه پنځه سلنه ده. د کوچیانو د سواد او زده‌کړو لپاره ځانګړو پروګرامونو (ګرځنده ښوونځيو او موسمي مېنو کې لنډمهالو ښوونځيو) ته اړتیا ده چې د دغو پروګرامونو پلي کولو او تعقیب ته باید یوه مستقله اداره وي.

۲-  د هېواد په کچه اتیا سلنه وړه مالداري د کوچیانو ده. د دغې وړې مالدارۍ د پالنې، درملنې او مارکیټینګ له پاره د یوې ځانګړې ادارې شتون مهم دی؛ تر څو د هېواد ضعیف اقتصاد سره پام وړ مرسته وشي.

۳-  د کوچیانو لبنیات، غوښه، وړۍ او لاسي صنایع د کیفیت او کمیت له اړخه پام اړوونکي دي. د دې ټولو مدیریت او ورڅخه سمه ګټه اخیستنه د یوې خپلواکې ادارې په موجودیت کې شوني دي.

۴-  ټولو ته جوته ده چې د کوچیانو مالداري او د رمو څرول په چاپېریال ساتنه کې مهمه ونډه لري. دا چې د دښتو له طبیعي وښو او بوټو څخه سمه ګټه واخیستل شي او له یوې سیمې څخه بلې ته د تخمونو انتقال ترسره شي نو د کوچیانو مالونه باید د پخواني دود له مخې مختلفو سیمو ته لاړ شي. د کوچیانو لپاره د عنعنوي لېږد رالېږد او اسانتیاوو برابرول د یوې ځانګړې ادارې کار دی.

۵-  د کوچیانو میلیوني نفوس او د دغو وګړو د مالدارۍ، تعلیم، روغتیا، مېشتېدنې او ژوند نورو اړخونو لپاره باید د یوې مستقلې ادارې په موجودیت کې هراړخیز پلانونه، طرحې او ستراتیژیانې جوړې شي او د عملي کولو له پاره یې شپه او ورځ کار وشي.

۶-  د کوچیانو د تذکرو، پاسپورټ، مرستو وېش، همغږي کولو، شوراګانو جوړولو، ستونزو راټولولو او حلولو او د ځمکو او ورشوګانو پر سر د لانجو له منځه وړل د یوه ځانګړي ادرس له مخې باید وشي. هر وزارت او ادارې ته د کوچیانو لېږل د دوی د وخت ضایع کېدل، د دوی ځورول او ورسره ظلم دی.

۷-  د کوچیانو چارو سمون ادارې په تېر کې له ځینو وزارتونو او ادارو سره د ګډ کار هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي دي. د دغو هوکړه‌لیکونو عملي کول چې د کوچیانو اقتصادي وضعې ښه‌والي او فرهنګي ودې لپاره ډیر مهم دي، د یوې باصلاحیته ادارې په وس پوره ده نه د یوه کوچني ریاست.

۸-  د کوچیانو چارو سمون ادارې د کوچیانو لپاره د کوچي غږ راډیو جواز اخیستی و، د ایلبند مجله یې په هرو درېیو میاشتو کې چاپوله، د کوچیان مجلې جواز یې اخیستی و، د لاسي صنایعو او کوچیاني تولیداتو نندارتونونه یې جوړول او غونډې یې کولې چې د دغو ارزښتناکو پروګرامونو دوام د کوچیانو او په ټوله کې د افغاني فرهنګ لپاره د روح هومره ارزښت لري.

وړاندیز: د افغانستان له اوسنيو واکدارانو څخه په ډېر درنښت هیله کوم چې د کوچیانو ژوند ته ځانګړی پام وکړي. کوچیان د افغانستان د اقتصاد د ملا تیر او د دې وطن د اصیل فرهنګ ساتونکي دي. مه پرېږدئ چې دغه خواریکښ قشر د پردیو ملکونو شپني او پاده‌واني وکړي. د کوچیانو لپاره یو ځانګړی وزارت یا اداره جوړه کړي او پوره واکونه ورکړئ؛ تر څو هېواد مو له اقتصادي پلوه پر پښو ودرېږي او یوې پایدارې سولې ته ورسېږو.

د کوچیانو د ژوند ښه‌والي په هيله!

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.