ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دا دی په ډېری ولسوالیو کې د طالبانو جادوګریز پرمختګ خلک حیران کړل، دا چې دغه فتوحات د مخکني جوړ جاړي او معاملو له مخې وشول او یا طالبانو د دولت ضعیف اړخونه وموندل، د بلې لیکنې مسئله ده. د دغو فتوحاتو له جملې څخه یو هم د بدخشان ولایت د ولسوالیو سقوط دی چې د نظر د څښتنانو پام یې ځان ته ور اړولی دی.

د بدخشان ښکلی ولایت، له بډای فرهنګ او ښکلو خلکو سره، په ډېرو ځایونو کې بې له جګړې د طالبانو په ولکه کې راغی. دا به هم ومنو چې جهادي تنظیمونو او ځینو چارواکو د طالبانو په پرمختګ کې مرسته وکړه. پوښتنه دلته را پیدا کېږي چې ولې دا کار په هلمند، کونړ، زابل او یا نورستان کې ونه شو؟ ولې طالبان بدخشان ته دومره لېوال دي؟ ایا طالبان په بدخشان کې کومه ستراتیژیکه ګټه لري؟

دغه لیکنه د بدخشان ولایت د مهمو ولسوالیو سقوط او د دغه سقوط تر شا د منطقوي او نړیوالو پروژو اړوند مسئلو ته ځانګړې شوې ده.

افغانستان د نړیوال کمربند د سړک نوښت (Belt and Road Initiative – BRI) د دوو کرښو ترمنځ موقعیت لري. له چین څخه تر اروپا پورې شمالي کرښه، د افغانستان له شمالي پولې څخه تېریږي او د BRI نوم یې پرې ایښی دی. د چین سوېلي کرښه چې د چین- پاکستان اقتصادي دهلېز (China Pakistan Economic Corridor – CPEC)) په نوم یادېږی، د ډیورنډ له کرښې څو کیلومتره ها خوا د جوړېدو په حال کې ده. که تاسو لومړی نقشه وګورئ (1) د بدخشان د واخان د خولي او یا د واخان او اشکاشم ترمنځ د BRI دوه لارې (BRI او CPEC لیکې) یو بل ته ډېرې نږدې کېږي.

دغه نوښت د چین له خوا شوی؛ څو له لارې یې خپل واردات او صادرات تنظیم کړي او د نړۍ د ډېر لوی زبرځواک په توګه د منطقې هېوادونه پر خپلو اقتصادي همکارانو بدل کړي. د دغه ستر نوښت لګښت به تر ۱۰۰۰ ميلیارده ډالرو پورې وي. دا لوی نوښت د انسان په تاریخ کې تر ټولو لویه پروژه ده. د دغه نوښت له مخې به د چین لوی اقتصاد د شپېتو هېوادونو د اقتصادي ودې لامل وګرځي چې د دې لیکې په واسطه سره نښلول کېږي. دغه د ورېښمو لار کېدای شي یاد شپېته هېوادونه د چین تر اقتصادي او جیوپولیټیک (Geopolitics) اغېز لاندې راولي.

پاکستان په دغه نوښت کې یوازې د ترانزیټ وظیفه لري؛ د چین توکي به خلیجي هېوادونو ته له همدې لارې ترانزیټ کېږي او د خلیج پټرول او ګاز به چین ته لېږدول کېږي. خو پاکستان ډېر لېوال دی څو دغه هېواد هم د دغه لوی نوښت له لارې خپل کرنیز توکي او تولیدات صادر کړي. پاکستان په ډېر بد اقتصادي حالت کې د چین د دې پروژې هرکلی وکړ. له ۲۰۱۳ کال څخه بیا تر ۲۰۱۹ کال پورې د پاکستان مات اقتصاد پر همدې سي- پیک پروژې باندې ولاړ دی، د دې پروژې په نتیجه کې د پاکستان کلني ناخالص عواید اووه سلنه لوړ شول.

اوس پاکستان د شمال د BRI او د CPEC دوو لیکو نښلولو ته خورا لېوال دی؛ څو نه یوازې چینایي توکي له یادې لارې د خلیج هېوادونو ته ولېږدول شي، بلکې پاکستان وکولی شي خپل سوداګریز توکي د مرکزي اسیا هېوادونو او روسیې ته صادر کړي. په زړه پورې خبره دا ده چې د ستراتیژیک او سیمه يیزې اقتصادي او ترانسپورټي نښلونې نوښت په اړه د افغانستان د حکومت له څرګندونو سره سره، افغانستان د چین د BRI په نقشه کې ځانګړی ځای نه لري، په داسې حال کې چې تر دې دمه تر ۶۰ ډېر هېوادونه په ځانګړې توګه په اسیا کې (سوېل ختیځه اسیا، پاکستان، خلیج او منځنۍ اسیا)، قفقاز (اذربایجان، جورجیا، ارمنستان) او ختیځه اروپا (روسیه، بلغاریا، د بالکان هېوادونه، تر جرمني پورې) په دې نوښت کې برخه اخلي.

د یادونی ده، د افغانستان دولت له چین څخه د پور له اخیستو انکار کړی چې دا د ستاینی وړ ده؛ خو په ورته وخت کې د افغانستان لپاره له پور اخیستو پرته هم د BRI نوښت ته د ور داخلېدو امکانات موجود دي چې په دې اړه تر اوسه د افغانستان د دولت له خوا کوم پخلی نه دی شوی.

منځنۍ اسیا ته د اغېزناک ترانزیټ لپاره د پاکستان ټولې هڅې ناکامې شوې. له بلې خوا نور هېوادونه او نړیوال سازمانونه چې له مرکزي اسیا څخه سوېلي اسیا ته د ګاز او برېښنا په لېږد کې برخه لري، په افغانستان کې د دوامداره جګړې له امله ناهیلې دي. په دی موده کې پاکستان خاموش ناست نه وو. په تېرو لسو کلونو کې دغه هېواد د قراقرم لویې لارې په جوړولو کې بریالی شوی او په عملي ډول یې د سي- پیک دهلېز خلاص کړی چې د چین د قاشغر سیمه یې په بلوچستان کې د ګوادر له بندر سره ونښلوله. د منطقې هېوادونه په تېرو شلو کلونو کې سیمه يیز تفاهم ته د رسېدو او د ترانزیټ لپاره د افغانستان د لویې لارې د کارولو په کار کې پاتې راغلي دي.

له بلې خوا د مرکزي اسیا او روسیې بازارونو او طبیعي سرچینو ته د لاسرسي لپاره د پاکستان هیلې د لویو هېوادونو، لکه متحده ایالتونو، چین او ان روسیې له پلانونو سره په مطابقت کې دي.

د قراقرم لویې لارې جوړېدو او د سي- پیک دهلېز د کار پیل د پاکستان لپاره د کندهار او هرات په پرتله د بدخشان اهمیت نور هم ډېر کړ. که تاسو نقشه وګورئ (2)، تاسو به ووینئ چې د واخان او اشکاشم د منطقو په ځینو سیمو کې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ شاوخوا ۱۸ کیلومتره واټن دی. دا په دې معنا ده چې که چېرې د پاکستان او تاجکستان ترمنځ ۱۸ کیلومتره سړک د غره په اوږدو کې جوړ شي (نه د غرونو په منځ کې)، د سی- پیک ( CPEC) لویه لاره به د شمالي BRI له لویې لارې سره ونښلول شي چې دواړه یې په چین پورې اړه لري؛ په دې توګه به پاکستان وتوانېږي له دې دوو لارو څخه چې له ۱۰۰۰۰ کیلومترو څخه زیات اوږدوالی به ولري، په وړیا توګه کار واخلي او خپل توکي به تر روسیې او ختیځې اروپا ورسوي.

طالبان ممکن له بدخشان څخه بېرته وشړل شي او یا هم د امریکا په مشرۍ د افغانستان په وېشلو کې بدخشان د طالبانو په سهمیه کې پاتې شي، خو په بدخشان کې د دوی عمل یوه مسئله روښانه کړه او هغه دا چې پاکستان بدخشان ته په نوي نظر ګوري او یوه نه یوه ورځ به یې د مستقیم او یا غیر مستقیم لاندې کولو هڅه وکړي. د طالبانو له خوا د سپین بولدک له نیولو څه باندې ۲۷ کال تېریږي، په هغه وخت کې لا پاکستان د قراقرم لویه لاره نه وه جوړه کړې، د ۶۰ ميلیارده ډالرو سي- پیک پروګرام لا هم شتون نه درلود او پاکستان د تونلونو په کیندلو او د سړکونو په جوړولو کې کافي تجربه نه لرله، اوس ۲۷ کاله وروسته وضعیت په بشپړ ډول بدل شوی دی.

د سوېلي اسیا او منځنۍ اسیا ترمنځ د تجارت او لېږد امیدونه لا هم ژوندي دي؛ افغانستان د دغه لېږد او اړیکو مهمه غوټه ده؛ د دی لپاره چې دغه لېږد ترسره شي، دوې لارې موجودې دي: لومړی: د تفاهم او منطقوي نښلونې او وصل لاره او دويم: په زور، چل او تجریدولو د دې لارې پرانیستل. که څه هم چې د زور او چل له لارې د افغانستان له خاورې تېرېدل به هر هېواد ته ګران تمام شي، خو د افغانستان خلکو، دولت او په تېره بیا د افغانستان روڼ اڼدو ته په کار ده څو د دې ترانزیټي او نښلوونکي کمربند په باب ژور فکر وکړي. افغانستان حق لري څو د منطقوي نښلونې له ابتکاراتو څخه په خپله لازمه ګټه پورته کړي. دا باید د افغانستان ټول ګاونډي او په تېره بیا ایران او پاکستان ومنی.

په ورته وخت کې لازمه ده څو افغانان هم خپل مسوولیت ترسره کړي او د دې شرایط برابر نه کړي چې د منطقوي نښلونې لړی خنډ وګرځي او په خپلمنځي جګړو او ناتار سره د منطقوي پراختیا او پرمختیا مخه ونیسي.

په تېرو ۲۰ کلونو کې د ځمکې نقشه په بشپړ ډول بدله شوې ده؛ چین وتوانېد چې د BRI نوښت او د سمندر د ورېښمو له لارې د نړۍ له ۶۰ سلنې څخه د ډېرو هېوادونو خلک له خپل اقتصادي چوکاټ سره وتړي. د افغانستان لپاره چې د BRI له نوښت سره نږدې دی، مهمه وه چې په دغه نوښت کې شامل شي او له غړو سره د ترانزیټ او طبیعي سرچینو د لېږد او شریکولو اړیکې رامنځته کړي. دا یو روښانه اصل دی چې چین د خپل ځان بسیا کولو او پر نړۍ د خپل تاثیر زیاتولو لپاره غریبو او غیر ډيموکراتیکو رژیمونو ته پورونه ورکړي څو وروسته یې تر خپل سیاسي او اقتصادي تاثیر لاندې راولي.

همدا دوه کاله مخکې پاکستان مجبور شو چې د ګوادر بندر د پنځوسو کلونو په موده چینایانو ته په ټیکه ورکړي، خو دا هم باید وویل شي چې افغانستان په خپله کولای شي د BRI ترانزیټي سیسستم ته ور داخل شي، بې له دې چې د چین پورونو ته غاړه کېږدي.

د بدخشان د نیولو په باب باید وویل شي چې یو مجهز کنډک کولی شي د یوې اوونۍ په لړ کې د دغه ولایت ټولې ولسوالۍ بېرته له طالبانو څخه ونیسي، خو اصلي مسئله د ولایتونو او ولسوالیو کنټرول نه دی؛ اصلي مسئله سیاسي، نظامي او پرمختیایي تګلاره ده چې په هېواد کې هیڅ ښکېل اړخ د دې وړتیا نه لري چې هضم یې کړي او ورباندی پوه شي. دا دی افغانستان د سیمه يیز پرمختګ، د طبیعي سرچینو د وېش او د نړیوالو مواصلاتي لارو جوړولو په لاره کې د یوه لوی کاڼي په ډول پروت دی. موږ کولای شوای او تر اوسه کولای شو، په دغه لوی نوښت کې نه د قرباني په توګه، بلکې د یوه فعال ګډون کوونکي په توګه برخه واخلو.

د اوسني ښکېلو اړخونو په منځ کې د منطقوي پرمختګ او تعاون په ګټه داسې یو ملي او هوښیار فکر نه لیدل کېږي؛ ځیني په بې ساري توګه د پردیو د اقتصادي اجنډاوو لپاره ځانونه وژني، بې له دې چې پر اصلي موضوع خبر وي. ځيني بیا د موقتي شهرت او شخصي اجنډا لپاره لویه ټولنیزه او ملي شتمني لیلام ته ایښې ده، څو په لنډمهال ډول خپل موقعیتونه وساتي او رسمي سفرونه وکړي. په کار وه چې د دې منطقوي مهندسۍ کولو او د منطقې د خط کشۍ او نوي نړیوال نظم په درشل کې زموږ هېواد د یوه متساوي الحقوقه غړي په توګه میدان ته را وتلی وای. که څه هم چې په لومړی سر کې ځینې هڅې وشوې، څو د منځنۍ اسیا او د جنوبي اسیا د نښلولو لپاره افغانستان یوه ستره ونډه ولوبوي او حتا د CASA-1000 پروژې د کار پیل هم وشو، خو د منطقوي نښلولو پروګرام دومره ستر دی چې د CASA-1000 پروژه یې پنځه سلنه هم نه کېږي. په خواشینۍ سره افغانستان د امریکایي تفوق غوښتنې (Expansionism ) پالیسۍ ښکار شو او زموږ هېواد ونه توانېد څو له چین او منځنۍ اسیا سره پراخې اقتصادي او عمراني اړیکې ورغوي.

دا دی اوس پاکستان په بې شرمۍ سره د طالبانو په لاس د بدخشان ولایت له سقوط سره جوخت په دې لټه کې دی چې دغه منطقه په منظمه توګه سروې کړي او د افغانستان په نظام کې د طالبانو د غوښنې برخې په صورت کې به هڅه وکړی څو یو اوږدمهال قرارداد د افغانستان پر دولت تحمیل کړي او د واخان- اشکاشم له دهلېز نه اقتصادي ګټه پورته کړي. که څه هم چې د BRI او CPEC د ترانزیټي لارو نښلول به د افغانستان له لارې زموږ هېواد ته ګټور واقع شي خو خبره دلته ده چې ایا دا کار به په خپله افغانان وکړي او ګټه به هم په افغانستان کې پاتې شي او که به یې پاکستانیان د چینایانو په سیاسي او اقتصادي مرسته او د طالبانو په وسله واله مرسته وکړي او ګټه به یې پاکستان او چین ته ولاړه شي؟

دا هغه پوښتنې دي چې د هېواد اوسني عالمان، متخصصین په دولت کې ځیني زړه سواندي چارواکي او حتا ګاونډي هېوادونه یې باید په ځیر مطالعه کړي. د منطقوي نښلونې پروګرام تر هغو نه شی بریالی کېدای څو د ټولو ګډون کوونکو هېوادونو د خلکو سوکالي او ګټي په کې په نظر کې ونه نیول شي.

دا لاره به فتح او لاندې شي، خو که د خلکو د ژوند د بدلون باعث ونه ګرځي، نو دا به د زبېښاک د سکې دویم مخ وي.

 

Hits: 125

دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

د لیکوال پېژندنه

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.