د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرو جګړو پاتې د دوو سرګلولو د چاودنو له امله ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.
د اروزګان د ساختماني شرکتونو مسوولین وايي، د تېر حکومت پر مهال د پیل شوو نیمهکاره پروژو له درکه یې میلیونونه افغانۍ پاتې دي او د نوي حکومت له راتګ سره د کار هیڅ ډول زمینه نه ده ورته برابره شوې.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یې د یوه تېر ایستونکي شرکت فعالیت درولی چې په چل او فرېب یې له خلکو پیسې اخیستلې او په بدل کې یې د ګټې دروغجنې ژمنې ورکولې.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ او چورې ولسوالۍ کې، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان/ UNFAO په مالي او د افغانستان بیا ودانولو موسسې/ANCC په تخنیکي ملاتړ، ۱۶۰۰ کسان د ویالو او کانالونو پاکولو په برخه کې پر کار ګومارل شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت یو پلاوی چې اروزګان ته یې سفر کړی وايي، د دغه ولایت هغه نظامي تاسیسات رغوي چې د تېرو جګړو له امله ویجاړ شوي دي.
د اروزګان مسوولین وایي، نن سهار د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د یوې قابلې مړی د هغې په خپل استوګنځي کې پیدا شوی دی.
په اروزګان کې له یوې خوا په لومړي ځل د اکسیجن د تولید دستګاه فعاله شوه او له بلې خوا د دغه ولایت له ټولو روغتیايي مرکزونو سره د طبي او غېر طبي وسایلو مرسته وشوه.
. . .
د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي مسوول په مشرۍ یو پلاوی اروزګان ولایت ته راغلی، څو د هلمند له کجکي بند څخه دغه ولایت ته د برېښنا لېږد لارې چارې وارزوي.