ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې دوو چاودنو ۳ ماشومان ټپیان کړي دي

اروزګان کې دوو چاودنو ۳ ماشومان ټپیان کړي دي

author avatar
27 Jun 2022 - 11:49
اروزګان کې دوو چاودنو ۳ ماشومان ټپیان کړي دي
author avatar
27 Jun 2022 - 11:49

ترینکوټ (پژواک، ۶ چنګاښ ۱۴۰۱): د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې له تېرو جګړو پاتې د دوو سرګلولو د چاودنو له امله ۳ ماشومان ټپیان شوي دي.

د اروزګان د امنیې قوماندانۍ ویاند قاري اغا‌ولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، لومړۍ پېښه تېره ورځ مازیګر د ترینکوټ په خانقې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړه، په دې سیمه کې د شمسیې په نوم یوې نهه کلنې نجلۍ د خپل کور څنګ ته یوه سرګلوله پیدا کړې وه او لوبې یې ورباندې کولې چې چاودنه یې کړې او دا یې سخته ټپي کړې ده.

دی وایي، له پېښې سملاسي وروسته امنیتي کسان سیمې ته رسېدلي او ټپي ماشومه یې روغتون ته رسولې چې اوس یې روغتیايي وضعیت ښه دی.

قریشي وویل، دویمه پېښه هم تېره ورځ ناوخته د ترینکوټ په یک لنګه سیمه کې شوې ده.

ده زیاته کړه، په دې سیمه کې هم دوو ماشومانو – چې شاوخوا اته کلن دي – یوه سرګلوله موندلې وه او پرې چاودلې چې دواړه یې ټپیان کړي دي.

د هغه په خبره، ټپي ماشومان روغتون ته رسول شوي او روغتیايي حالت یې ښه ګڼل کېږي.

د امنیې قوماندانۍ ویاند له خلکو غوښتنه کوي چې که په خپلو سیمو کې له تېرو جګړو پاتې شوي ناچاوده توکي ویني، نو نږدې پوستو ته دې خبر ورکړي.

د اروزګان ولایتي روغتون یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، پژواک اژانس ته وویل، له دواړو پېښو ۳ ټپي ماشومان ور وړل شوي چې روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ دی.

هغه زیاته کړه، په دې وروستیو کې دغه روغتون ته د هغو ټپیانو ور وړل ډېر شوي چې له تېرو جګړو پاتې شوي ناچاوده توکي ورباندې چاودېدلي وي.

سرچینه وايي، دوې اوونۍ مخکې هم دغه روغتون ته دوې ښځې او یو ماشوم چې د ماین چاودنې ټپیان کړي وو، ور وړل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د اروزګان د ډېرو سیمو اوسېدونکو په وار وار غوښتنه کړې چې د ماین پاکۍ ټیمونه دې ور ولېږل شي او له تېرو جګړو پاتې ناچاوده توکي دې د دوی له سیمو وایستل شي.

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.