Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اسلامي امارت د چارو ادارې د ښارواليو د انسجام رییس اروزګان ولایت ته د خپل سفر پر مهال یوه غونډه کې ویلي، د ښارونو پراختیا لپاره وروستي منظور شوي پلانونه به تر هغه د عملي کېدو وړ وي چې کومه لویه تخنیکي ستونزه نه وي رامنځته شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې يوه کس خپل ورور د ځمکې پر سر شخړه کې په ډزو وژلی دی.
اروزګان کې د یوه ځايي اوسېدونکي له لوري د نهه میلیون افغانیو په لګښت د یوه لوی پل جوړېدو چارې پیل شوې چې په شپږو میاشتو کې به بشپړې شي.
د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق اخند همکار اروزګان ولایت ته د سفر پر مهال ویلي، ډېر ژر به په ترینکوټ ښار کې د روږدو درملنې ۳۰۰ بستریز روغتون جوړ شي.
د اروزګان د چارچینو یو شمېر اوسېدونکي شکایت کوي چې په دې ولسوالۍ کې اوسني روغتیایي خدمتونه د دوی لپاره بسنه نهکوي او له حکومته غواړي چې دې برخې ته پاملرنې وکړي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له لوري د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د یوه کانال او استنادي دېوال جوړېدو چارې پیل شوې.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې یوه کس خپل ورور له لفظي شخړې وروسته د چړې په ګزارونو وژلی دی.
اروزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونسیف) سیمهییزو ویلي چې په دغه ولایت کې اوو ښوونځیو ته نوې ودانۍ او د اوبو رسولو شپږ شبکې جوړوي او د ۱۳ ښوونځیو ودانۍ بیارغوي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چارچینو ولسوالۍ کې یې د نشهیې توکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړې دي.
د اروزګان – کندهار لویې لارې په اړه د پژواک خبري اژانس د راپور له خپرېدو وروسته اوس د اروزګان ځایي مسوولین وايي، د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې یې پیل کړې دي.
د اروزګان ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت چورې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د اروزګان یو شمېر اوسېدونکي له اسلامي امارته غواړي چې د اروزګان – کندهار لویه لار په پاخه او اساسي ډول ورغوي خو مسوولین وايي، د دغه سړک خرابوالي ستونزه یې له مرکز سره شریکه کړې او ژمنه ورسره شوې چې د رغولو چارې به یې ژر پیل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP