Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اروزګان امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په دهراوود ولسوالۍ کې د ومانو پروسس یوه کارخونه کشف شوې او دغه راز په خاصاروزګان ولسوالۍ کې ۹۲۰ کیلوګرامه (هریړنګ) نیول شوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) مسوولین وایي چې سږ کال په اروزګان کې د پاکو اوبو رسولو ۲۴ نوې شبکې جوړوي چې په دې سره به د دغه ولایت ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.
اروزګان کې یو ۵۷ کلن سړی له څلورو ښځو ۵۲ اولادونه لري خو د بېوزلۍ له امله د درېیو خونو په یوه کرایي کور کې ژوند کوي.
اروزګان کې روغتیایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ۲۱۳ درملتونونو له جملې یوازې ۷۰ یې جوازونه لري او پاتې نور په غیرقانوني توګه فعالیت کوي.
د اروزګان دهراوود کې ځایي مسوولین وایي چې په دې ولسوالي کې د دوو کورنیو ترمنځ رامنځته شوې دښمني د قومي مشرانو په منځګړیتوب په دوستي بدله شوه.
د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په چهارچینو ولسوالي کې یې د نشهيي توکو د تولید دوه کارخونې له منځه وړې دي.
اروزګان کې د «هلوټرسټ» ماینپاکۍ موسسې پر کارکوونکو یوه پخواني ماین چادونه کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.
اروزګان کې د ښوونځيو د کمښت په تړاو د پژواک د راپور له خپرېدو وروسته، اوس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) استازو ویلي چې په دغه ولایت ۱۳ نوي ښوونځي جوړوي.
اروزګان کې د دولتي او خصوصي روغتیايي کارکوونکو د تحصیلي اسنادو ارزولو په موخه کمېټه جوړه شوې چې جعلي اسناد لرونکي کسان به پیدا او عدلي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
اروزګان او سرپل کې د سېلابونو او توپان له امله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځه کسان مړه شوي دي.
د اروزګان د تخنیکي او مسلکی زدهکړو امریت له لوري د اسلامي امارت څه کم ۷۰۰ نظامیانو ته نن د ۱۸ میاشتنیو زدهکړو لړۍ پیل شوه.
اروزګان کې د ښوونځیو کمښت له امله څه باندې ۸۰ زره ماشومان له زدهکړو پاتې دي، او مسوولین د ښوونځیو جوړېدو لپاره له نړۍوالو مرستندویه ادارو د همکاري غوښتنه کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP