Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اروزګان ولایت کې بېرته راستانه شوي یو شمېر کډوال وايي، سرپناوې نه لري او له حکومته غوښتنه کوي چې د کورونو جوړولو برخه کې مرسته ورسره وکړي.
د اروزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسوالیو کې ۱۷ زره کروندګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخم او کېمیاوي سرې د وېشلو لړۍ پیل شوه.
نن سهار د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې له یوه پله د موټر لوېدو پېښه کې اته کسان مړه شوي او یو نادرکه دی.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار او ګېزاب ولسوالي ترمنځ د غځېدلي سړک د خرابوالي په اړه د پژواک راپور له خپرېدو وروسته اوس د دې لارې د یوې برخې جوړولو چارې پیل شوې.
اروزګان کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ چې یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې، د ترینکوټ ښاروالۍ لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د اروزګان د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ودانیو د کمښت له امله ۶۰ روغتیایي مرکزونه په کرایي کورونو کې فعالیت کوي.
د اروزګان ځايي مسوولین وايي، تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ او دهراوود ولسوالۍ کې څهکم ۱۱ زره کیلوګرامه ومان کشف او له منځه وړي دي.
د زابل امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې ۱۰۲ تاریخي سکې نیول شوي دي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د نږدې ۲۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتیایي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښار اړوند «اباسالي» سيمې اوسېدونکي وايي، له ډېرو لومړنیو خدمتونو بېبرخې دي او له تېرو څه باندې شلو کلونو راهیسې یې په سیمه کې هیڅ ډول پراختیایي پروژه نه ده پلې شوې.
د اروزګان د ګېزاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې مرکز ترینکوټ ته د دې ولسوالۍ غځېدلې لار په اساسي ډول ورغوي.
د کورنیو چارو وزارت پلاوي اروزګان کې خلکو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی څو د ژورو څاګانو سرونه پټ کړي او که څوک په دې موده کې دغه کار عملي نه کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP