ترینکوټ (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۳): اروزګان کې یو شمېر هغه کروندګر چې سږ کال یې پر خپلو ځمکو خټکي او هندواڼې کرلي، له حکومته خپلو محصولاتو ته د بازار غوښتنه کوي.
اروزګان ولایت چې ۹۵ سلنه وګړي یې په کرنه بوخت دي، سږ کال یې پر نږدې دوه سوه هکټاره ځمکه د خټکیو او هندواڼو پالېزونه کرل شوي دي.
اوس د دغه ولایت یو شمېر کروندګر وايي، حکومت دې د دوی محصولاتو ته مناسب بازار پیدا کړي.
د چورې ولسوالۍ یوه کروندګر محمد داوود چې پر خپله درې جریبه ځمکه یې هندواڼې او خټکي کرلي وايي، حاصلات یې ښه دي او دی ترې راضي دی.
هغه وویل: «سږنی فصل مې د نورو کلونو په پرتله ښه دی او حاصلات یې هم زیات دي، خو هیڅ ښه بیه نه لري.»
دغه راز، ترینکوټ کې یو کروندګر محمدابراهیم وايي، د خټکیو او هندواڼو فصل یې ښه و خو په خبره یې چې د پلور لپاره یې مناسب بازار نشته.
همدارنګه د ترینکوټ اړوند د بلوڅې سیمې کروندګر نقیبالله وایي، هر کال چې د دوی خټکي او هندوانې حاصل ته ورسېږي، په مارکېټ کې یې بیې ټيټېږي.
نوموړی وايي، د دوی حاصلات یوازې د ترینکوټ ښار تر مارکېټه محدود دي چې نه نورو ولایتونو ته لېږل کېږي او نه هم ورته له هېواده بهر د صادراتو زمینه برابره ده.
دوی خپلو محصولاتو ته له حکومته په کور دننه او بهر د مناسب بازار غوښتنه کوي.
ورته مهال، د دغه ولایت د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال په لومړي ځل دغه په ولایت کې د خټکیو او هندواڼو حاصلات ډېر شوي دي.
د یاد ریاست ویاند مولوي عبدالمنان فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، اروزګان کې سږ کال په څه کم دوه سوه هکټاره ځمکه هندواڼې او خټکي کرل شوي دي.
هغه زیاتوي، له کرل شوو پالېزونو نږدې نهه سوه ټنه حاصلات راټول شوي دي.
د هغه په خبره، سږ کال په دغه ولایت کې د تېرو کالونو په پرتله د هر ډول کښتونو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.
نوموړی وايي، له کروندګرو سره یې پر وخت د اصلاح شوو تخمونو او کیمیاوي سرې مرستې کړې او مسلکي روزنه یې هم ورکړې ده.
دی زیاتوي، د بازار په برخه کې یې د کروندګرو غوښتنې اورېدلې او هڅه کوي محصولاتو ته یې مناسب بازار پیدا کړي.
نوموړی دغه راز وایي، که څه هم دغه ولایت د مېوو او سبزيجاتو برخه کې پر ځان بسیا شوی او له نورو ولایتونو یې د راوړلو اړتیا نشته خو هيله لري چې د دغه ولایت سبزیجات او مېوې په نورو ولایتونو کې هم ښه بازار پیدا کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP