Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د منرالونو د ملي پالیسۍ مسوده تایید شوه او له شبرغانه تر الوان دښتې پورې د برېښنا د ۵۰۰ کیلوولټ انتقالي مزي غځولو پروژې د پاتې چارو بشپړولو تړون په حجم کې تعدیل راوستل شو.
تېره اونۍ په امنیت شورا کې ځینو هېوادونو په افغانستان کې د «ترهګرو ډلو» د شتون په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو ا.ا رد کړه، ایران وویل چې د روان کال تر پایه به دوه میلیونه نور افغانان وباسي او په کابل کې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو شپږمه ناسته وشوه.
د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست وايي چې په کابل کې د ۷۰ لوبغاړو ترمنځ د «فول رزم» غوراوي سيالۍ پيل شوې چې په پایله کې به یې د کابل منتخبې لوبډلې ته ۱۸ کسان وټاکل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال کابل ښار ته د پنجشېر له سینده د اوبو د لېږد په اړه له یوه خصوصي شرکت سره ناسته کړې او ویلي یې دي چې د دغه ښار د اوبو ستونزې هواري لپاره جدي هڅې کوي.
له کویټه کابل ته راغلي یوه پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له وزیر سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او مثبتې اړیکې د وخت اړتیا ده چې باید پياوړتیا ته یې کار وشي او افغانان د پرمختګ او اقتصادي ودې لپاره ګڼ فرصتونه لري.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې وچکالۍ، د بشري مرستو کمښت او د افغان کډوالو جبري ستنېدنې، افغانستان کې د خوارځواکۍ حالت لا پسې خراب کړی او ښايي په ژمي کې تر ۱۵ میلیون کسان مرستې ته اړتیا ولري.
تېره اونۍ د زمري ۲۴مې په مناسبت غونډه کې د ا.ا مشرتابه وویل چې نور دې وزیران او کابینه د سرپرست کلمه نه کاروي، افغانستان او قرغیزستان هوکړې لاسلیک کړې او یواېناېچسيار او یونیسف په افغانستان کې د بېځایه شوو ماشومانو د خوندیتوب لپاره هوکړه وکړه.
د راپورونو له مخې، پر غزه د اسرائیل په تازه هوايي او ځمکنيو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۱ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی او د حماس مشر قاهرې ته رسېدلی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا د پنسیلوانیا ایالت په یوه تولیدي فابریکه کې د چاودنې له امله دوه کسان وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.
د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال وايي چې زندانونه د زدهکړو پر مرکزونو بدل شوي او اوس بندیانو ته هيڅ ډول شکنجه او ځورونه نه ورکول کېږي.
د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي چې امنيتي ځواکونو تورخم کې د هغو ۳۴ کنري ډوله مرغیو د قاچاق مخه نیولې چې له جواز پرته پاکستان ته چاقاق کېدې.
تېره اونۍ، په افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونه د لس زره ميګاواټه برېښنا د تولید هوکړه لاسلیک شوه، له پاکستانه د اسنادلرونکو افغان کډوالو پر ایستلو نیوکې وشوې او سیګار وویل چې د مرستو بندېدل د افغانستان بانک له ننګونو سره مخ کوي، خو ا.ا دغه څرګندونې رد کړې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP