د غزې روغتيايي چارواکي وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزه د اسرائيل بریدونو کې لږ تر لږ ۴۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۲۱۹ نور ټپیان شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، هرات کې پولیسو هغه تورن کس نیولی چې څو ورځې مخکې یې پر یوې ماشومې جنسي تېری کړی و او وروسته یې وژلې وه.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ازبکستان کې د افغانستان نوي ټاکل شوي سفیر شیخ عبدالغفار بحر د خپل باورليک کاپي د هغه هېواد بهرنیو چارو وزیر ته وسپارله.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، افغانستان کې راتلونکي ژمي کې د اړینو بېړنیو مرستو لپاره ۶۰۳.۵ میلیون امريکايي ډالرو ته اړتیا لري.
د کابل ولایت اړوند په سروبي ولسوالۍ کې دوو ترافيکي پېښو کې اته کسان ټپيان شوي دي.
د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د ۲۲،۷۵ میګاواټه لمریزې برېښنا پروژې کار نن پیل شو او د شاوخوا ۱۸ میلیون ډالرو په لګښت به د یوه کال په موده کې پلې شي.
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د کابل ښار په شپږو ښوونځيو کې د نږدې ۹،۵ میلیون افغانيو په لګښت د روغتیا ساتنې په موخه پروژې پلې کېږي.
د فوټسال نړۍوال جام سیالیو پایلوبه کې برازیل ارجنټاین ته د دوه پر یو ګول ورکولو سره د «ازبکستان د ۲۰۲۴ نړۍوال جام» فوټسال سیالیو اتلولي وګټله.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د یو مکتوب له لارې پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) رسمي بندیز اعلان کړ او ویلي يې دي چې «د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان کورني امنیت لپاره ګواښ دی.»
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې په تېره میاشت کې د هېواد د هوايي ډګرونو او ځمکني بندرونو له لارې افغانستان ته د درې زره او ۳۲۸ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت شوی دی.
تېره اونۍ، ا.ا وویل د ځینو بریدونو عاملین چې له بلوچستانه افغانستان ته راغلي وو، نیول شوي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمټ غونډه کې وویل چې دا فارمټ دې د افغانستان او سیمې ترمنځ د همکارۍ پر بهیر بدل شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، کابل ښار کې د سوداګریز مارکېټ جوړولو طرحه د تایید وړ وبلل شوه، خو په سرپل او جوزجان کې د یادو مارکېټونو جوړولو طرحو د ارزونې لپاره کمېټې وټاکل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP