Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کابل ښار شپږو ښوونځیو کې د روغتیا ساتنې په موخه پروژې پلې کېږي

کابل (پژواک، ۱۶ تله ۱۴۰۳): د افغانستان د پوهنې وزارت وايي چې د کابل ښار په شپږو ښوونځيو کې د نږدې ۹،۵ میلیون افغانيو په لګښت د روغتیا ساتنې په موخه پروژې پلې کېږي.

د پوهنې وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، د روغتیا ساتنې برخې یادې چارې د کابل ښار د شپږمې او اوومې ښوونیزو ناحیو اړوند ښوونځیو کې د یوه داخلي خیریه بنسټ له لوري ترسره کېږي.

سرچینه کاږي چې په یادو پروژو کې د سیپټیک څاګانو او اوبو رسولو سیسټم جوړول، د کثافت‌دانیو نصبول او ښوونځيو کې د سړکونو غاړو رغول شامل دي چې ټولیز لګښت یې نږدې ۹،۵ میلیون افغانۍ کېږي.

سرچینه زیاتوي، د روغتيایي مراقبتونو دغه اسانتیاوې د کابل ښار د شپږمې او اوومې ښوونیزو ناحیو اړوند په ایمیني، سلطان راضیې، غازي ادې، چهلستون، سردار کابلي او قلعه بهادر لېسو کې د یوه داخلي خیریه بنسټ له لوري جوړېږي.

خو سرچينې نه دي ویلي چې دغه کارونه به په څومره موده کې بشپړ شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.